1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: درو بندرونو کې د غلو د صادرولو په موخه کار روان دی

۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

د اوکراین سمندري قواو د چهارشنبې په ورځ تصدیق کړه چې د اوکراین د دورې بحیرې په درو بندرونو کې نړیوال بازارونو ته د غله جاتو د انتقال له پاره کارونه پيل شوي دي.

Rumänien | Hafen von Konstanza wird Drehscheibe für ukrainisches Getreide
انځور: Jack Parrock/DW

له کيف څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د اوکراین سمندري قواوو پر فیسبوک لیکلي چې دغه کارونه په اودیسه، چورنو مورسک او پیفدینی بندرونو کې پيل شوي دي.

منبعې زیاته کړې چې سمندري بندرونو ته د کشتيو راتلل او بیرته تلل به د کاروان په توګه چې د ېوې کشتۍ له خوا به رهبري کيږي ترسره کيږي.

د اوکراین جګړې سره په دغه هیواد کې په ميلیونو ټنه غله دانه بنده پاتې شوه. تیره اوونۍ روسېې او اوکراین د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د دغو غله جاتو پر صادراتو یو تړون لاسلیک کړ. تمه ده چې ده چې دغه اقدام به په نړیوال بازارونو کې د خوراکي موادو د کمښت او د هغو د بېې په کنټرول کې مرسته وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب