1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین؛ د ډرون په حمله کې درې ملکیان وژل شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

اوکرايني چارواکي وايي چې د شنبې سهار وختي په اوديسه بندري ښار کې د روسيې په یوه ډرون حمله کې درې ملکيان وژل شوي دي. دوی وايي په دغه حمله کې د هستوګنې یو اپارتمان په نخښه شوی چې يو شمیر کسان په کې ټپيان شوي هم دي.

د اوکراین په اودیسه کې د شاهد په نوم جنګي ډرون په حمله کې لګيدلی ساختمان
د اوکراین په اودیسه کې د شاهد په نوم جنګي ډرون په حمله کې لګيدلی ساختمانانځور: Aleksandr Gusev/Zumapress/picture alliance

رويټرز د اوکراین د پوځ له قوله لیکي چې دغه درې ملکيان وروسته له هغې چې د روسيې د ېوې ډرون الوتکې يوه برخه د هستوګنې پر یو hپارتمان راوغورځېده او له کبله ېې په اپارتمان کې اور بل شو، ووژل شول.

د اوکراين د جنوب له پاره د پوځ د قوماندان ویاند وويل چې روسېې په وروستیو اوونيو کې د اودېسه سيمې پر ښارونو شپنۍ حملې کړي چې په دې جریان کې د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو لږ تر لږه اته «شاهد» ډوله ډرون او دوه توغندي ويشتلي دي.

د اوکراین یوې پوځي چارواکې، ناتالیا هومنیکو، په یوه اعلاميٍه کې ويلي دي: «د هوايې نښتو په نتيجه کې د یوې ويشتل شوې ډرون الوتکې یوه برخه پر یوه لوړ اپارتمان راوغورځېده چې له کبله ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوه.»

ورته نور ولولئ:  په اوکراين کې د اوبو سطحې ټيټېدل اتومي بټۍ ته لا ګواښ نه پېښوي

د عاجلو خدماتو ادارې ويلي دي چې له لګېدلي اپارتمان څخه ېې ۱۲ کسان ژغورلي او لګېدلی اور ېې په چټکۍ مړ کړی دی. دغې ادارې ويلي دي چې په دغه پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان ټپيان شوي هم دي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب