1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا اوکراین ته به امنيتي تضمينونه ورکړل سي؟

نجيب الله زيارمل آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۲۱, جمعه

اوکراين د روسيې د راتلونکي يرغل د مخنيوي له پاره امنيتي تضمينونه غواړي. دونالد ترمپ ويلي دي چي که چيري د تړون پر سر پرمختګ وسي، نو امريکا به د شنبې په ورځ په اروپا کي په خبرو اترو کي برخه واخلي.

په اوکراين کي د سپيني فريشتې په نوم ځواکونه په دوبروپيليا سيمه کي
يو اوکراينی عسکر په دوبروپيليا سيمه کي د پلټني پرمهالانځور: Anatolii Stepanov/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې ده چي امريکا ښايي د «شنبې په ورځ» په اوکراين کي د جګړې د پای ته رسولو په مقصد د سولي پلان په اړه د بحث له پاره په احتمالي غونډه کي ګډون وکړي.

د سي اين اين د راپور له مخي غونډه به په پاريس کي وي.

ترمپ وويل: »و به ګورو چي موږ په غونډه کي ګډون کوو که نه.» هغه زياته کړه: «که موږ فکر وکړو چي ښه چانس سته، د شنبې په ورځ به په غونډه کي ګډون وکړو او که پوه سو چي نتيجه منفي ده، نه غواړو چي زيات وخت ضايع کړو.»

تر دې مخکي د پنجشنبې په ورځ د سپيني ماڼۍ وياندي کارولين ليویت، خبريالانو ته وويل چي ترمپ له روسيې او اوکراين څخه «ډېر نااميده» دی. هغې وويل: «هغه له هغو جلسو چي يوازي ملاقات وي ستړی سوی دی.»

د آلمان صدراعظم فريدريش ميرڅ هم ويلي دي چي کيدای سي راتلونکې اونۍ په برلين کي بله غونډه هم وي.

آيا امريکا به اوکراين ته امنيتي تضمينونه ورکړي؟

اوکراين نه غواړي چي په ځانګړي ډول په دونتسک کي د دوی تر کنترول لاندي سيمه له لاسه ورکړي، ځکه چي دا سيمه د سخت ساتل کيدونکو ښارونو لکه سلاويانسک، کراماتورسک او کلابند سوي ښار پوکروسک کليدي کمربند دی.

د بريتانيا پوځي شنونکي مايکل کلارک له سکای نيوز تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «که اوکراين په دونباس کي خپل مستحکم ښارونه پريږدې، يوازنی امنيت چي کولای سي ويې لري هغه دا دی چي په درنو وسلو سمبال سي او د متحدينو له خوا يې يو ډول ملاتړ وسي.»

هغه زياته کړه: «يوازنی شی چي کيدای سي روسيه متوقف کړي، هغه ډار دی: يا به په اوکراين کي اروپايي ځواکونه مستقر وي او تيار وي چي د هغوی له پاره وجنګیږي چي په اوس وخت کي يې تصور سخت دی، يا به امريکايي ځواکونه د هغوی ملاتړ کوي چي تصور يې حتی سختره دی.»

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

01:21

This browser does not support the video element.

د اوکراين ولسمشر ولودیمير زيلنسکي د پنجشنبې په ورځ په يوه بيان کي وويل چي «د ټولو راتلونکو ګامونو له پاره امنيتي تضمينونه خورا مهم عناصر دي» او د هغه امريکايي سيال دونالد ترمپ څرګنده کړې ده چي واشنګټن به په يو ډول مرسته کولو ته چمتو وي.

هغه پرته له دې چي زيات جزيات ورکړي وويل: «موږ به د امنيت په برخه کي مرسته وکړو، ځکه چي زما په اند، دا يو مهم فکتور دی.»

زيلنسکي چي تل يې ټينګار کړی دی چي له سياسي، اخلاقي او اساسي قانون له پلوه دا ممکنه نه ده چي د اوکراين خاوره دي په سادګي سره ورپريږدي، وويل چي متحده ايالاتو د يو ډول غير نظامي «آزاد اقتصادي زون» وړانديز کړی دی.

زيلنسکي پر دې تکرار سربيره چي د دې ډول اقدام له پاره ټولپوښتني يا انتخاباتو ته اړتيا ده، دا پوښتنه مطرح کړه چي څوک به د داسي سيمي څارنه وکړي او د مشخصو امنيتي تضمينونو غوښتونکی سو.

هغه روسانو ته په اشارې سره وپوښتل: «که د يوې خوا ځواکونه پر شا سي او د بل اړخ ځواکونه پر خپل ځای پاته سي، د نورو ځواکونو مانع به څه شی سي؟ څه شي به د هغو خلکو مانع وګرځي چي په ملکي بڼه کي دغه د آزاد اقتصادي زون سيمه په خپل تصروف کي راولي؟ دا ټول خورا جدي دي. که تاسو د روغي جوړي په اړه خبري کوی، نو دا بايد عادلانه روغه جوړه وي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب