د اوکراين ډرونونه د روسیې د هوايي ډګرونو د تړل کيدو باعث سول
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سهشنبه
د چارواکو په حواله په دوهمې نړیوالې جګړې کې د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د ۸۰ کلیزې د لمانځلو څخه څو ورځې مخکې د مسکو څو هوايي ډګرونه اغیزمن سوي وو.
د چارواکو په وینا، د روسیې د پلازمینې شاوخوا سیمه کې د شپې له خوا ۱۹ بې پیلوټه الوتکې ویشتل سوې، چیرې چې د می پر نهمه نیټه په سره میدان کې د بریا د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې کلنی پوځي پریډ ترسره کیږي او ولسمشر ولادیمیر پوتین ، به دولتي میلمنو ته وینا وکړي.
لکه څنګه چی روسي خبري آژانس د هوایی چلند د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی دی، د مسکو څلور هوایی ډګرونو خپل د الوتنې چارې محدودې کړي دي. د معلوماتو له مخې، خو د شېرمتیوو په مهم هوايي ډگر کې تر ډیره ځایه چارې عادي پر مخ ځي. په دغو هوایی ډګرونو کې د وولګوګراد او نیشني نووګرود په څیر ښارونو هوايي ډګرونه هم شامل وو.
د مسکو ښاروال، سیرګی سوبجانین څرګنده کړه چې د ډرونونه پُرزې د ښار په جنوب کې پر یوې لویې لارې لویدلي دي، خو په مسکو کې « کوم زیانونه او یا مرګ ژوبله» نه ده رامنځته سوې.
د وورونیش او پینسا والیانو خبر ورکړی دی چې د هغوی په سیمه کې په مجموعي ډول ۲۸ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې دفع سوي دي. دکورسک د سیمې والي د دوشنبې په ماښام ناوخته د ریلسک د ښار په یوه سب سټیشن باندې له برید څخه خبر ورکړ. په دغه برید کې دوه تنکي ځوانان ټپیان او دوه ټرانسفرمرونه زیانمن سول. د برېښنا د رسولو چارې قطع سوي دي.
د رسمي رپوټونو له مخې، د روسیې دافع هوا لا دمخه د دوشنبې په ورځ مسکو ته په لاره کې څلور بې پیلوټه الوتکې دفع کړي دي. په عین حال کې، والي اولیه کیپر، د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې په اوډیسه سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل سوی دی.
له بلې خوا لکه څنګه چې ځایی والي خبر ورکړ، اوکراییني ځواکونو نن سه شنبه سهار د روسیې د کورسک پر ښار برید وکړ او ملکي خلک یې په نښه کړل چې له امله یې درې کسان ووژل او اووه نور کسان ټپیان سول.