1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين ته د سوله ساتي ځواک له پاره د لسو هېوادونو چمتووالی

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

باخبره سرچينې د سولې پر احتمالي بهیر د څارنې په هدف، اوکراین ته د سوله ساتي ځواک د استولو له پاره د لږترلږه لسو اروپايي هیوادونو له آمادگۍ څخه خبر ورکوي. ترمپ ژمنه کړې چې واشنگټن به "په تیره بیا له هوا" څخه مرسته وکړي.

په واشنگټن کې، لوړپوړو امریکايی او اروپايی قوماندانانو د سولې د ممکنه تړون له پاره د "تر ټولو غوره انتخابونو" په هکله بحث کړی دی.
اوکراين ته د سوله ساتي ځواک استول؛ کومو اروپايي هېوادونو د ځواکونو ليږد ته چمتووالی ښوولی؟انځور: Philippe Magoni/Bestimage/IMAGO

داروپايی ټولنې  لسو غړو هیوادونو، د سولې د هر ډول احتمالي تړون د پلي کیدو د څارنې په هدف د ځواکونو د استولو له پاره چمتووالی اعلان کړی دی.

د بلومبیرگ د رپوټ او د باخبره سرچینو په حواله، فرانسه او بریتانیا ددغه نوښت سیاسي او عملیاتي رهبري پر غاړه اخلي او د ځواکونو د شمیر او د مستقر کیدو د اډو په هکله هم خبرې اترې ترسره سوي دي.

د اروپا د شورا مشر، انتونیو کوستا ددغه بهیر چټکوالي ته په اشارې سره ویلي چې هدف دادی چې "لس ټکي لرونکی تړون" ژرترژره جمع بندي سي، ترڅو له ولادیمیر پوتین  سره د ولودیمیر زیلنسکي د احتمالي  لیدنې کتنې د رامنځته کیدو په صورت کې، کیف  په یوه لا قوي دریځ کې خبرو اترو ته داخل سي.

د امریکا مشارکت او د برلین دریځ

په داسې حال کې چې په لومړنیو ساعتونو کې د امریکا د مشارکت ډول مشخص نه ؤ، ډونالډ ترمپ په ټلویزیوني خبرو کې څرگنده کړه چې د امریکا متحده ایالات  آماده دي چې "په تیره بیا له هوا" څخه د اروپایانو ملاتړ وکړي او د امریکايی مځکني ځواک استول به په پام کې ونه نیسي.

د سپینې مانۍ ویاندې، کارولین لویت د پایداره سولې له پاره امنیتي تضمینونه حیاتي وبلل او له اروپا سره له همږغي له پاره یې د ملي امنیت د ټیم له گومارلو او له اوکراین او روسیې سره د مشورو له دوام څخه خبر ورکړ.

اړوند:آلمانی سیاستوال: د اوربند په صورت کې ممکن آلمان اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه واستوي

له برلین څخه هم ویل کیږي چې آلمان طبیعتاً په تضمینونو کې برخه اخلي، خو ددغه مشارکت د ډول او کچې په هکله به په مناسب وخت کې تصمیم ونیسي؛ د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ټینگار کړی چې هر مشارکت باید هم سیاسي او هم پوځي تعریف سي.

پوځي اړخ: د ناټو غونډه او د قوماندانانو همږغي

په واشنگټن کې، لوړپوړو امریکايی او اروپايی قوماندانانو د سولې د ممکنه تړون له پاره د "تر ټولو غوره انتخابونو" په هکله بحث کړی دی. دغه حضوري ناستې د ناټو د ۳۲ لوی درستیزانو له ویډیو کنفرانس څخه مخکې ترسره کیږي؛ هغه غونډه چې په هغې کې به په اروپا کې د ناټو د ځواکونو لوړپوړی قوماندان الکسوس گرینکویچ، د اوکراین په اړه خبرو اترو په تړاو له "وروستي امنیتي وضعیت" څخه، پوځي کمیټې ته معلومات ورکړي. د ناټو د پوځي کمیټې مشر، جوزپه کاوو دراگونه ، دغه برنامه د "ایکس" په شبکه کې اعلان کړې ده.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل