1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین د شمالي کوریا له ځواکونو سره د لومړنیو نښتو خبر ورکړ

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

کیف د شمالي کوریا له قطعاتو سرهد اوکرایني ځواکونو له لومړنیو نښتو څخه خبرورکړی دی. ولودیمیر زیلنسکي دغه تحولات «د نړۍ په بې ثباته کولو کې یو نوی فصل» بللی دی. اوکراین همدارنګه ادعا کوي چې ۷۰۰ روسي سرتیري یې په بند کې دي.

په پیونگ شانگ کی د شمالي کوریا پوځي پریټ
اوکراین د شمالي کوریا له ځواکونو سره د لومړنیو نښتو خبر ورکړانځور: picture-alliance/Newscom

د اوکراین د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ دا خبره تائید کړه چې ځواکونو یې د لومړي ځل له پاره د شمالي کوریا له قطعاتو سره چې لنډ وخت مخکې د روسیې د ملاتړ په هدف اعزام سوي دي، نښتې کړې دي.

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف، د جنوبي کوریا له ټلویزیون سره په مرکه کې د شمالي کوریا له ځواکونو سره «د یوې کوچنۍ نښتې» خبره تائید کړې ده. د اوکراین یوه بل چارواکي  پرته له نورو څرگندونو ويلې دي چې د دغه هیواد ځواکونو د کورسک په سیمه کې دشمالي کوریا پر سرتیرو ډزې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي دي چې دغه ډول تحولاتو، د جگړې ډگر ته د پیونگ یانگ د ځواکونو له استولو وروسته «په نړۍ کې د بې ثباتۍ یو نوی فصل» پرانیستی دی.

دمتحده ایالاتو حکومت او اوکراین پر شمالي کوریا تور لگوي چې په وروستیو اونیو کې یې تر ۱۰ زرو ډیر خپل سرتیري کورسک ته لیږلي دي، څو د اوکراین له پوځ سره په جگړه کې د روسیې د پوځ ملاتړ وکړي.

دا په داسي حال کې چې د اوکراین پوځ د روسیې پر سرحدي سیمه کورسک باندي د ناڅاپي برید د پیل راهیسي اعلان کړی او ویلی یې دي چې څه د پاسه ۷۰۰ روسي سرتیري یې بندیان کړي دي. د اوکراین د پوځ قوماندان الکساندر سوریسکي، د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ چی اوکرایني سرتیرو د اگست له میاشتي بیا تر نن ورځې پوري ۷۱۷ روسي سرتیري نیولي دي.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په خبره، په کورسک کې د دغه برید  له اهدافو څخه یو یې د روسي جنگي بندیانو د شمیر زیاتوالی وو چې هیواد یې کولای سي هغوی د هغو اوکرایني اسیرانو په مقابل کې تبادله کړي چې د روسانو په بند کې دي. له دې سره سره چې دواړه هیوادونه له ډیره وخته راهیسې په جگړه اخته دي، اوکراین او روسیه همدارنگه د سرتیرو تبادلې ته ادامه ورکوي. د ۲۰۲۲ م کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د یرغلیز برید راهیسې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ په لسونو بندیان تبادله سوي دي.

اوکراین د روان کال د اگست په لومړیو ورځو کې په ناڅاپي ډول په کورسک کې د روسیې پر سرحدي سیمه برید کړی و. د روسیې د پوځي چارواکو په حواله د اوکراین پوځ اوس په کورسک کې په دفاعي حالت کی دي. د اوکراین پوځ همدارنگه د هیواد په ختیځو سیمو کې هم تر سخت فشار لاندې دی.

روسیې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې یې دوه نور کلي هم نیولي دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د کوراخوفه د ښار په جنوب کې پراته کلي ماکسیمیفکا او آنتونیفکا د روسي ځواکونو تر کنترول لاندي راغلي دي. د روان کال د اکتوبر میاشت په لومړیو کې روسیې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د ووهلدار ښار ونیو.

په اوکراین کې د دغه هیواد پر جنوبي سیمو د روسیې د یوه نوي برید له امله اندیښنې مخ په زیاتیدو دي. په دا وروستیو کې د اوکراین په جنوب زاپوریژیا ښار باندي د روسیې بریدونو شدت موندلی دی.

له دغه ښار څخه څو کیلومتره لیري، د زاپوریژیا اټومي بټۍ پرته ده چې د ۲۰۲۲ م کال د مارچ میاشتي راهیسې د روسیې د پوځ تر کنترول لاندي ده.

gp, sr (reuters, afp, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب