1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: په بېرته نيول شوو سيمو کې د ملکيانو مړي موندل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

اوکراين وايي ځواکونو ېې د يوې میاشتې په جریان کې له روسي ځواکونو څخه د کيف اوه برابره خاوره بېرته نېولې ده. د دغو سيمو خلک خوښ دي، خو رپوټونه وايي روسي ځواکونو ځېنې نيول شوې سیمې ويشتلي او د ملکيانو مړي هم موندل شوي دي.

Ukraine | Zerstörte Panze in Balakliia
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

دا د اوکراین په شاوخواو ۷ میاشتنۍ جګړې کې د روسي ځواکونو دوهم لوی شاتګ دی چې کوي يې. روسي ځواکونو لومړی لوی شاتګ د جګړې په اوایلو کې د کيف ښار تر څو ورځني محاصرې وروسته کړی وو. خو د دې ټولو باوجود، مسکو لا هم د سولې مذاکراتو ته د نژدې کېدو له پاره شين څراغ نه دی ښودلي.

د روسي ځواکونو په وروستي شاتګ سره ولسي خلک، بېرته نېول شوو سيمو باندې رامات شوي. په دغو سیمو کې يو هم ستراتيژيک ښار ایزیوم دی چې په جګړه کې ډير سخت زیانمن شوی دی. اوکرايني ځواکونو دغه مهم ښار له روسي ځواکونو څخه د يکشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۱مه بېرته ونيوه.  

د فرانسې خبري آژانس د اوکراین له کراماتورسک څخه د ولسي خلکو نظرونه راخيستي دي. ۶۴ کلن یوري کروچکا (Yuriy Kurochka) وايي چې دی ډير زیات خوښ دی. هغه وويل: «یوازې دا کافي نه ده چې ووايم زه خوښ یم. زه د خپلو احساساتو د ښودلو له پاره ډیر کلیمات نه لرم.»

په خارکیف کې د یو تجارتي ساختمان چې د روسي قواوو په حملو کې سخت زیانمن شوی دیانځور: Vudi Xhymshiti/VX Photo/picture alliance

ایزیوم ښار د اوکراين په ختيځ کې واقع دی چې کيف ېې وړاندې د نيولو خبر ورکړی وو. د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي ويلي دي چې ځواکونو ېې په سپتمبر میاشت کې د روسي ځواکونو له خوا ۶۰۰۰ کيلومتره مربع اشغال شوې خاوره بېرته نېولې ده.

پوتین او ماکرون د زپروږيا اتومي بټۍ پر وضعیت خبرې کړي

د اوکرايني ځواکونو ستاینه

امریکا متحده ایالاتو د اوکرايني ځواکونو وروستي پرمختګونه ستايلی دي. د امریکا د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلينکن، د دوشنبې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو پر ضد جګړه کې «مهم پرمختګونه» کړي او دا ېې د اوکرایني ځواکونو د انعطاف او همدارنګه د امریکا د ملاتړ نتيجه وښوده.

بلينکن وويل: «دا له وخت څخه ډير مخکې ده چې په دقیقه توګه ووايو چې نور به څه کيږي. روسیه په اوکراین کې د پام وړ ځواکونه او همدارنګه تجهیزات، وسلې او مهمات ساتلي دي. او څنګه چې موږ ليدلي هغوی دا په ناوړه توګه نه يوازې داوکرايني ځواکونو پر ضد، بلکې د ملکيانو او ملکي زيربناو پر ضد کاروي.»

د اوکراين دفاع وزير، الکسي رزنيکوف، د دوشنبې په ورځ فرانسوۍ ورځپاڼۍ لو موند ته ويل چې جګړه د لويديځ له خوا د مرسته شوو وسلو په نتيجه کې ېوې نوې مرحلې ته داخل شوې ده.

د اوکراين په جګړه کې بریا د ټول لويديځ بریا

د کرېملین ویاند، ديمتري پیسکوف ويلي دي چې د سولې مذاکراتو کوم څرک نشته او د جګړې پر ادامه ېې تاکېد کړی دی - آرشیف انځورانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د اوکراین د بهرنيو چارو وزیر، ديمتري کولبا، په یوه اعلاميه کې د لويديځ له پوځي ملاتړ څخه مننه کړې ده. هغه ويلي دي: «وسلې، وسلې، وسلې له پسرلي راهېسې زموږ په اجندا کې وې. زه له هغو شریکانو څخه چې زموږ غوښتنې ته ېې لبیک وويل مننه کوم.» کولبا ويلي دي چې د اوکراین په جګړه کې بريا زموږ د ټولو بریا ده.

بريتانيا: اوکرايني ځواکونو تر ۵۰ کيلومترۍ پورې سيمې له روسانو بیرته نيولي

د امریکا متحده ایالاتو د تفکر یو مرکز، د جګړې د مطالعاتو انستيتوت هم د اوکرايني ځواکونو د وروستيو پرمختګونو په اړه نظر ورکړی دی. دغه مرکز پر ټويټر ليکلي دي: «اوکراین وضعیت په خپله ګټه راڅرخولی دی، خو اوسنۍ تعرضي حملې جګړه پای ته نشي رسولی.»

روسیه: د مذاکراتو چانس نشته جګړه به روانه وي

روسېې منلې چې يو شمیر سېمې ېې له لاسه ورکړي دي. کارپوهان دا په جګړه کې پر روسيې باندې د ېوې قوي ضربې په توګه ارزوي چې په احتمال سره به ښايي روسيه دې ته اړه کړي چې مذاکراتو ته کښېني، خو د کرېملین ویاند، ديمتري پیسکوف ويلي دي چې د سولې مذاکراتو کوم څرک نشته او د جګړې پر ادامه ېې تاکېد کړی دی. پیسکوف په دې اړه زیاته کړه: «ځانګړي پوځي عملیات به ادامه ولري او دا به تر هغه پورې چې ټاکل شوي اهداف ترلاسه شوي وي روان وي.»

پوتين: د نړۍ سولي ته اصلي ګواښ بنديزونو ته د لوېديځ ليوالتيا ده

د ویلو ده چې روسيه پر اوکراین باندې خپل پوځي یرغل ته چې د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه ېې پيل کړی، د «ځانګړي پوځي عملیات» نوم ورکوي.

اوکرايني چارواکو د روسي ځواکونو څخه په یوه بېرته نيول شوي کلي کې د څلورو وژل شوو ملکیانو د مړو موندلو خبر ورکړی دی - د اوکراین جګړې اړوند د آرشیف انځورانځور: Peter Kovalev//ITAR-TASS/IMAGO

که روسي ځواکونه له يو شمیر سيمو وتلي، خو په دغو سیمو کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي. د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې ورځ په رپوټ کې د اوکراین پوځ له قوله وايي چې روسي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ۱۵ سېمې ويشتلي دي. دغه سيمې په ختيځ کې د کراماتورسک نه نېولې په سويل کې تر میکولائیف پورې او په منځ کې ېې دنیپرو ساحه په بر کې نیسي.

د ملکيانو د وژل کيدو ادعاوې

د اوکراین پوځ يو لړ انځورنه خپاره کړي چې په هغو کې په نیول شوو سیمو کې له روسي ځواکونو په صندوقونو کې پاتې شوي مهمات او پوځي هاردوير ښودل کيږي. د فرانسې خبري آژانس ليکي چې د دوی خبریال په بالاکلیا ښارګوټي کې د شدیدو جګړو علايم ليدلي دي چې هلته ساختمان له منځه تللي یا زیانمن شوي او سړکونه تر ډیره خالي دي.

اوکرايني چارواکو بېا ادعا کړې چې په زالیزنیچن کلي کې ېې د څلورو ملکيانو مړي ېې موندلي دي چې په بدن ېې د شکنجې علایم لېدل شوي دي. سېمه ایزې څارنوالۍ ويلي دي چې د کليو اوسیدونکو ورته د روسي ځواکونو له خوا د ملکيانو د وژلو رپوټونه ورکړي دي.

اوکراين په وروستيو کې ويلي دي چې د روانو تعرضي حملو په جریان کې ېې په لسونو د هستوګنې سېمې او کلي چې روسي ځواکونو اشغال کړي ول بېرته نيولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب