د دوشنبې په ورځ د بریتانیا او آلمان په مشرۍ په ېوې ويډيويي غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې اوکراین ته د اړتیا وړ وسلې چې کیف پرې له روسيې څخه د ځان دفاع وکړي، څنګه ورکړل شي.
په غونډه کې د آلمان دفاع وزیر بوریس پېستوریس، وویل چې هغه به د اوکراین له پاره د پېټرویت دافع هوا توغندیو په پنځو سیستمونو کې برخه واخلي. په دغو پنځو سیستمونو که هغه دوه سیستمونه شامل دي چې برلین پرې مخکې خبري کړي. تمه ده چې د یو بل سیستم مالي لګښت ناروي پرې کړي. لا روښانه نه ده چې پاتې دوه نور سیستمونه به هم آلمان په غاړه اخلي او که د ناټو کوم بل غړی هېواد.
کریملین د سه شنبې په ورځ وویل چې د دریم دور په مستقیمو مذاکراتو کې داسې کوم اساس نشته چې د کومې معجزې تمه دې ترې وشي او د سولې د یو احتمالي تړون له پاره د هر ډول زماني چوکاټ په هکله ېې له څه ویلو ډډه وکړه.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
د آلمان د پوځ ټانکونه کومې وړتياوې لري؟
اوکراين غواړي چې آلمان ورته ليوپارډ ۲ جنګي ټانکونه ورکړي. دغه هېواد ته لا دمخه درنې توپخانې، اکشتافي وسايط او دافع هوا يا د الوتکو ضد ټانکونه هم ورکړل شوي دي. خو دغه جنګي وسلې څه توپير سره لري؟
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance
جنګي ټانک ليوپارډ ۲
«The main battle tank» (ام بي ټي) يا ليوپارډ ۲ د جګړې د ډګر «بهترين وسله وال موټر» دی چې د فاير يا ويشتو ډېر قوت لري. ليوپارډ ۲ «يوه ډېره متحرکه صحرا تلونکې نقليه وسیله بلل کيږي چې زنځير او يوه ډېره قوي ماشينداره د اصلي وسلې په توګه لري چې ۳۶۰ درجې څرخي.
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance
زغروال خودکاره هاوبڅ ۲۰۰۰ ټانکونه
«هاوبڅ ۲۰۰۰ ټانک» زنځير لرونکی یا چین داره د توپخانې سیسټم دی چې راکټونه یې تر ۶۰ کيلومتر اوږد واټن پورې فاصله په نخښه کولی شي. دا چې مرمۍ یې په اتوماتيک ډول ډکيږي نو دا د مسلسل فاير ډېره زياته وړتيا لري.
انځور: Sven Eckelkamp/IMAGO
ماردر ټانکونه
دا ټانکونه زياتره وخت د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سپکو وسلو څخه د دفاع په موخه کارول کيږي او همدا راز د درنو ټانکونو په مقابل کې هم دفاع کوي. د دې ټانکونو اصلي دنده د جګړې ډګر ته د عسکرو انتقال دی. دا پياده جنګي وسايط يا ټانکونه درانه يا جګړه ایز ټانکونه د جګړې تر میدانه بدرګه کوي او ساتنه ترې کوي. دا ټانکونه په سپکو وسلو او زیاتره وخت په هدایت شويو توغنديو سمبال وي چې زغروال ټانکونه سوري کوي.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance
زغره وال پوما ټانکونه
پوما د لا ډېر جګړه ايز ځواک په لرلو سره له ماردر ټانکونو لا عصري دي. دا ټانک د ۳۰ ملي متره کاليبر لرونکی بشپړ قوي توپ لري. د ټانک پر سر د توپ د کنترول له پاره پرسونل ته اړتيا نه وي ځکه چې وسله له لیرې کنتروليږي.
انځور: picture alliance/dpa/H. Hollemann
پرسونل انتقالوونکې فوکس ټانکونه
زغره وال پرسونل انتقالوونکي فوکس او بوکسر ټانکونه د ځمکنيو قطعاتو، تلفاتو او يا د تجهیزاتو د انتقال له پاره طرحه شوي دي او يوازې په سپکو وسلو سمبال دي. دا په دې معنا چې دا ټانکونه په عمومي ډول يوازې د سپکو او منځنيو ځمکنيو وسلو پر وړاندې مقاومت کولی شي.
انځور: Sven Eckelkamp/IMAGO
اکشتافي زغره واله نقليه وسيله
کوچنۍ، چټکه، خاموشه او يوازې په سپکو وسلو سمباله دا نقليه وسیله چې «فينک» نوميږي د لولکس ټانکونو ځای ناستي او د آلمان د پوځ اصلي اکتشافي ټانک دی. دا د دريمې کچې زرې محافظت لري او په بيلا بيلو وسلو سمباليدلای شي.
انځور: picture-alliance/dpa
بفل؛ ځانګړې زغره والې نقليه وسيلې
د «Büffel» زغره وال د حصول يا بيا موندنې دا ټانکونه د هغو ټانکونو او نورو درنو وسلو او ابزارو په بيا موندلو او ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې د جګړې په ډګر کې د بريدونو له کبله ويجاړ شوي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze
پل جوړونکي ځانګړي زرې ټانکونه «بيبر»
«بيبر» پل جوړونکي ټانکونه دي چې د سيندونو او خندقونو څخه د تیرېدو له پاره ډیزاين شوي. دغه ټانکونه په صعب العبور سیمو کې ډیر ګټور بلل کیږي او نورو نقیله جنګي وسایطو ته د پل په توګه نقش لوبوي.
انځور: Patrik Stollarz/AFP via Getty Images
دافع هوا لرونکي فلاک ګيپارد ټانکونه
ګيپارد په هر ډول آب و هوا کې کار ورکونکی خودکاره د الوتکې ضد ټانک دی چې په ۱۹۶۰م لسیزه کې جوړ شوې او په ۱۹۷۰م لسیزه کې ميدان ته کښته کړل شو. دا ټانکونه څو ځلي عصري شوي او په نويو او پرمختللو وسايلو سمبال شوي دي. دا د آلمان د پوځ او د ناټو د يو شمير نورو هېوادونو د هوايي دفاع اساس بلل کيږي.