1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: په پنځه ټاکنیزو حوزو کې نوې ټاکنې تر سره کیږي

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه

په اوکراین کې په ترسر شوو پارلماني ټاکنو کې د درغلیو پر وړاندې د سترو احتجاجونو وروسته دولتي مقاماتو په پنځه ټاکنیزو حوزو کې د نوو ټاکنو خبره کړې ده. د دغه هیواد د ټاکنو کمیسیون په کیف کې د اکتوبر د میاشتې پر ۲۸مه نیټه په پنځه حوزو کې تر سره شوې ټاکنې د «غیر منظمتیا» له امله ناسمې بللي دي.

د اپوزیسیون یوه برخه بیرته له سره د نوو انتخاباتو سره موافق نه ده او دا دلیل وړاندې کوي چې د هغوی نوماندانو اړینې رایې گټلې وې، هغوی وایي چې خپل احتجاجي کمپاین ته به ادامه ورکړي. لا تر اوسه د ټاکنو رسمي پایلې نه دې اعلان شوي. خو د ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، واکمن گوند په دغه ټاکنو کې شاوخوا ۳۰ سلنه رایې گټلي دي او کولای شي په دې شان له خپلو ائتلافي گوندونو سره په شریکه دولت جوړ کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل