د اوکراين حکومت د دغه هيواد په ختیځ او جنوب کې د روسیې له خوا له نيول شويو سيمو څخه د خپلو وګړو د «ډله ایز جبري انتقال» له امله شکايت کړی دی.
په کيف کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسيې اشغال ګرې ادارې په دې پېل کړی چې د خیرسون له سيمې څخه خلک کريميا نيمه ټاپو او يا روسیې ته انتقال کړي.
زياته شوې ده چې ورته اخراجونه په زاپروږيا، لوهانسک او دنيڅک سيمو کې ليدل شوي دي. وزارت پر دې سربیره په اغیزمنو سيمو کې د روسي عسکرو له خوا د «چور او چپاول» په اړه هم شکايت کړی دی.
په خیرسون کې د روسیې د حکومت له خوا ټاکل شويو چارواکو د سه شنبې په ورځ تر هغه وورسته چې تېره اوونۍ کابو ۷۰ زره ملکيانو سیمه پرېښې وه، د نورو خلکو د انتقال اعلان هم کړی وو.
اوکراین: «د وروستیو لسیزو تر ټولو ډیر بې ځایه کیدل»
هلته د روسیې له خوا ټاکل شوي ګورنر ولاديمير سالدو، د دې کار علت د اوکراين د پوځ له خوا «شديد راکټي بريدونه» وښوول. خو اوکراين بيا دې کار ته د «Deportation» يا «جبري اخراج» په سترګه ګوري.
د روسیې حکومت په سپتمبر میاشت کې د اوکراين دنيڅک، لوهانسک، خیرسون او زاپروږيا سيمې په غير قانوني توګه الحاق کړې چې دغه چاره د نړيوالو له خوا په رسميت نه ده پېژندل شوې.
تر بمباريو وروسته په ميليونو وګړي برېښنا نه لري
د اوکراين د معلوماتو له مخي د روسیې بريدونه يو ځل بيا د هيواد په ډېرو برخو کې د برېښنا د قطع کیدو باعث ګرځيدلي دي. ولسمشر ولوديمير زيلنسکي وویل چې کابو ۴،۵ ميليونه انسانان د پنجشنبې له ماښام راهيسې قمساً برېښنا ته لاس رسی نه لري.
روسيې یو ځل بیا پر اوکراین د توغندیو بریدونه کړي
زياته شوې ده چې کيف او لس نورې سيمې اغېزمنې شوي دي. زيلنسکي وويل چې د انرژۍ پر زيربناو بريدونه «زموږ د دښمن د ضعيفوالي» ثبوت دی. هغه زياته کړه: «دوی د جګړې په ميدان کې اوکراين ته ماته نه شي ورکولی نو له دې کبله هڅه کوي زموږ ولس په دې توګه مات کړي.»
د اوکراين ولسمشر د روسيې بريدونه يو ځل بيا د «انرژۍ ترهګري» وبلل. نوموړي پر عامه ادارو غږ وکړ چې د برېښنا د استعمال د راکمولو زمينه برابره کړي. هغه وويل چې اوس د دې وخت نه دی چې د تجارتي تبليغاتو له پاره برېښنايي لوحې وکارولی شي او د مغازو کړکۍ روښانه وي.
بورېل پر روسیې درانه تورونه ولګول
د اروپاپي اتحادیې د بهرنيو چارو مسئول جوسپ بورېل د «جي- ۷» هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې چې د آلمان په مونستر ښار کې ترسره کيږي، پر روسیې تندې نيوکې وکړې.
نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «روسیه د يوه هيواد د ويجاړولو په حال کې ده. د روسیې پوځ د دې توان نه لري چې دغه هېواد ونيسي.» نوموړي وویل چې اوکراينيان مقاومت کوي او اشغال کوونکي يې رد کړل.
اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي
بورېل همدا راز د روسیې پر مشرتابه د «سياسي بې ثباتۍ او د مهاجرت د څپو د رامنځته کولو تور ولګاوه، ځکه چې روسیه پوهيږي چې اروپايان د مهاجرت د موضوع په اړه ډېر حساس غبرګون ښيي.»
د اوکراين له جنوب څخه د روسي پوځونو پر شا کيدل؟
د اوکراين په جنوب کې پر روسي ځواکونو فشار ظاهراً د زياتېدو په حال کې دی. په خیرسون سيمه کې د روسیې له خوا د ټاکل شوي ګورنر مرستیال کيريل ستريموسوف، پر دې حساب کوي چې د روسیې عسکر غواړي چې د دنيپرو سيند لوېديځ ته له پرتو سيمو ووځي. نوموړي د « Solowjow Live» انلايني شبکې سره په خبرو کې وويل: «قوي احتمال دی چې زموږ قطعات، زموږ عسکر به کيڼ غاړې ته واوړي.» خو د کيف حکومت خبرداری ورکړی دی چې د پرشا کیدو دغه پلانونه ښايي يو دام وي.
له اوونيو راهېسې د اوکراين ځواکونه په جنوب کې په پوځي عملیاتو بوخت دي او غواړي چې پر نورو سربیره د دنيپرو سيند پر لوېدېځه غاړه د ستراتیژيکي پلوه مهم ستر ښار خيرسون بيرته ونیسي. په دې موخه هغوی پر ټولو پلونه هدفمنانه بريدونه کړي او په دې توګه یې د روسیې د اکمالاتو رسول ستونزمن کړي دي. خو په دې وروستیو کې سيمې ته په لسونو زره نوي روسي عسکر وليږدول شول.
که چېرې په رښتيا هم روسي عسکر د سيند له لوېدیځې غاړې څخه پر شا شي نو دا به د روسیې له پاره يوه ستره ماته او په جګړه کې د بدلون يوه مهمه نقطه وي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)
زموږ له آرشيف څخه:
د اوکراين آزاد شوي کلي او ښارونه
د اوکراین وسله وال ځواکونه وتوانېدل چې د اوکراین د هغو سیمو یوه برخه آزاده کړي چې د روسیې له خوا نیول شوي دي. لیمان، ایزیوم او نور ښارونه او کلي د روسیې د پوځ له وتلو وروسته څنگه ښکاري؟
انځور: Leo Correa/AP/picture allianceاوکراين د خپلې خاوري د بيرته نيولو په حال کی دی
د اګست په پای کې، د اوکراین وسله والو ځواکونو د اوکراین په سویل او ختیځ کې د ځوابي عملیاتو د پیل اعلان وکړ. د اکتوبر په نیمایي کې دوی وتوانیدل چې د لسگونو ښارګوټو کنټرول بیرته ترلاسه کړي، د اوکراین د خرسون، زاپوریژیا، دونیڅک او لوهانسک سیمو په گډون، چې د روسیې فدراسیون د ساختگي ریفرنډمونو وروسته ضمیمه کړې.
انځور: Metin Aktas/AA/picture allianceکلي يې وران کړل، کورونه يې وسوځول
اوکرایني چارواکي د خپل پوځ د بریالیتوبونو خبر ورکوي. خو دوی د آزادو شویو ښارونو نومونه د امنيتي دلايلو له امله نه دي لیست کړي. په ډیرو سیمو کې د جګړو په ترڅ کې د استوګنې ودانۍ ویجاړې شوې، لکه دا د خیرسون په یوه کلي کې.
انځور: Metin Aktas/AA/picture allianceلیمان، د دونیڅک په سیمه کې د ترانسپورت لوی مرکز، د می په پای کې ونیول شو. د ښار آزادول یو ستراتیژیک بریالیتوب دی چې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې په لوهانسک سیمه کې یرغل ته دوام ورکړي. آزاديدل هم یوه سمبولیکه پیښه وه، ځکه چې مسکو یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې د اوکراین اشغال شوې سیمې به له روسیې سره الحاق کړي.
انځور: Leo Correa/AP/picture allianceد ويجاړ شویو پوځي مهماتو غرونه
د اکتوبر په لومړۍ نېټه، د روسیې د فدراسیون د دفاع وزارت په رسمي توګه ومنله چې د روسیې پوځیان د لیمان څخه وتلي دي. د لارې په اوږدو کې عسکرو مات شوي ټانګونه، لارۍ او تخریب شوي پوځي تجهیزات پریښودل. پخپله لیمان کې، د اوکرایین وسله والو ځواکونو پریښودل شوي روسي مهمات چې کارول شوي نه ول، هم کشف کړل.
انځور: Narciso Contreras/AA/picture allianceد اکټوبر په اوومه، د اوکراین پولیسو وویل چې وروسته له هغه چې روسان ووتل، په لیمان کې د ۱۸۰ جسدونو یو ډله ایز قبر وموندل شو. په موندل شوي جسدونو کی ټول د کورنيو غړي او د دوي ماشومان وو، چې دغه ماشومان د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ ترمنځ زیږیدلي دي.
انځور: PAVLO KYRYLENKO/REUTERSد می له نیمایي راهیسې، د لیمان ډیری اوسیدونکي مجبور ول چې پرته د بريښنا ، بخارۍ یا روانو اوبو ژوند وکړي. په دې عکس کې یو سړی له یوه پمپ څخه اوبه راوباسي، شاته یې یو ویجاړ شوی کور دی.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP Photos/picture alliance د خوراکي توکو له پاره په کتارونو کي دریدل
وروسته له هغه چې اوکرایني چارواکو د لیمان کنټرول ترلاسه کړ، دوی د ښار اوسیدونکو ته د خوراکي توکو او درملو ویش پیل کړ. خلکو د اړينو توکو ترلاسه کولو له پاره کتارونه جوړ کړي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture allianceدلته د سولې په وخت کې یو ښوونځی جوړ شوی و. اوس د اوکراین بیرغ یو ځل بیا د ویجاړې شوې ودانۍ پر سر پورته دی. د سبق زده کړه باید نوره په ودانۍ کې ترسره نه شي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د سپتمبر په نیمایي کې لیمان ته نږدې د دروبیشیو په کلي کې سخته جګړه پیل شوه. د کلي یو اوسیدونکی له خپل موټرسایکل سره د یوې ویجاړې ودانۍ څخه تیریږي.
انځور: Leo Correa/AP/picture allianceد اوکراین ټانکونه - يقيني بريا
د سپتمبر په نیمایي کې، اوکراین د خارکیف سره نږدې یو بریالی برید پیل کړ او د سیمې ډیره برخه یې بیرته ونیوله. د څارونکو په وینا، د اوکراین پوځ په جګړه کې ستراتیژیک ابتکار ترلاسه کړ. د سپتمبر په ۱۴ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سیمې ته سفر وکړ.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance ازیوم: د ډونباس لپاره هیڅ اکمالات نشته
ایزیوم د اپریل په لومړیو کې د روسیې لخوا نیول شوی و. د سپتمبر په میاشت کې تر آزادۍ پورې، ښار د ډونباس په محاذ کې روسیې سرتیرو ترينه د اکمالاتو له پاره د یوې مهمې اډې په توګه کار اخيسته. په عکس کې یو څو پوړیزه استوګنځی ښکاري چې د مرميو په واسطه په بشپړه توګه ویجاړ شوی.
انځور: Sofia Bobok/AA/picture allianceد اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې تر اشغال وروسته په ایزیوم کې په سلګونو د ناپيژندل شویو مړو قبرونه وموندل شول. د دغو ښخ شویو ځینی پاتې شونو کې د شکنجو نښې ښکاری. ملګرو ملتونو خپل کارکونکو ته دنده سپارلي، چې په ایزوم کې ډله ایز قبر ته ورشي.
انځور: Gleb Garanich/REUTERSپه جګړه کې زیاتې زیربناوې هم ویجاړې شوې. په ایزوم کې یو پل جوړ شوی ترڅو په موقتي توګه د ویجاړ شوي پل ځای ونیسي.
انځور: Francisco Seco/AP/picture alliance/dpaد ایزیوم آزاد شوي ښار اوسیدونکي هڅه کوي په سختو شرایطو کې ژوند وکړي: پرته له بریښنا ، ګاز او د څښاک له اوبو. ډیری کورونه او ښاري زیربناوې د توغندیو له امله ډیر زیانمن شوي دي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture allianceد اوکراین د نورو ښارونو د خلکو په څیر چې د روسیې له ښکيلاک څخه آزاد شوي، د ایزوم اوسیدونکي د رضاکارانو له خوا راوړل شوي خواړه په مننې سره مني.
انځور: Francisco Seco/AP/picture allianceد ایزیوم ځینې اوسیدونکي د روسیې د پوځ له خوا جوړې شوي سرپناوې له مینځه وړي.دوی د دغو سرپناو له لرګيو څخه د خپلو کورونو د تودولو له پاره استفاده کوي.
انځور: Gleb Garanich/REUTERSد خیرسون په څير د خارکیف په سیمه کې هم د روسیې زیات ویجاړ شوي پوځي تجهیزات پاتې دي. انځور د خارکیف- ایزیوم پر سړک د اوکرایني ځواکونو له خوا ویجاړ شوي روسي ټانکونه ښيي. خو د روسي پوځیانو اوسنی زیاتوالی د اوکراین پر پوځ یو ځل بیا فشارونه زیاتوي.
انځور: Francisco Seco/AP/picture alliance