1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

ايا د کوکاينو د اعتياد ضد واکسين به اغېزمن وي؟

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

په اروپا کي تر حشیشو وروسته، کوکایین پر سړکونو باندي دوهم معمولي مخدره مواد دي. د کوکا له پاڼو څخه لاس ته راغلې دغه ماده معمولاً د پوډرو په توگه جوړیږي.

Deutschland | Symbolbild | Drogen Kokain
انځور: Christoph Hard/Geisler-Fotopress/picture alliance

کوکائین سړی ډیر معتاد کوي او کیدای سي د بدن غړو ته تاوان ورسوي. کوکایین د بدن وړتیا حداقل ته رسوي او د فزیکي اغیزې په نتیجه کي، په ماراتون کی ځغاستې ته ورته وي. د کوکایینو پریښودل کیدای سي سخت جسمي او روحي ستریس رامنځته کړي.

برازیلي پلټونکي هیله لري چی د واکسینو چمتو کول به د هغو کسانو ملاتړ وکړي چی له اعتیاد سره لاس او گریوان دي او په عین وخت کي به مصرف کوونکي له مخدره موادو راوگرځوي او د اخته کیدو خطر به هم راکم کړي.

 کوکائین له مغز او بدن سره څه کوي؟

کله چی کوکائین د پیپ له لاري څکول کیږي، دغه ماده خپل ځان ډیر ژر د وینی له لاري مغز ته رسوي. نوموړي مواد هلته بدن تحریکوي تر څو بیلابیل پیغام رسوونکي مواد لکه دوپامین هورمونونه آزاد کړي. اصلي احساس، سخته خوشحالي وي. بدن لا زیات فعال او هڅول کیږي. زړه په بشپړ ظرفیت سره وینه پمپوي او شریانونه نري کیږي. د ویني او بدن فشار پورته کیږي. د لوږي او تندي په شان اړتیاوي راکمیږي. په ډیر خراب حالت کي د کوکائینو مصرف کیدای سي اختلاط او یا هم د زړه سکته رامنځته کړي.

د ټول دغه وضعیت اوج، ۵ دقیقې تر نیم ساعت وخت نیسي.

په برلین کی د دارو درملو په یوه انجمن کي، ډاکټر هانسپیتر ایکرت وایي:« داسي ښکاري چي د لارښووني ټول څراغونه زرغونه کیږي.»

ایرکت زیاتوي « مغز لا نور هم غواړي او بدن دغه وضعیت د یوې تجربې په توگه چی گواکي د «ژوندي پاته کیدو له پاره مهم دي» ذخیره کوي.

ویل کیږي، کله چی معتاد یاست، ستاسو پر ذهن باندي د لازیاتو کوکائینو د مصرفولو لیوالتیا غلبه کوي او د بدنپه دننه کی هغه ږغونه چی تاسو ته د عواقبو په هکله خبرداری درکوي، لاپسې کراریږي. په داسي یوه حالت کي امکان لري چی انسان د ژوندانه د هغو برخو  په پام کی نه نیولو پیل وکړي چی یو وخت مهم وو، لکه روغتیا، دوستان او کار. 

یو واکسین څه ډول مرسته کوي؟

برازیلي څیړونکي غواړي چی د هغوی واکسین بدن داسي تشویق کړي تر څو داسي آنتي باډي گاني تولید کړي چی د مصرف کولو پروخت درمل ورسره یوځای سي او له ویني څخه مغز ته د دغې مادې تیریدل لاپسې ستونزمن کړي.

که کوکائین ونه سي کولای مغز ته ورسیږي، تر څو هغه تحریک کړي، نو مصرف کوونکی نه سي کولای را پورته سي. د مغز هغه غبرگونونه چی هوس رامنځته کوي، په ټپه دریږي.

فردریکو گارسیا ، داسي یو څیړونکی چی په برازیل کي یې د فدرال میناس گرایس په پوهنتون کي د واکسین په جوړولو کي مرسته کړې ، د دویچه ویلې د برازیلي څانگې سره په مرکه کي ویلي چي ناروغ کس درمل په متفاوت ډول درک کوي.

د گارسیا څیړونکي ټیم د واکسین آزمویني په موږکانو ترسره کړي دي. هغوی فکر کوي چی د دغو آزموینو نتایج کیدای سي انسانانو ته د انتقال وړ وي. که داسي وي، نو د هغوی واکسین به په نړۍ کي د کوکائینو د لگولو لومړنیواکسینوي.

څیړونکي په امریکا متحده ایالاتو کي هم د کوکائینو له پاره د یوه واکسین د جوړیدو په حال کي دي. په اوس وخت کي پر انسانانو باندي د هغوی کلینیکي آزمویني د ارزوني په حال کی دي. لا معلومه نه ده چي دغه واکسین به کله د لاس رسي وړ وگرځي.

آیا واکسیناسیون کولای سي، له اعتیاد څخه ساتنه وکړي؟

اکرت په اصل کي د نوموړي واکسین په هکله څیړنو څخه هرکلی کوي او زیاتوي:« که مسموم کیدل رامنځته نه سي، ذهن کولای سي آرام سي او بدن کولای سي خپل ځان د اعتیاد له دایمي هڅوني څخه خلاص کړي.»

په عین حال کي دغه پلټونکی د شک په څرگندولو سره زیاتوي چی درملنه یو سخت کار دی او خلک د خپل فکر د ښه والي، د جسم او ذهن د درک او همدارنگه د احساساتو، مشکلاتو او زړه ورو پریکړو په هکله بحث کولو ته، حد اقل یو کال وخت ته اړتیا لري.
GP/AA.AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب