د دونلد ترمپ پر زوم خارېد کوشنر داسي شکونه زيات سوي چي ښايي مايکل فلين يې دې ته هڅولی وي چي د روسيې سره تماس ونيسي. د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي کوشنر حد اقل د فلين حوصله افزايي کړې چي دغه کار وکړي.
خارېد کوشنر چي د ولسمشر دونلد ترمپ مشاور هم دی، د (NBC) رسنۍ د راپور له مخي يې مايکل فلين دغه تماس ته هڅولی ؤ. يوې بلي امريکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ بيا په خپل يو راپور کي ليکلي چي کوشنر د دونلد ترمپ د عبوري ډلې څخه تر ټولو لوړپوړی کس دی چي د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کي يې د دې امر کړی ؤ چي په متحده ايالاتو کي د هغه وخت د روسي سفير سرګې کيسلاياک سره دي تماس ونيول سي.
کوشنر نه يوازي د دونلد ترمپ زوم بلکه د هغه د زيات اعتماد وړ يو کس دی. که دا ثابته سوي چي کوشنر و مايکل فلين ته د روسيې سره د تماس نيولو امر کړی وي، نو دا به د دې باعث سي چي د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت د ورسيې سره د تماس افتضاح د دونلد ترمپ تر ټولو نژدې حلقې ته ننوزي.
فلين ځان په درواغ ويلو پړن وباله
مايکل فلين چي د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د دونلد ترمپ امنيتي سلاکار ؤ، وروسته د سپيني ماڼۍ رسمي امنيتي سلاکار سو. خو فلين صرف څو اونۍ پر خپله چوکۍ ناست ؤ او بېرته ليري کړل سو. نوموړي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسامبر په لومړۍ نېټه) دا ومنله چي د فدرالي امنيتي ادارې (FBI) ته يې د روسيې سره د تماس نيولو په ترڅ کي درواغ ويلي ول.
فلين په واشنګټن کي د فدرالي محکمې مخي ته ومنل چي د روسي سفير سره د تماس په هکله يې رشتيا نه ول ويلي. موضوع دا وه چي فلين د ۲۰۱۶ کال په دسامبر مياشته کي د ياد سفير سره تليفوني خبري کړي وې. دا هغه وخت ؤ چي فلين د راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ د ملي امنيتي سلاکار په توګه نومول سوی ؤ. دا هغه وخت ؤ چي د اوباما د ادارې موده لا پای ته نه وه رسېدلې او دونلد ترمپ لا په رسمي توګه د ولسمشرۍ چوکۍ نه وه اشغال کړې.
د فلين له لوري د جمعې په ورځ په يوه خپره سوې اعلاميه کي هغه ويلي دي چي چلن يې ناسم ؤ. هغه ويلي چي د ځانګړي تحقيق کوونکي رابرټ ميولر سره پوره همکاري کوي. د هغه په وينا دغه همکاري «د خپلي کورنۍ او د خپل هيواد» د ښېګڼي له پاره کوي. خو اټګل کيږي چي په بدل کي به فلين له محاکمې څخه ځان وژغورلای سي.
خو سپيني ماڼۍ د وکيل ټای کاب له لاري ويلي چي فلين په يوازي سر ياد کار کړی او هيڅ بل څوک په دغه موضوع کي ورسره ښکېل نه دی. په دې توګه دونلد ترمپ هڅه کړې چي خپل زوم کوشنر له دغې موضوع څخه ليري وساتي.
دا لومړی ځل نه دی چي کوشنر د روسيې سره د تماس نيونې په افتضاح کي ښکېل بلل کيږي. نوموړي د ۲۰۱۶ کال په جون مياشته کي ترمپ د لور ايوانکا سره په ګډه د روسۍ وکيلي سره په يوه ملاقات کي ګډون کړی ؤ. هغه وخت د ملاقات موضوع د ترمپ د مخالفي کانديد هېلري کلنټن پر ضد مهم اسناد ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):
مايکل فلين ځان پړن بللیانځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski
د امريکا ولسمشرۍ ته بریالی کاندید دونالد ترمپ چې له بارک اوباما څخه به د ولسمشرۍ واک ورسپارل کيږي، په خپل تير ژوند کې د مينې او یارانې ډیر سرګذشتونه لري. د نوموړي د ژوند د ښځو او کورنۍ انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ: انځور: picture-alliance/abaca دونالد ترامپ خپلو سيالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته، د امريکا متحده ايالتونو په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند رسمي کانديد وګرځيد. ترامپ چې د امريکا یو ناندريز ميلياردر دی، تر دې مخکې يې د لوړو ژورو ډګ مينه ناک ژوند لری دی.
انځور: picture-alliance/abaca په امريکا کې ولسمشرۍ لپاره ډیر لږ کانديدان داسې دي چې د خپل ګوند د غړو په منځ، ټولنه او حتې له هيواده بهر دې داسې جنجالي او ناندريز وي.( انځور: د ویسکانسن ايالت یو استاځي په کليولند کې د جمهوري غوښتونکو په کنګره کې د دونالد ترامپ له کانديداتورۍ څخه خپل مخالفت په ډاګه کړ).
انځور: Getty Images/J. Ernst دونالد ترامپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ مه نيويارک کې وزيږيد. هغه د فدريک ترامپ او مري آن مک لئود په پنځو اولادونو کې څلورم زوې دی. پلار ته یې د ميليونو ډالرو دارايي، د هستوګنځايونو د کاروبار له بابته ترلاسه شوي دي. ترامپ هم د خپل پلار لاره تعقیب کړه، حتې د پوهنتون په دوره کي یې د پلار په پيسو کورنو اخیستل او پلورل. په ۱۹۷۴ کې د لوړو زدکړو تر پاي ته رسيدو وروسته یې د پلار شرکت مسئوليت پر غاړه واخیست.
انځور: Reuters/M. Segar د ترامپ لمړنۍ ښځه چکي ماډله ایوانا مری زلنیچکوا وه. دواړو په ۱۹۷۷ کال کې واده وکړ. ترامپ له دغه واده څخه دوه زامن او يوه لور لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Lederhandler د هغه مشر زوی دونالد ترامپ يونيور دی. دی ۳۸ کاله عمر لري او د دونالد ترامپ د سوداګريز شرکت معاون دی. انځور کې يونيور د خپلې ميرمنۍ وانسا سره.
انځور: picture alliance/AP Photo ایوانکا ترامپ، د دونالد ترامپ ۳۴ کلنه لور ده. دا ترڅنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاونه ده، د بوټونو د خرڅلاو په برخه کې هم فعاله ده.
انځور: picture-alliance/AP Images/M.Altaffer ايوانکا ترامپ له جارد کوشنر سره چې ۳۵ کاله عمر لري واده کړی دی. دغه ميرمن نه یوازې د کورنو په تجارت کې فعاله ده، بلکه د يوې ورځپاڼې د امتياز خاونده هم ده.
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress له ايوانا مري زلنيچکو څخه د دونالد ترامپ وروستی اولاد د هغه ۲۳ کلن زوی اریک ترامپ دی. دی هم تر څنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاون دی، د ترامپ د هوټلونو رئیس هم دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo وروسته له هغې چې ترامپ له خپلې لمړنۍ ميرمنۍ څخه جلا شو له مارلا ماپلس سره یې واده وکړ. (له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹). مارلا ماپلس چې یوه سندرغاړې وه له ترامپ څخه یې ۱۷ کاله کم عمر لرود.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo ترامپ له مارلا ماپلس څخه یوه لور لري چې تیفانی نوميږي. نوموړې د مدلينګ او سندرو ویلو په برخه کې فعاله ده او روان کال له پوهنتون څخه فارغيږی. تیفانی د پلار په سوداګريز سيستم کې ځای نلري او د هغه تر نوماند کيډو د مخه، له خپلې مور سره په کالفورنيا کې اوسيده.
انځور: picture-alliance/newscom/P.Benic دونالد ترامپ له مار لا ماپلس څخه تر جلا کیدو وروسته، د يو لنډ وخت لپاره د کار لا بروني سره ملګرتيا لرله. هغې له ترامپ څخه تر جلا کيدو وروسته د نیکلا سارکوزي سره واده وکړ، چې بيا د فرانسې ولسمشر شو.
انځور: picture-alliance/dpa دونالد ترامپ له خپلې دويمې ميرمنۍ سره تر جلا کيدو وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانۍ ماډلې، ملانیا کناوس سره واده وکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Foley اوس د ترامپ لمسی او د هغه کشری ځوی «بارون ویليام» سره تقريباً همځولي دي. ویليام چې اوس ښوونځي وايي، له ملانیا سره د ترامپ د واده حاصل دی. ترامپ د اتو لمسيانو نيکه دی.
انځور: picture-alliance/dpa ترامپ د کورنو، هوټلونو او قمارخانو شرکتونو ترڅنګ، تر ۲۰۱۵ کاله پورې د «ان بي سي یونيورسل» رسنۍ سره په ګډه، د نړۍ د ښکلا ملکې د سياليو پروسې اختيار هم په لاس کې لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/T. A. Clary ټولې هغه ښکلې ښځې چې تر تيرو کلونو پورې دونالد ترامپ سره په يوه لاره تللې، اوس، په ځانکړې توکه د انتخاباتو پر وخت ترامپ لپاره د سترو ستونزو لامل شوې. په ټولو نظرسنجيو کې په ډيره سلنه کې ثابته شوه چې ترامپ د «ښځو ښه نه راځي». په امريکا کې د رايو اکثريت ښځي تشکيلوي چې دغه رايې د هغه سيالې، هيرې کلينټن ته کارول شوي دي.
انځور: Reuters/L. Jackson