1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین وايي ۲۴ روسي ډرونونه ېې راغورځولي

۱۴۰۳ تیر ۱۶, شنبه

روسيې تېره شپه د اوکراین په مختلفو سیمو کې د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي دي. د اوکراین دافع هوا ځواکونو ويلي چې د ۲۷ روسي ډرونو څخه ېې ۲۴ راغورځولي.

د آرشیف انځور - د اوکراین یو عسکر پر روسي ډرون د ډزو پر مهال
د آرشیف انځور - د اوکراین یو عسکر پر روسي ډرون د ډزو پر مهال انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د اوکراین دافع هوا ځواکونو ویلي چې روسي ډرونونه ېې د اوکراین په ۱۲ سیمو کې راغورځولي دي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د جمعې او شنبې تر منځ شپې د روسي ډرونونو حملې د اوکراین په شمال غربي سيمې سومي کې د انرژۍ پر تاسيساتو وشوې. د اوکراین دافع هوا ځواکونو ادعا کړې چې د سومي په ۱۲ سیمو کې ېې د ۲۷ روسي ډرونونو له ډلې ۲۴ ويشتلي دي.

په سومي کې د اوکراین د انرژۍ ملي ادارې ويلي چې په دغو حملو کې د انرژۍ تاسیساتو ته زیان اوښتی چې ترمیم چارې ېې پيل شوي دي.

په سملاسي توګه په سيمو کې د دغو حملو له کبله د ځاني او نورو احتمالي زیانونو په هکله جزئيات نه دي ورکړل شوي.

روسي ځواکونو د مارچ مياشت راپدېخوا د اوکراین د برېښنا پر سکتور خپلو بمباریو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې ېې د اوکراین د حرارتي او آبي برېښنا په شبکو کې بې نظمي ایجاد کړې او په ځینو برخو کې د برېښنا اوږدې پرچاویانې وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب