1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: د روسي ځواکونو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبه

اوکرايني چارواکي وايي چې د اوکراین په لیمان ښار کې د روسي ځواکونو په حمله کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه ۹ ته لوړ شوی دی. یوه چارواکي ادعا وکړه چې روسي ځواکونو په قصد سره د ملکیانو د هستوګنې سيمه په نخښه کړې ده.

په لیمان کې د شنبې ورځې د جولای ۸مې برید کې سوځيدلي موټر
په لیمان کې د شنبې ورځې د جولای ۸مې برید کې سوځيدلي موټرانځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۹ نېټه) وويل چې په دغه بريد کې ۱۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي. لیمان ښار د اوکراین په ختيخ کې پروت دی چې د تېرکال په مني کې اوکرایني ځواکونو بېرته ونیوه.

د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ:  اوکراین؛ د ډرون په حمله کې درې ملکیان وژل شوي

په دونيڅک سیمه کې د اوکراين د پوځې ادارې مشر، پاولو کیرلینکو، وويل چې روسي ځواکونه دغه ښار په توغنديو ویشتلی دی. هغه زیاته کړې چې د روسي ځواکونو دغه حمله تېره ورځ (شنبه د جولای ۸مه) شوې ده. کيرلينکو وويل چې په دغه حمله کې عمدا د ملیکانو د هستوګنې سیمې په نخښه شوي دي. د آلمان خبري آژانس اما د وژل شوو کسانو په هکله جزئیات نه دي ورکړي.

د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ:  روسيې بیا د اوکراین پر زېربناو درنې حملې کړي

اوکرایني چارواکو تر دې مخکې هم د روسي ځواکونو له خوا د هستوګنې پر سیمو د هوايي او توغندویزو حملو ادعاوې کړي دي. مسکو تر ډېره دغه ډول ادعاوې رد کړي دی.

په لیمان کې دغه مرګ ژوبله په داسې وخت کې اوښتې چې کيف د ناټو سازمان د غړيتوب له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي. د ناټو تړون مشران د راتلونکې سه شنبې په ورځ د ليتوانیا په پلازمينه، ویلنیوس، کې خپله سرمشریزه پیلوي. اوکراین ټینګار کوي چې هر څومره ژر چې کيږي له دغه تړون سره يو ځای شي. خو د ناټو قوانین د جګړې په حال کې هیوادونه له غړيتوبه منع کړي دي.

د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ:  اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي

mks/aa/(dpa)

د اوکراین جګړې په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب