1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین ته کومو هیوادونو څومره وسلې ورکړي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

تر امریکا متحده ایالاتو وروسته بریتانيا اوکراین ته ډېرې وسلې ورکړي دي. که څه هم آلمان هم اوکراین ته ځینې عصري وسلې ورکړي، خو د جنګي ټانکونو له ورکولو ډډه کوي. اوکراین له آلمان څخه کومې وسلې غواړي؟

پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې نیول شوی روسی ټانک
پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې نیول شوی روسی ټانکانځور: UKRAINIAN ARMED FORCES/REUTERS

امریکا متحده ایالات

له اوکراين سره د واشنګټن د نوې مرستې بستې ارزښت ۶۷۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي. د بایدن حکومت د مرستو په دغه بسته کې سل هاموي زرې ترانسپورت موټر هم شامل دي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه وساتي. پر دې سربیره د «همیارس» په نوم د توپخانې توغندي سیستم له پاره مهمات دي. خو دا لا معلومه نه ده چې متحده ایالات د اې ټي اې سي ام اس، په نوم د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ورکول په پام کې لري او که نه، کوم چې هیمارس سیستم څخه توغول کیدی شي او تر ۳۰۰ کیلومتره واټن ویشتلای شي.

اوکراین: په بېرته نيول شوو سيمو کې د ملکيانو مړي موندل شوي

د وسلو پلان شوی لیږد د تیرو میاشتو سهم بشپړوي، د بیلګې په ډول د هوویتڅر توپخانې سیستم له پاره ۳۶۰۰۰ مرمۍ. د دغې توپخانې په مرسته اوکرایني ځواکونو له جولای میاشتې راهیسې په شمال ختیځ او سویل ختیځ يوه برخه کې د سیمو د بیرته نیولو په برخه کې بریا لرلې ده. په دې ترڅ کې په هدفمنه توګه د روسیې اکمالاتي لارې او د وسلو ډپیوګان هدف ګرځول شوي. د «ژمنۍ مرستې» په بسته کې د شپې دوربینونه، د عسکرو له پاره د ژمي تجهیزات او پنځوس زرې امبولانسونه هم شامل دي.

د HIMARS په نوم دافع هوا سیستمانځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance

د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پېل راهیسې امریکا متحده ایالاتو په ټوله کې له اوکراین سره د ۱۴،۵ میلیارده امریکایي ډالرو مرسته کړې ده. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستین د سپتمبر میاشتې په سر کې په آلمان کې ویلي ول چې په اوکراین کې «د جګړې مخ» په اوښتو دی.

اوکراین د راتلونکي کال له پاره خپله جنګي بودیجه اعلان کړه

په دغه غونډه کې د امریکا تر ۴۰ د زیاتو متحدو هیوادونو استازو ګډون درلود. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په دغه غونډه کې وویل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې اوس هم زیات اوکرایني عسکر وژل کیږي، ځکه چې د زغروال موټرو کمښت سره مخ دي.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

03:01

This browser does not support the video element.

دغه خبره اوس پر آلمان فشار زیاتوي. کیف له مارچ میاشتې راهیسې له آلمان څخه د عسکرو له پاره د زغروال موټرو او د «ماردر» په څیرو ټانکونو غوښتنه کوي.

بریتانیا

پر امریکا متحده ایالاتو سربیره د بریتانیا د دفاع وزارت اوکراین ته د وسلو بیلا بیل ډول سیستمونه ورکړي دي، خو د لیږدول شوو وسلو په هکله یې کوم ارقام نه دي وړاندې کړي. د متحده ایالاتو د توپخانې سیستم ته ورته په دوبي کې د استول شوي د M270 MLRS ضربتي توغندي سیستم ښايي له اوکراین سره د سیمو په بیرته نیولو کې مرسته کړي وي.

د جون میاشتې په لومړیو کې لندن ویلي وو چې د دغه سیستم له پاره یې د اوکرایني ځواکونو روزنه پېل کړې ده. خو دا لا معلومه نه ده چې څومره اوکرایني ځواکونو دغه روزنه ترلاسه کړې ده. د حکومت د معلوماتو له مخې څو سوو کسانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د پوځي چارو پوهان اټکل کوي چې دغه روزنه په ځانګړې توګه د اوکراین په شمال ختیځ کې په وروستیو کې د سیمو د بیرته نیولو په برخه کې د کیف له پاره ګټوره تمامه شوې ده. د جون میاشتې په وروستیو کې بریتانيا په مادرید کې د ناټو د سرمشریزي په څنډه کې وویل چې د اوکراین له پاره د ۱،۱۵ میلیارده یورو په ارزښت د عصري دافع هوا سیستمونو، بې پیلوټه الوتکو او توپخانې مهمات تمویلوي. په دې سره سږکال له اوکراین سره د بریتانيا مالي مرستې ۴،۴ میلیارده یورو ته رسیږي.

آلمان

برلین هم اوکراین ته د استول شوو عصري وسلو د سیستمونو په هکله د دقیق شمیر وړاندې کولو څخه ډډه کوي. اوکراین له آلمان څخه د کوبرا ګرځنده رادار سیستم په شمول د IRIS-T SLM دافع هوا سیستم ترلاسه کړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو او اوکراين له هڅونو سره د آلمان د دفاع وزارت د الوتکو ضد ۲۰ ګیپارد، ډوله ټانکونه ومنله. د دغو ټانکونو له پاره اوکرایني ځواکونه د سږکال په دوبي کې په آلمان کې وروزل شول. د آلمان د دفاع وزارت د تازه رپوټ له مخې د نورو لسو ګیپارد ډوله ټانکونو پر استولو کار روان دی. آلمان له هالند سره په ګډه پانڅیر هاوبیتڅه ۲۰۰۰ نومې لس ټانکونه اوکراین ته استولي چې اوکرایني ځواکونو ته يې روزنه په آلمان کې ورکړل شوې وه.

د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ د اوکرایني عسکرو له روزنې څخه لیدنه کويانځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

آلمان د پوځي مهماتو د اکمالاتو پر یوه لېست باندې کار کوي چې د آلماني وسلو جوړونکو شرکتونو سره تړاو لري او د آلمان د اردو له سهم سره سروکار نه لري. په دغه لېست کې بیلا پوځي نقیله وسایط او تجهیزات شامل دي. خو تر اوسه پورې د برلین له لوري د دې اشاره نه ده ورکړل شوې چې د آلمان د اردو له سهم څخه پوځي اکمالات ولیږدول شي، لکه زغروال لیوپارد دوه ټانکونه. همداشان د آلمان د صدرات مقام او د دفاع وزارت تر اوسه د ماردر، نومې ټانکونو د لیږلو غوښتنه رد کړې ده.

نور هیوادونه

د اروپایي اتحادیې یو شمیر نورو هیوادونو استونیا، لاتويا، پولنډ او لیتوانیا له اوکراین سره پوځي او ملکي مرستې کړي دي. په زیاته بیا د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه پر اوکراین د روسيې له یرغل راهیسې. پولنډ د روسيې جوړ تر ۲۰۰ زیات ټانکونه اوکراین ته ورکړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب