اوکراین د روسیې پر تسلیحاتي صنایعو بريدونه کوي
۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبهپه اوکراین کې جګړه روانه ده او پر زیربناوو باندې بریدونه هم پراخ اړخونه لري. روسیې په تېر ژمي کې هڅه وکړه چې د خپلې درنې بمبارۍ له امله د اوکراین و سیسټم او د انرژۍ و زیربنا ته درانه تاوانونه واړوي. سږکال د سپټمبر په میاشت کې هم روسیې د دوهم ځل لپاره د اوکراين پر انرژي ساختار برید وکړ خو په دې تفاوت سره چې دا وار اوکراین د روسیې پر زیربناوو په بريد سره ځواب ورکړ. د روسیې په کورسک سرحدي سیمه کې، د سه شنبه په ورځ د سپټمبر په ۱۹ مه نیټه د اوکراین په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه د اووه کلیو اړیکې له برېښنایي شبکو سره پرې شوې. په دې هوایي برید کې له اوکراین سره په ۱۵ کلیومتري سرحدي سیمه کې د برېښنا یوې توليدي شبکې ته چاودنه وکړل شوه. د دې سیمې قوماندان د یاد برید د تاییدولو پر مهال په خپل تلګرام کانال کې لیکلي و چې خلکو ته زیان نه دی اوښتی. اوکراین اوس ان ګواښ کړی« د اوکراین په انرژي تاسیساتو باندې د روسیې د برید په صورت کې به مسکو سخت ځواب ترلاسه کړي.»
د روسیې پر نظامي صنایعو باندې د اوکراین بریدونه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي: « په په واضح توګه وینو چې کومو برخو کې باید پر روسیه فشار راوړل شي ترڅو د ترورستي ودې له وړتیا څخه مخنیوی وشي.» زیلینسکي د سپټمبر پر ۱۶ مه نیټه د سې شنبې ماښام مهال په خپله ویډیويي وینا کې ټینګار وکړ چې د روسیې د دفاعي صنعت پر ضد بهرني بندیزونه کافي نه دي او د اوکراین اقدامات باید « د روسیې تروریستي دولت» پر ضد زیات شي. زیلینسکي په دې اړه وویل چې هېواد یې له «شریکانو څخه د توپچي مهماتو ترلاسه کولو» سربیره، باید د نویو سرچینو په لټه کې شي او په تدریجي ډول په نظامي صنعت کې د خپل کورني تولیداتو حجم زیات کړي. لوېدیځې رسنۍ دې ته په اشارې سره وايي چې اوکراین اوس توانېدلی چې د روسیې د ځواکمنو او دودیزو توپونو په وړاندېد لویدیځو هېوادونو د نویو وسلو په مرستهد جبهې په ځینو برخو کې د توپچي ځواک په برخه کې غوره اقدامات وکړي.
ولادیمیر کلیچکو: له روسیې سره د سولې په مذاکرې کې کوم چانس نشته
د نړۍ د سوک وهنې پخوانی اتل ولاديمیر کلیچکو وایي چې اوکراین اوس مهال« له روسیې سره د سولې د مذاکرې لپاره هیڅ چانس نه ویني.»
هغه له «زد دې اف» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې له روسیې سره د خپل هېواد د مذاکرې پوښتنې په ځواب کې وویل: « له چا سره مذاکره، له روسیې سره، له پوتین سره، لاوروف، یا له بل چا سره؟ دوی دروغجن دي، له لسیزو راهیسې يې نړۍ ته په خپلو تبليغاتو کې دروغ ویلي.»