1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: زيلنسکي د جګړې له سنګر څخه ليدنه کړې

۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د خپل هيواد په سويل ختيځ کي د جګړې له سیمي څخه ليدنه وکړه. له اوکراين څخه دغه او نور تازه خبرونه دلته لوستلای سئ:

Ukraine | Selenskyj in Zaporizhzhia
انځور: UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE/AFP

ولوديمير زيلنسکي د ساپوريشجا سيمي څخه ليدنه وکړه چيري چي جګړه ادامه لري. هغه په دغه سيمه کي ځان د اوکراين له نظامي وضعيت څخه خبر کړ. ويل سوي چي د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د روسي ځواکونو له بريد راهيسي د دغې سيمي نژدې ۶۰ سلنه برخه د هغوی لاس ته لوېدلې ده. دا معلومات ځايي نظامي والي اوليکساندر ستاروچ و زيلنسکي ته د هغه د کتنې پر وخت ورکړل.

اوکراين دا خبري ډېر په غوسه کړی دی چي روسيې په ياده سيمه کي و خلکو ته د روسي پاسپورټونو په ورکړي پېل کړی دی. کيف اندېښنه لري چي دغه سيمه به د روسيې سره الحاق کړل سي.

زيلنسکي په ياد ښار کي د وينا پر وخت وويل چي دغه ښار ته زيات انسانان له نورو هغو سيمو څخه را روان دي چي د روسيې ځواکونو نيولي دي. هغه غوښتنه وکړه چي دغو مهاجرو ته بايد د سرپناو انتظام وسي.

دغه ښار ته په زياته له ماريوپول څخه زيات مهاجر رسېدلي ول چيري چي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په مرسته روسانو کنټرول ترلاسه کړی دی.

زيلنسکي له ليسيجانسک او سوليدار ښارونو څخه هم ليدنه وکړه. نوموړي نه يوازي د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنيوي، بلکي د هغو سيمو چي له کنتروله يې وتلي دي، د بېرته نيولو په مقصد هم په دوامداره توګه له لوېديځ څخه د درنو وسلو د مرستي غوښتنه کړې ده. نوموړي ويلي چي روسي ځواکونو د اوکراين ۲۰ فيصده برخه تر خپلي ولکې لاندي راوستلې ده.

۴۴ څلوېښت کلن زيلنسکي په خپل ويډيويي پيغام کي چي د يکشنبې په ورځ خپور سو، ويلي چي هيواد يې له سلو ورځو څخه زیات وخت کيږي چي د روسيې د اشغال په وړاندي مقاومت کوي.

د هغه په وينا څومره ژر چي ممکنه وي بايد د روسيې سره جګړه ودرول سي. ملګرو ملتونو ويلي چي تر اوسه يې په دغه جګړه کي د تر ۴۱۰۰ زياتو وژل شويو ولسي کسانو شمېر ثبت کړی دی.

اوکراين په جګړه کي د جزوي بريا ادعا کړې

د سيويرودونيڅک ځايي ادارې ويلي دي چي د دغه ښار نيمه برخه يې «له روسي عکسرو څخه پاکه کړې ده.» دا څرګندونې د لوهانسک سيمي اوکرايني والي سيرهې ګايدای کړي دي. هغه ويلي چي البته په راتلونکو ورځو کي د روسي ځواکونو له لوري د يوې لويي تعرضي حملې اټکل کوي.

ګايدای ويلي دي چي هغوی ته دنده سپارل سوې چي د جمعې تر ورځي پر سيويرودونڅک او پر يو مهم سړک باندي کنټرول تر لاسه کړي. هغه زیاته کړه چي په راتلونکو پنځو ورځو کي به د روسي ځواکونو له خوا د توپخوانې بريدونه په لوړه کچه زيات سي.

سيويرودونيڅک په لوهانسک سيمه کي تر ټولو آخري لوی ښار دی چي روسيه يې غواړي تر خپلي ولکې لاندي يې راولي. ويل سوي چي د روسي ځواکونو اعلان سوی هدف د ټول دونباس سيمي نيول دي. د دونباس يو شمير برخي له ۲۰۱۴م کال راهيسي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندي دي.

د روسي جنرال د وژل کېدو تائيد

د اوکراين د پوځ رسنيز دفتر ويلي دي چي په بېلتون غوښتونکي دونېڅک ولسي جمهوريت کي د پوځ د لومړۍ لوا قومندان رومان کوتوسوف وژل سوی دی. اټکل کيږي چي دغه روسي پر لوهانسک سيمه د يو بريد مشري کوله.

له دې مخکي د اوکراين پوځ د روسيې يو لوړپوړی نظامي قومندان چي د جنرال رتبه يې لرله، د وژلو خبر ورکړی ؤ. اوکرايني پوځ په دې تړاو نور جزيات نه دي وړاندي کړي. روسيې د جګړې له پېل راهيسي په جنګونو کي د يو روسي جنرال د وژل کېدو خبره کړې ده. خو اوکراين وايي چي په جګړه کي تر اوسه ۷ روسي جنرالان وژل سوي دي. خو له دغو ۷ جنرالانو څخه دوه بېرته ژوندي راڅرګند سول.

د اوکراين له پوځ سره د مهماتو مرستي

د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د اخطار سره سره اوس بريتانيا هم غواړي چي اوکراين ته قوي توغندۍ ورکړي. د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي دي چي د ايم ۲۷۰ ډوله پر يو وخت د څو توغنديو توغونکی سيسټم به د اوکراين پوځ وړتياوي په ښکاره توګه زياتي کړي. دغه سيسټم په ۸۰ کلومترۍ کي هدف په نخښه کولای سي. بريتانيا غواړي چي اوکرايني عسکرو ته پر ياده وسله روزنه هم ورکړي.

تر دې يوه اونۍ مخکي امريکا متحده ايالاتو ويلي ول چي اوکراين ته به د توغنديو ګرځنده دستګاوي ورکړي. ويل سوي ول چي دغه توغندۍ غورځوونکی سيسټم به د اوکراين اوسني اړونده نظامي تجهيزات په واټن او دقيقوالي کي شاته پرېږدي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب