1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو مرګ، ژوبله اړولې

امید دیدار دویچه ویله انګلیسي
۱۴۰۵ فروردین ۲۷, پنجشنبه

د اوکراین په کیف، اوډیسا او دنیپرو ښارونو د روسیې توغندیز او ډرون بریدونو له امله په ۱۳ وژل شویو کسانو کې یو دولس کلن ماشوم هم شامل دی.

Ukraine Kyjiw 2026 | Feuerwehr bei Löscharbeiten nach russischem Raketenangriff
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو مرګ، ژوبله اړولېانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

ځايي چارواکیو د پنجشنبې پر ورځ وویل، د  روسیې  په شپېنیو توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

چارواکیو ویلي، پلازمېنې کیف کې یو دولس کلن ماشوم او درې نور کسان وژل شوي او دغه راز، په سویلي بندري ښار اوډیسا کې هم د روسیې بریدونو کې اوه کسان وژل شوي دي.

یوه پوځي چارواکي تیمور تکاچینکو په پلازمېنې کیف کې د شاوخوا ۱۸ کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړی. ځايي رسنیو بیا د ښار په بېلابېلو برخو کې د چاودنو او توغندیو د لګېدو رپوټونه ورکړي.

د کیف ښاروال ویتالي کليچکو ویلي، د ښار مرکزي سيمه کې د ژغورنې ډلګیو له یوې ودانۍ څخه، چې پاسنی پوړ یې سخت زیانمن شوی و، یوه مور او ماشوم ژوندي راویستلي دي.

سیمه ییزو چارواکیو ویلي، په دنیپرو کې توغندیزو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۷ کسان ژوبل شوي او د بریدونو له امله استوګنې ودانیو کې اور لګېدلی دی. د ټپیانو له ډلې د پنځو هغو حالت جدي ښودل شوی.انځور: Dnipro Regional Military Administration/REUTERS

سیمه ییزو چارواکیو ویلي، په دنیپرو کې توغندیزو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۷ کسان ژوبل شوي او د بریدونو له امله استوګنې ودانیو کې اور لګېدلی دی. د ټپیانو له ډلې د پنځو هغو حالت جدي ښودل شوی.

له بېلابېلو سیمو د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي


له څو سیمو د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي، چې له امله یې د استوګنې او سوداګریزې ودانۍ زیانمنې شوي دي. تر اوسه د ټول مالي زیان او مرګ، ژوبلې کچه نه ده معلومه شوې.

په داسې حال کې چې بریدونه تر سهاره روان وو، ډېرو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرتیاوې خپرې شوي دي.

د چهارشنبې په ماښام د اوکراین په اوډیسا کې د روسیې ډرون د استوګنې له یوې ودانۍ سره ولګېد، چې له امله یې یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.

د ایران ډرون جګړه: د وسلو دا سیسټم څه ډول کار کوي؟

01:44

This browser does not support the video element.

د  اوکراین  پوځ خبر ورکړی، چې په ټول هېواد کې یې د روسیې ۳۱ توغندي او ۶۳۶ ډرون غورځولي یا شنډ کړي دي.

هوايي پوځ د ټیلیګرام په یوه بیان کې وویل:«په دې موده کې دښمن د اوکراین پر خاوره د ګډو بریدونو دوه څپې پیل کړې، چې ځمکني او هوايي توغندي ا و ډرون بریدونه یې کارولي دي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ المان کې له اروپايي متحدینو سره تر لیدنې وروسته وویل، د اوکراین تر ټولو لوړ ډيپلوماټیک لومړیتوب د نورو هوايي دفاعي سیستمونو د پيرلو او جوړولو له پاره د متحدینو مرسته جلبول دي.

زیلنسکي  د ټلیګرام په یوه پوست کې وویل:«موږ هره ورځ د هوايي دفاع توغندیو ته اړتیا لرو. روسیه هره ورځ هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.»

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب