1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا آلمان په افغانستان کي ناکام سو؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

متحده ايالاتو په افغانستان کي ۲۰۰۰ مليارده ډالره او آلمان نژدې ۲۰ مليارده ډالره مصرف کړي دي. خو بعضي ښکېل آلماني چارواکي او کارپوهان د لويو تېروتنو خبره کوي.

DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/Anja Niedringhaus

کله چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د امريکا په متحده ايالاتو کي ترهګر بريدونه تر سره سول، نو د هغه وخت د آلمان صدراعظم ګېرهارد شريودر د امریکا سره «د بېله قيد او شرط يا پولې پېوستون» ژمنه وکړه. له هغه وروسته آلمان د ايساف په ماموريت کي خپل پوځ افغانستان ته ولېږی چي دمګړی يې لا کلنی مصرف شاوخوا يو مليارد ډالره دی.

د آلماني پوځ پخوانی صاحب منصب رودريش کيزه وېتر وايي چي آلمان ځکه د متحده ايالاتو سره د افغانستان په ماموريت کي «د خپل ضمير د ملامتۍ له کبله» داسي پراخه ونډه واخيسته. له ۲۰۰۹ کال راهيسي د آلمان په پارلمان کي د مسيحي دموکرات ګوند دغه استازی وايي چي آلمان د ملامتۍ احساس کاوه، ځکه چي په دغه هيواد کي «د دومره سترو ترهګرو بريدونو د پلان کېدو په مخنيوي کي پاته راغلی ؤ.»
د کيزه وېتر په وينا آلماني عسکر «هيڅکله هم د سوليزه بيا رغونې د ماموريت له کبله هلته نه ول او نه هم اوس هلته د دې له پاره دي.» د صدراعظمې انګلا مېرکل د ګوند د دغه سياستوال په وينا د آلمان نظامي مشرتابه له ۲۰۰۲ څخه بيا تر ۲۰۰۹ کال پوري د آلمان حکومتونو ته غلطې مشورې ورکولې. د هغه په وينا له همدې کبله «آلماني عسکر په غلطه او ناکافي توګه مجهز ول.»

۱۱۱ زره وژل سوي افغانان

افغانستان د کاغذ پر مخ نن يو «اسلامي جمهوريت» دی چي دموکراتيک اساسي قانون لري. د دغه هيواد په پارلمان کي ښځي هم ناستي دي او انجونې ښوونځيو ته ځي. په افغانستان کي نوي سړکونه، روغتونونه او پوهنتونونه جوړ سوي او د موبايل انتنونو تر څنګ د برېښنا خادې درول سوي او د اوبو نلونه غځول سوي دي.

خو دا هم يو حقيقت دی چي له ۲۰۰۱ کال راهيسي د افغانستان په جګړه کي ۱۱۱ زره افغانان وژل سوي او زيات شمېر نور ژوبل سوي او يا هجرت ته اړ سوي دي خو سوله لا نه ده راغلې. د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د طالبانو سره د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ مياشت کي تفاهم ليک امضا کړ چي له مخي به يې په مشروطه توګه له افغانستان څخه ټول امريکايي عسکر وځي. د نورو ښکېلو هيوادونو تر څنګ به آلمان هم په داسي صورت کي له افغانستان څخه خپل عسکر باسي. دا په داسي حال کي چي له ۲۰۰۱ کال راهيسي په افغانستان کي ۵۳ آلماني عسکر وژل سوي او آلمان ۱۶،۴ مليارده يورو (نژدې ۲۰ مليارده ډالره) يې مصارف لرلي دي. د امريکا متحده ايالاتو په همدغه موده کي سل چنده زيات يعني ۲۰۰۰ مليارده ډالر په افغانستان کي مصرف کړي دي.

«د طالبانو منزوي کول تېروتنه وه»

کيزه وېتر وايي چي دا يوه تېروتنه وه چي د طالبانو د رژيم د راپرځول کېدنې وروسته هغوی منزوي وساتل سول. د نوموړي په وينا په عجله سره له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتل په اخلاقي توګه غلط کار دی ځکه چي «امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د نه منلو وړ زياته پانګونه کړې» او له دې کبله هم چي دغې جګړې «ولسي خلکو ته زښت لوی زيانونه واړول».

کيزه وېتر په راتلونکي کي په افغانستان کي د آلمان رول په دې کي ويني چي «د بشر حقونو پر تطبيق پام وکړي». هغه ټينګار کوي: «خو دا زموږ مسؤليت نه دی چي ځان د دموکراسۍ استاد وښيو، کله چي په ټولنه کي ورته لېوالتيا نه وي موجوده.»

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتيګ وايي: «زه ډېر غمګين او په غوسه يې، څنګه چي دا هر څه تر سره سول.» د ملګرو ملتونو دغه پخوانی دپلومات چي په افغانستان کي يې هم وخت تېر کړی او په پښتو او دري ژبو خبري کولای سي وايي چي د افغانستان لانجه له سره سمه درک سوې نه وه. هغه وايي:«طالبان يوازنۍ موضوع نه وه. په لانجه کي بې وزلۍ زيات رول لاره. ايا موږ عصري ټولنه جوړېدل غواړو که نه؟ ايا دموکراسي د اسلام سره تطابق لري که نه؟ دا هغه څيزونه دي چي بايد معلوم کړل سوي وای.»
«تر هډوکو پوري اختلاسګر تجارتي سياسي قشر»

د توماس روتيګ په وينا دا يوه له تر ټولو لويو تېروتنو څخه وه چي مجاهد مشران چي کمزوره سوي ول، بېرته ورته پر واک راتللو اجازه ورکول سوه. هغه زياتوي: «هغوی په هغو پيسو چي ورته ورکول سوې ځانونه بېرته مسلح کړل او دولت يې تر خپل کنټرول لاندي راوست.»

د روتيګ په وينا آلمان په دپلوماتيکه توګه ښه رول ولوبوی او د بون کانفرانس يې د بېلګي په توګه يادوي. خو د هغه په وينا آلماني پوځ د هغه وروسته چي په افغانستان کي ورباندي لومړي بريدونه وسول، «نور د دې پر ځای چي افغان ولسي کسان وساتي، صرف د ځان په ساتنه بوخت ؤ.» د دغه کارپوه په افغانستان کي په پوځي توګه د آلمان له ناکامۍ څخه خبره کوي. د روتيګ په وينا د آلماني پوځ د ناکامۍ د نورو وجوهاتو تر څنګ د ځايي جنګسالارانو سره نژدې اړيکي ساتل هم دي.

روتيګ پر دې هم سخت تنقيد کوي چي په وينا يې په افغانستان کي «داسي يو ممتاز تجارتي سياسي قشر راوروزل سو چي تر هډوکو پوري فاسد او اختلاسګر دی.»

 د افغانستان د لانجې حل به اوس څه وي؟ توماس روتيګ په دې نظر دی چي «په دې ترڅ کي نړيواله ټولنه نه په لوړه اندازه په دې کي رول لوبولای سي او نه هم ښايي داسي رول لوبول وغواړي.» د دغه آلماني کارپوه په وينا «اوس افغانان بايد تر خپل منځ دغه لانجه هواره کړي.»

ز.پ.، ن.و./ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف يو انځوريز البوم (17.10.2017):
 

توماس روتيګ په افغانستان کيانځور: Privat
رودريش کيزه وېترانځور: picture-alliance/dpa/S. Pilick