1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین متحده ایالاتو سره د امنیتي ضمانتونو په اړه خبرې کوي

۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبه

پام کې ده چې پر هغو امنیتي ضمانتونو کار پیل شي چې د جي ۷ ډلې په غونډه کې یې له اوکراین سره ژمنه شوې وه. په همدې حال کې اوکراین په سعودي عربستان کې د جوړېدونکي کنفرانس تایید کړی دی.

جاپان کې د جي ۷ مسرمشریزه، ویلادیمیر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر جوبایډن
جاپان کې د جي ۷ مسرمشریزه، ویلادیمیر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر جوبایډنانځور: Susan Walsh/POOL/AFP/Getty Images

اوکراین په پام کې لري چې په ناټو کې د دې هېواد له پلان شوي غړیتوب مخکې د امنیتي ضمانتونو په اړه روانه اونۍ له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې پیل کړي.

د اوکرایند ولسمشر د دفتر رئیس اندري یرمک ویلي دي چې د مشخصو او اوږد مهاله ژمنو په اړه به خبرې وشي. د هغه په وینا، اوس موخه داده، چې دروسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین بریا کې مرسته وشي، څو د راتلونکیو ممکنه بریدونو مخه ونیول شي.

په جي اوه کې د نړۍ اوه مخکښ صنعتي هېوادونه شامل دي او د ناټو په غونډه کې یې، چې په ویلنیوس کې وشوه، اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ژمنه ورکړه. په پام کې ده، دا ضمانتونه تر هغې د باور وړ وي، چې اوکراین وکړای شي، د ناټو غړی شي.

۳۰ هېوادونه د «سولې فورمول» په اړه سلامشورې کوي

پر دې سربېره، یرمک راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د متحدو هيوادونو د استازو د یوې غونډې له جوړېدو خبر ورکړ. دا غونډه د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي د «سولې فورمول» د پلي کېدا په اړه ده، چې په دغه هيواد کې جګړه پای ته رسوي. د اوکراین د طرحې مهمه نکته له دغې هيواد څخه د روسي ځواکونو وتل دي.

د اوکراین جګړه - کریوي ریحانځور: Ukrainian Interior Ministry Press Office/AP/dpa/picture alliance

یرمک ویلي، د روان کال په تېرې جون میاشت کې چې کله د اوکراین د ملاتړو هېوادونو سفیرانو خبرې او بحثونه پیل کړل، اوس د دغو هېوادونو امنیتي سلاکاران د سولې فورمول د عملي کولو له پاره راټولېږي. د هغه په وینا، په پام کې ده چې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو غونډه د کال له ختمېدو مخکې وشي. روسیه په دې پروسه کې شامله نه ده.

زیلینسکي: جګړه روسیې ته د رسېدو په حال کې ده

د روسیې پر پلازمېنې مسکو د بې پیلوټه الوتکې له یوه برید وروسته د اوکران ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته د جګړې د ورګرځېدو په اړه غږېدلی. هغه د اوکران په لویدیځ ایوانو فرانکیوسک ښار کې وویل: «جګړه ورو، ورو د روسیې خاورې او د دغه هېواد د پوځي اډو سمبولیکو مرکزونو ته د ستنېدو په حال کې ده.» هغه زیاته کړې:«دا یوه ناګزیره او په بشپړه توګه طبیعي او منصفانه پروسه ده.»

د یکشنې په ورځ مسکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو څو بریدونه تایید کړي ول. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې له روسیې سره د یو ځای شوي کریما ټاپو پر سر ورغلې ۲۵ بې پیلوته الوتکې یې نسکورې کړي دي.

پر مسکو د بې پیلوټه الوتکې درې نور بریدونه هم شوي دي چې په پایله کې یې د دغه هيواد په پلازمېنه کې دوو اداري ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو مرګ ژوبله نه لري.

Pa/af/OD (AFP, AP, dpa, epd, KNA, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل