1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین د روسي جنگي بندیانو د اعدامولو رپوټ رد کړی

۱۴۰۱ آبان ۳۰, دوشنبه

کیف د اوکراییني سرتیرو په وسیله د روسي جنگي بندیانو د احتمالي اعدامولو په اړه رپوټ رد کړی دی. د روسیې د دفاع وزارت د دغو ویدیو گانو تر خپریدو وروسته د «جنگي جنایت» په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

Ukraine Lyman russische Gefallene
انځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

د اوکراین په پارلمان کي د بشري حقونو د چارو مسوول، دمیترو لوبینیڅ د یکشنبه په ورځ په تیلگرام کي په دې هکله لیکلي چې برعکس اوکرایني ځواکونو د هغو روسي سرتیرو په وړاندي له ځانه دفاع کوله چی د تسلیمیدو په بهانه یې پر هغوی فیرونه کول. په دغه اونۍ کي په روسي آنلایني شبکې کې داسي ویډیو راښکاره سوې چي تر تسلیمیدو وروسته د اوکراییني ځواکونو په واسطه، د څه د پاسه لسو روسي سرتیرو اعدامول ښیي.

پاپ د اوکراین په جنګ کي د سولي امکان ویني

په دغو ویډیو کي داسي سرتیري لیدل کیږي چي ځانونونه تسلیموي او په داسي حال کې چي مخونه یې لاندي دي په یوه انگړ کي پر مځکه پراته دي. لږ شیبه وروسته د فیرونو ږغ اوریدل کیږي او ویدیو ناڅاپه قطع کیږي. یوه بله ویدیو بیا په وینو ککړ ۱۲ جسدونه ښیي. دغه ویدیوگاني د AFP خبري آژانس له خوا په خپلواکه توگه نه سي تأییدیدلای.

د روسیې د دفاع وزارت ددغو ویدیوگانو تر خپریدو وروسته د »جنگي جنایت« په اړه د پلټني غوښتنه کړې ده. وزارت د جمعې په ورځ څرگنده کړه چي دغه ویدیوگاني د څه د پاسه لسو روسي سرتیرو «پلان سوې او میتودیکه وژنه» ښیی.

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

لوبینیڅ اوس ویلي چي د ویدیوگانو کلپونه ښیي چي روسي سرتیري د په اصطلاح »ساختگي تسلیم« څخه په استفادې سره غواړي پر اوکراییني ځواکونو فیرونه وکړي.

د ملگرو ملتو یوه ویاند د AFP خبري آژانس په جواب کي څرگنده کړې چي نوموړی سازمان له دغو ویدیوگانو څخه خبر دی او په هکله به یې پلټني وکړي. په اوکراین کي د بشري حقونو د څار د ملگرو ملتونو ماموریت څه موده مخکي څرگنده کړې وه چي هغوی ته په دواړو خواوو کي د جنگي بندیانو د شکنجې او ځوروني په هکله معتبر رپوټ وړاندي سوی دی.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب