1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکړه د ناټو د ښکیلیدو په معنی ده؟

۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبه

په واشنګټن کې د روسیې سفیر ویلي چې د امریکا له خوا اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي الوتکو ورکول به د اوکراین په جګړه کې د ناټو د ښکیل کیدلو په اړه پوښتنې راولاړې کړي. بل لور ته اوکراین پر باخموت د روسیې د کنترول ادعا رد کړې ده.

F-16 Kampfjet der U.S. Air Force
انځور: Sgt. Joseph Swafford/abaca/picture alliance

په امریکا کې د روسیې سفیر له خوا د دوشنبې (د می میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ خپرو شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې کیف ته د اف -۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکول به په دې شخړه کې د ناټو د شاملیدو په اړه پوښتې را ولاړې کړي.

مسکو: اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جيتونو ورکړه به غرب له «سترو خطرونو» سره مخ کړي

اناتولي انتونوف، د دوشنبې په ورځ د سفارت په تلیګرام شبکه کې ویلي: «په اوکراین کې د اف - ۱۶ جنګي الوتکو د عملیاتو له پاره حتی کوم بنسټیز چوکاټ شتون نه لري او د اړتیا وړ شمیر کې ورته پیلوټان او مراقبت کوونکي کسان هم نشته.»

نوموړي زیاته کړه: «په داسې صورت کې به څه کیږي چې د امریکا جنګي الوتکې د ناټو له هغو هوایي اډو څخه پرواز کوي، چې کنترول یي د بهرنیو(داوطالبانو) په لاس کې وي؟»

د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن کیف ته د اف -۱۶ جنګي الوتکو ورکولو او اوکرایني پیلوټانو ته د روزنې پروګرام تائید کړی و چې وروسته له هغې بیا روسي دیپلومات دغه څرګندونې کړي دي.

په دې ترڅ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي بایډن ته ډاډ ورکړ چې امریکایي جټ الوتکې به د روسیې هوایې قلمرو ته د ننوتلو له پاره ونه کارول شي.

د روسیې سفیر انتونوف دا هم وویل چې پر کریمیا هر ډول اوکرایني برید به پر روسیې برید وګڼل شي. هغه وویل: «دا اړینه ده چې امریکا دې په بشپړ ډول د روسیې له غبرګون څخه خبر اوسي».

زیلنسکي: باخموت د روسیې په کنترول کې نه دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې باخموت د مسکو تر کنترول لاندې نه دی. د روسي اجیر جنګیالیو واګنر ډلې مشر ادعا کړې وه چې د مالګې کان تر مشهور ختیځ کلي «وروستي سانتي متر» پورې یې هم کنترول ترلاسه کړی دی.

د واګنر ډلې مشر ادعا کړې وه چې پر ټول باخموت یې کنترول ترلاسه کړی دی.انځور: Prigozhin Press Service/dpa/picture alliance

د یکشنبې په ورځ زیلنسکي د جاپان په هیروشیما ښار کې د جي۷ سرمشریزې پر مهال مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «تر ننه پورې باخموت د روسیې په کنترول کې نه دی. هغه وویل چې زه د خپل پوځ تګلاره له تاسې سره نه شم شریک کولی. تر ټولو ستونزمنه خبره به دا وي چې که په باخموت کې د تګلارې په اعتبار کومه تیروتنه وشي او زمونږ خلک محاصره شي.»

اوکرایني پوځ وایي چې دوی د ښار یوه کوچنۍ برخه اوس هم تر خپل کنترول لاندې لري. دا ښار په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال د تر ټولو خونړیو جنګونو شاهد پاتې شوی دی.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان اولیکسیندر سیرسکي ویلي دي: «د باخموت په اطرافي سیمو کې زمونږ پرمختګ روان دی.» خو د واګنر مشر یوګینې پریګزین ویلي دي چې اوس په باخموت کې هیڅ اوکرایني عسکر شتون نه لري.

بریتانیا اوکراین ته اضافي توغندي او جنګي ډرون ورکوي

نوموړي د تیلیګرام په یوه پوست کې ویلي: «په باخموت کې نور هیڅ اوکرایني عسکر نشته، ځکه نو مونږ بندیان نیول هم بند کړي دي. په ډیر شمیر کې د اوکرایني پوځیانو مړي پراته دي.»

پریګوزن وویل چې یا خو زیلنسکي رښتیا خبره نه کوي یا «دا هم امکان لري چې زمونږ د ډیر شمیر پوځي مشرانو په څیر نه پوهیږي چې پر ځمکه څه روان دي.»

اوکراین ته د جنگي الوتکو د ورکولو په اړه د بریتانیا او هالند طرحه

هغه زیاته کړه چې واګنر به د می تر ۲۵ نیټې پورې د باخموت کنترول روسي پوځ ته وسپاري.

زیلنسکي د یکشنبې په ورځ د جی ۷ په سرمشریزه کې د باخموت کنډوالې په دویمه نړیواله جګړه کې له ویجاړ شوي هیروشیما سره تشبيه کړ.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب