1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

اوکراین روسیې ته د اوښتو تلفاتو په اړه ارقام خپاره کړي دي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

اوکراین پر دغه هیواد د روسیې د یرغل له پيل راهیسې روسي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د دغو شمیرو له مخې روسیې تر اوسه پورې په دغه جګړه کې تر یو میلیون ډیر عسکر له لاسه ورکړی دي.

په اوکراین کې د روسیې لمنځه تللي ټانکونه
پر اوکراین د روسیې د سترې حملې له پیل څخه روسیې په مجموع کې خپل ۱۱۱۸۴ ټانکونه له لاسه ورکړي انځور: IRINA RYBAKOVA/UKRAINIAN GROUND FORCES/REUTERS

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ له خوا د خپرو شوو ارقامو له مخې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ له ۲۴ نیټې څخه د اوکراین په جګړه کې خپل شاوخوا ۱۰۹۶۴۳۰ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

د دغو شمیرو له مخې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې د تلفاتو شمیر ۹۱۰ تنو ته رسیدلی دی. له کیف څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویل کیږي چې سربیره پر دې د روسیې ۲۶ د توپخانو سیستمونه او ۳۱۰ بې پيلوټه الوتکې هم له منځ تللي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندنۍ په حواله پر اوکراین د روسیې د سترې حملې له پیل څخه روسیې په مجموع کې خپل ۱۱۱۸۴ ټانکونه ۳۲۸۱۰ د توپخانې دستګاوې، ۴۲۲ الوتکې، ۳۴۱ چورلکې، ۵۹۷۱۹ ډرونونه یا بې پيلوټه الوتکې، ۲۸ کښتۍ او یو اوبتل له لاسه ورکړی دی.

روسیې پخپله بیا خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه شمیرې نه دي خپاره کړي. د اوکراین له خوا خپاره شوي دغه ارقام د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي او کارپوهان د لږو تلفاتو خبره کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په پراګ کې د ګلوبسک امنیتي کنفرانس ته د یوه ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې وویل: «دا هغه بیه ده چې د روسیې ولسمشر[ولادیمیر پوتین] او هم نظرو یې د خپل ناروغ جیوپولیتیک فانتازیو په خاطر پرې کولو ته تیار دي.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دې وروستیو کې د خپل هیواد له تر ۴۶ زرو ډیرو سرتیرو د وژل کیدو خبره کړې وه.

خو د UA Losses په نوم انټرنټي پروژې د عامه سرچینو او په انټرنټ کې د خپرو شوو معلوماتو په اساس د لږ تر لږه ۷۶۰۱۰ وژل شوو اوکرایني عسکرو نومونه حساب کړي دي. سربیره پر دې لسونو زره نور لادرکه دي.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

04:02

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل