1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: د کریمیا پر پلونو دوه توغندي ولګېدل

۱۴۰۲ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

اوکراین وايي، د روسي ځواکونو پر مهمو اکمالاتي لارو یې برید کړی دی. د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د خپل هیواد د هوايي ځواک ستاینه وکړه.

د کریمیا په سیمه کې په بم الوځول شوې پول
د کریمیا په سیمه کې په بم الوځول شوې پولانځور: Acting Kherson Region Governor/TASS/IMAGO

 اوکراین ادعا کړې چې د جګړې د پرمخ وړلو لپاره د روسیې ځواکونو دوه مهم اکمالاتي پلونه ېې په نښه کړي دي. د اوکراین پوځ د چونهار او هنیچسک پر پلونو د برید پخلی کړی دی. یادې دواړې لاري روسیه د کریمیا ټاپو سره نښلوي کوم چې د روسیې سره یوځاې شوې.

دروسیې لخوا د خرسون سیمې لپاره ټاکل شوي والي ولادیمیر سالدو په ټیلیګرامي پاڼه کې لیکلي چې پر چهنار پله راکټ لګیدلی او زیانمن شوی دی.

ولسمشر زیلینسکي ویلي چې د کریمیا پل د دښمن «تاسیسات» دي

د زيلينسکي په ​​وينا، هانيچسک ته څېرمه پر شمال ختيځ پل هم څو راکټونه لګېدلي دي. د راپورونو له مخې د ګازو یوه پایپ لاین ته زیان اوښتی دی. اوکرایني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړل چې په پلونو کې لوی سوري ښیې.

دوه ورځې وړاندې روسیې په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید اعلان کړی وو.

د کییف حکومت په پام کې لري چې د اوکراین ټولې هغه سیمي چې د روسیې له خوا نیول شوې بېرته آزادې کړي. پکې کریمیا هم شامله ده، کومه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال کې د نړیوالو قوانینو خلاف پره خپلې خاوري ور ګډه کړه.

زیلینسکي د اوکراین د هوايي ځواک ستاینه وکړه

د اوکراين د هوايي ځواک د ورځې په مناسبت ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د خپل هېواد له هوايي ځواکه مننه وکړه. زیلینسکي په ټیلیګرام کې څرګنده کړه چې د هیواد پیلوټانو ېې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له ۱۴ زره څخه ډیر جنګي ماموریتونه ترسره کړي دي.

په خپرو شوو انځورونو او ویډیوګانو کې معلومیږې چې ولسمشر زیلینسکي پر یوه کروز توغندي باندې چې پر یوې جنګي الوتکې تړلي د اوکراین هیواد "ویاړ" لیکلی د دې راکټ نوم "سکایپ اي جي" دی او په کروز راکټ د فرانسې د بیرغ په رنګ لیکل شوی او تر څنګ یې د ایفل ټاور هم معلومیږي.

له هغه وروسته چې د فرانسې ولسمشر امانوئيل مکرون د جولای په میاشت کې په لینس کې د ناټو په غونډه کې د دې وسلو د سپارلو خبر وکړ، اوس اوکرایني رسنۍ د دې کروز توغنديو د سپارلو شاهدې دي، دا توغندي تر ۲۵۰ کیلومترو زیات واټن وهي، چې د فرانسې له خوا ازمایل شوي ول. انګلستان لا دمخه د می په میاشت کې اوکراین ته د«ستورم شدو» سپارل منظور کړی وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب