1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: د روسېې شاتګ ورو خو د پام وړ دی

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

د اوکراین ولسمشر د اوکراین له شماله د روسي ځواکونو له «ورو خو د پام وړ شاتګ» څخه خبر ورکړ. روسېې بیا ۸۶ اوکرايني جنګي اسیران آزاد کړي او یونسکو وايي د روسيې په حمله کې د اوکراین ۵۳ فرهنګي میراثونه تخریب شوي دي.

Ukraine, Granaten und russische Militärausrüstung auf einem Feld in der Region Tschernihiw
انځور: Ichnyanske

د اوکراين ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي، په خپل یو ويډيويي پیغام کې چې د شنبې ورځې په سهار (د اپریل ۲مه) خپور شوی، وویل: «د اوکراين په ختيځ کې د درونو حملو تمه لري.»

زيلنسکي زیاته کړه چې روسي سرتيري دونباس او خارکیف ته ځي او د اوکراین په ختيځ کې وضعیت لا پسې سخت شوی دی.

د روسي ځواکونو عمومي قوماندانۍ هم ويلي دي چې روسي ځواکونه د چرنوبيل د پخوانۍ اټومي اډې له اطرافو او د بلاروس په ګاونډ کې له پرتو سیمو څخه وځي. د اوکراین د عمومي قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس، ظاهراً په پام کې وه چې دغه ځواکونه د روسېې بلګورود سېمې ته انتقال شي تر څو له هغه ځايه د خارکيف پر لور پرمختګ وکړي.

زيلنسکي د روسي ځواکونو له شاتګ څخه هم خبر ورکړ او ویې ويل چې دغه شاتګ ورو پر مخ روان دی خو د پام وړ دی. هغه د خپلو خبرو په ادامې وويل چې روسېې په يو شمیر اشغالي سیمو کې خپل «لاسپوڅي» ځای پر ځای کړي چې چارواکي او کارمندان د همکارۍ کولو له پاره ګواښي. د اوکراين ولسمشر، دغو افرادو ته روسېې سره د همکاريو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

زيلنسکي د ماریوپول محاصره شوي بندري ښار د وضعیت په اړه وويل چې اروپا حق نه لري د هغه څه په اړه چې په ماريوپول کې تيريږي پټه خوله پاتې شي او نړیوال باید په دغه ښار کې روانې انساني فاجعې ته غبرګون وښيي.

د روسېې او اوکراین تر منځ د بندیانو تبادله

ماريوپول کې د ملکیانو تخلیه د مارچ ۲۶مه - د آرشیف انځور انځور: AA/picture alliance

په ورته وخت کې د اوکراین یو دولتي چارواکي د روسېې او اوکراین تر منځ د بندیانو د تبادلې څخه خبر ورکړ. دغه چارواکي وويل چې روسي خوا، ۸۶ اوکرايني سرتيري آزاد کړي دي. دغه اوکرایني چارواکي اما د روسېې د دغه اقدام په بدل کې د روسي اسیرانو د آزادولو په اړه څه ونه ویل، خو دا ېې وويل چې د اسیرانو تبادله د سولې د روانو مذاکراتو پایله ده.

 يونسکو: د اوکراین په جنګ کې ۵۳ فرهنګي میراثونه تخریب شوي

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله، د فبروري له ۲۴مې تر اوسه چې روسېې په اوکراین کې جګړه پیل کړې، لږ تر لږه ۵۳ فرهنګي او تاریخي میراثونه تخريب شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د روزنيز، علمي او فرهنګي صندوق (یونسکو) په خبره، په تخریب شوو آثارو کې ۲۹ يې مذهبې ساختمانونه، ۱۶ تاريخي، ۴ موزیمونه او ۴ يې د یادښت تاريخۍ ودانۍ دي.

د یونسکو یو ویاند ويلي دي چې دغه نوملړ لا تر اوسه تکمیل شوی نه دی او د دوی کارپوهان د دغو تخریب شوو فرهنګي او تاريخي آثارو په اړه د اوکرايني چارواکو د رپوټونو څيړنې ته ادامه ورکوي.

د يونسکو سازمان په خبره، د اوکراين په شمال او شمال ختيځ کې د ۵۳ فرهنګي او تاريخي ځایونو د تخريب موضوع، د سټلايټي انځورونو څخه په استفادې او په سیمه کې د عيني شاهدانو له خوا تائيد شوې ده.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب