اوکراین: د روسیې د هوايي برید په نتیجه کې ۲۵ تنه وژل سوي
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه
اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغه هیواد په لویدیځ د ترنوپیل د ښار د آپارتمانونو پر یوې سیمې د شپې له خوا د روسیې د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د برید له امله ۲۵ تنه وژل سوي دي. د استوگني ددغې ودانۍ پورته طبقه په بشپړه توګه ویجاړه سوې ده.
د اوکراین د انرژۍ او ترانسپورت پر زیربناوو باندې د روسیې د شپې له خوا بریدونو په نتیجه کې نور ۶۶ تنه زخمیان سوي هم دي. په داسې حال کې چې هوا ډېره يخه ده، دغه بریدونه په ځینو سیمو کې د بریښنا د اضطراري قطع کیدو سبب سوي دي.
اړوند:روسیې د شپې له خوا پر کیف «پراخ» بریدونه کړي
اوکراییني چارواکو ویلي دي چې روسیې د شپې له خوا برید کې له ۴۷۰ څخه زیات بې پیلوټه الوتکې او ۴۸ توغندي توغولي دي.
د اوکراین گاونډي هېواد، پولنډچې د ناټو غړی دی، په جنوب ختیځ کې د ژشوف او لوبلین هوايی ډگرونه په مؤقتي توگه تړلي دي او پولنډي او د هغه د متحدینو الوتکې یې د خپل هوايی حریم د ساتنې له پاره، د احتیاطي اقداماتو په توگه، هوا ته پورته کړي دي.
د انرژۍ پر زیربنا باندې برید
په اوکراین کې د انرژۍ د څانگې چارواکو ویلي چې ددغه هیواد په اوو سیمو کې د انرژۍ زیربناوې تر برید لاندې راغلي دي. یوه عیني شاهد د لوویو په لویدیځ ښار کې د رویترز خبري آژانس ته رپوټ ورکړ چې د چهارشنبې په سهار د چاودنې ږغ واوریدل سو او اوسیدونکي د میترو په تمځایونو کې پټ سول.
د زیانونو بشپړه کچه تر اوسه پورې معلومه نه ده، خو په ټول هیواد کې پر مصرف کوونکو باندې د بریښنا د مصروفولو له پاره ځیني محدودیتونه وضع سوي دي.
د اوکراین ولسمشر پر روسیې د لا زیات فشار غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیرزیلنسکي تأیید کړه چې په ترنوپیل کې د اوسیدو څوپوړیزه ودانۍ په نښه سوي دي او امکان لري چې نورې ودانۍ هم نړیدلې وي.
زیلنسکي چې په پلان کې وو په ترکیې کې له روسیې سره د سولې مذاکرات وکړي، له خپلو متحدینو وغوښتل ترڅو تقریباً څلور کلنې جگړې ته د پای ته رسولو له پاره، پر روسیې خپل فشار زیات کړي. نوموړی کیف ته د لا زیاتو دفاعي توغندیو د ورکولو غوښتونکی سو.
اړوند:پر مسکو د اروپايي ټولنې نوي تحریمونه؛ زیلنسکي: د روسیې شتمنې دې ژر تر ژره کنګل شي
زیلنسکي د ایکس پر شبکې وویل: « د عادي خلکو په وړاندې هر بې شرمانه برید موږ ته ښيی چې پر روسیې باندې فشار کافي نه دی. اغیزمن بندیزونه او له اوکراین سره مرسته کولای سي، وضعیت ته بدلون ورکړي.»
زیلنسکي: د اوکراین اصلي لومړیتوب د جگړې پای ته رسول دي!
زیلنسکي د سه شنبې په ورځ ترکیې ته د سفر له پاره د خپلو برنامو په اعلانولو سره وویل چې د « نوو مذاکراتو» له پاره د تیاري په حال کې دی او د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان سره به د « عادلانه سولې» د رامنځته کیدو د څرنگوالي په هکله خبرې اترې وکړي.
هغه په ترکیې کې د غونډو په هکله وویل: «د هر هغه کار ترسره کول چې امکان ولري د جگړې پای رانیژدې کړي، د اوکراین اصلي لومړیتوب دی.»
د اوکراین ولسمشر به، د چهارشنبې په ورځ په ترکیې کې مذاکرات ترسره کړي او په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په کیف کې له روسیې سره د سولې د مذاکراتو د رامنځته کیدو په هدف د امریکا له پوځي چارواکو سره وگوري.
په استانبول کې د جولای په میاشت کې د مذاکراتو له پیل راهیسې، د کیف او مسکو ترمنځ هیڅ ډول مستقیمې خبرې اترې نه دي ترسره سوي او روسي ځواکونو په اوکراین کې جگړې ته ادامه ورکړې ده.
ترکیه، د ناټو هغه غړی چې دواړو خواوو ته نیژدې پاته سوی دی، په ۲۰۲۲ م کال کې د جگړې د پیل په لومړیو اونیو کې، د سولې د مذاکرتو د لومړي پړاو کوربه و چې د سولې له پاره د ترمپ له هلو ځلو له پیل کیدو مخکې، یوازیني دا ډول مذاکرات وو.
اړوند:ترمپ: پوتین دې د توغندي د آزمویلو پر ځای، جگړه ختمه کړي
په اوس وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، د جگړې د پای ته رسولو له پاره نوې هلې ځلې پیل کړې دي.
روسیې د رسنیو هغه راپورونه بې ارزښته بللي دي چې وايي متحده ایالات د سولې پر ۲۸ ماده ییز پلان باندې کار کوي.