1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین له آلمان څخه د پرمختللو جنګي ټانکونو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د اوکراین صدراعظم، دنیز شميهال، له آلمان څخه غوښتي چې کيف ته پرمختللي جنګي ټانکونو اماده کړي تر څو د روسېې روان پوځي یرغل پر وړاندې جګړه کې ېې د اوکراين پوځ سره مرسته کړي وي.

Kampfpanzer Leopard 2 A4
انځور: Csaba Krizsan/dpa/picture alliance

اوکراین له آلمان څخه د پرمختللو جنګي ټانکونو غوښتنه کړېد آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله، د اوکراین صدراعظم شميهال وويل: «موږ له امریکا متحده ایالاتو څخه تمه لرو چې د ابرامس ټانکونو اکمالات وکړي او آلمان د ليوپارډ ۲ ټانکونو اکمالات وکړي. دا هغه عصري ټانکونه دي چې اوکراین ورته په جګړه کې اړتيا لري.«

په آلمان کې اوکراین ته په مستقیمه توګه د ټانکونو او پوځي وسايطو د اکمال موضوع، د ېوې تابو يا ممنوعه موضوع په توګه پاتې ده. په دغه هیواد کې خلک په عام ډول د هر ډول بهرني پوځي یرغل په برخه کې محتاط دي.

تر اوسه پورې د ناټو بل هيڅ غړي هیواد اوکراین ته د وسلو دا ډول سیستم په اختیار کې نه دی ورکړی.

آلمان په ابتدا کې کیف ته د وسلو په ورکړه کې زړه نا زړه وو، خو وروسته ېې ۱۰ توپونه، ۳ ضربه يي راکټ لانچرونه او ۳ د مرمۍ ضد موټرونه وليږل، خو اوکراین له آلمان څخه د لا ډيرو ټانکونو او دفاعي سیستم د استولو غوښتونکی دی.

د اوکراین صدراعظم وويل: «موږ د سولې له پاره جګړه کوو...موږ باید له یو بل سره ودریږو او په ګډه د اروپا د آزادۍ له پاره جکړه وکړو.«

تمه ده چې د اوکراین صدراعظم به د شنبې په ورځ برلین ته راشي او له خپل آلماني سیال اولاف شولڅ سره وګوري. دنیز شمیهال به تر ټولو لوړپوړی اوکرايني چارواکی وي چې پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته آلمان ته سفر کوي. په اوکراین کې د روسېې جګړه اوس په خپلې شپږمه مياشت کې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب