1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین د درو کلیو د بیرته نیولو خبر ورکړی دی

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

اوکرایني پوځ خبر ورکړی چې درې کلي بلاهوداتنه، نسکوچنه او ماکاریوکا یې له روسي ځواکونو څخه بیرته آزاد کړي دي. د اوکرایني سرچینو په حواله په دغو عملیاتو کې شپږ د لئوپارد الماني او برادلي امریکایي ټانکونه ویجاړ شوي دي.

Ukraine | Gegenoffensive in Blahodatne
انځور: 68th Separate Hunting Brigade 'Oleksy Dovbusha'/Handout/REUTERS

اوکرایني ځواکونو د روسیې پر وړاندې د خپلو ځوابي بریدونو په چوکاټ کې د خپلې لومړۍ پوځي بریا خبر ورکړی دی.

اوکراین؛ د ډرون په حمله کې درې ملکیان وژل شوي

د اوکراین وسله وال ځواکونه د یکشنبې (د جون میاشتې ۱۱ نیټه) په ورځ وتوانیدل چې په دونيڅک سیمه کې دری کلي د روسي ځواکونو له کنترول څخه بیرته آزاد کړي.

د پوځ په وینا اوکرایني سرتیرو په پیل کې د دونيڅسک په ختیځ کې د بلاهوداتنه کلی ونیوه، دری ساعته لا تیر شوي نه وو چې د اوکراین سرحدي ځواکونو د نسکوچنه کلي د بیرته آزادولو خبر اعلان کړ. د همدې یکشنبې په ماښام بیا د اوکراین د دفاع وزارت مرستیال له روسي ځواکونو څخه د ماکاریوکا کلي د کنترول ترلاسه کولو خبر هم ورکړ.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

اوکرایني ځواکونو یوه ویډیو خپره کړه چې په کې لیدل کیږي پر یوې نیمه ویجاړې شوې ودانۍ د اوکراین بیرغ زړول شوی دی. ویل شوي چې څو تنه روسي ځواکونه هم د اسیرانو په توګه نیول شوي دي. روسي پوځ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

مکرون: ایران دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول بند کړي

دا په تیرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې اوکرایني ځواکونه د څو سیمو په بیرته نیولو بریالي کیږي. مخکې تر دې کیف وروسته له اوږدې جګړې د باخموت ښار په اطرافو کې یوازې د څو سوه متره مربع سیمې د بیرته نیولو خبر ورکړی و.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د شنبې په ماښام بې له دې چې پر جزویاتو وغږیږي، ویلي و چې دغه هیواد د روسیې پر وړاندې خپل د «دفاعي او ځوابي بریدونو» عملیات پیل کړي دي.

د پوځي چارو کارپوهان وایي که اوکرایني ځواکونه په زاپوریژیا سیمه کې په نفوذ کولو بریالي شي، کولی شي د روسیې او کریمیا ټاپو ترمنځ ځمکنی ارتباط قطع کړي چې دا به روسیې ته د سترې ماتې په معنا وي. مسکو په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

همدارنګه د زاپوریژیا په سویل کې د اوکراین د پلي ځواکونو یوې ډلې له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې تائیده کړې ده چې د اوکراین د لویدیځو متحدینو له خوا استول شوي شپږ ټاکونه د روسي بریدونو په پایله کې له منځه تللي دي. د دغه رپوټ پر بنسټ دا د برادلي امریکایي او لئوپارد الماني ډول ټانکونه ول.


لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۳۵ لادرکه دي

په ورته وخت کې د اوکرایني سرچینو په حواله د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد په سویل کې په سیلاب ځپلو سیمو کې د ملکي تخلیې د عملیاتو پر مهال ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د خیرسون سیمې والي هم په تلګرام شبکه کې لیکلي دي، د یکشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له خوا د ژغورنې پر یوې کوچنۍ کښتۍ د ډزو په پایله کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

په اوکراين کې د اوبو سطحې ټيټېدل اتومي بټۍ ته لا ګواښ نه پېښوي
د اوکرایني چارواکو په وینا د کاخوفکا د اوبو بند د ویجاړیدو په پایله کې تر اوسه پورې ۷ تنه وژل شوي او ۳۵ نور لادرکه دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب