ايا غاښ سپينوونکي کريم په رشتيا غاښونه سپينوي؟
۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبهايا غاښ سپينوونکي کريم په رشتيا غاښونه سپينوي؟
د غاښونو پاکول نه یوازي د غاښونو بلکه په مجموع کي د روغتيا له پاره مهم دي. په داسي حال کي چي عام د غاښو کريم ګټور وي، د غاښونو سپين کوونکي کريم زيات زيان رسولای سي. انځوريز راپور دلته وګورئ:
غاښونه څنګه جوړيږي؟
د انسان د غاښونو په جوړښت کي څلور مهمي حجرې د دې لامل کيږي چي غاښونه کلک وي. دغه څلور ډوله مهمي حجرې پلپ، دېنتين، اينامل او سيمنتوم نوميږي.
غاښ څنګه فعاليت کوي؟
د غاښ تر ټولو دننۍ برخه له پلپ نومي حجرو څخه جوړه سوې وي. د دغه پلپ سره د اعصابو رشتې او د وينو نازک رګونه مل وي. د وينو د دغو رګونو له لاري غاښونه او اورۍ ساتل کيږي. په غاښ کي د اعصابو حجرې بيا د غذا د ژوولو پر وخت د فشار راوستلو له پاره مهمه وظيفه په غاړه اخلي.
د غاښ سپينونکو کريمونو اغېز
د غاښ بهرنۍ سطحه د کلک مينرال سوي مادې اینامل څخه جوړه سوې وي. د غاښونو سپينونکي کريم پر دغه سطحه اغېز کوي او ورته زیان رسوي. د غاښونو سپين کوونکي کريم د دې لامل ګرځي چي دغه سطحه تخريب او زېږه کړي.
تر فايدې يې تاوان زيات
کله چي د غاښونو بهرنۍ سطحه يا پوښ تخريب سي نو بیا د يخ او تود شي په وړاندي د غاښونو حساسيت زيات سي.
خبرداری
د غاښونو په کريمو کي فرق سته. د غاښونو ډاکټران د غاښونو د هغو کريمونو څخه خبرداری ورکوي چي د غاښونو د سپينولو له پاره جوړ سوي وي. د دغه ډول غاښونو د کريمو زیات استعمال د غاښونو د باندني پوښ د زيات تخريب سبب ګرځېدلای سي.
فيزيکي سپينول که کيمياوي
د غاښونو سپينونکي کريم له دوو بيلو لارو غاښونه سپينوي. يوه لاره يې د وړو وړو ذرو په مرسته په فيزيکي توګه د غاښونو يو ډول ګيږول دي او بله لاره يې د کيمياوي موادو په مرسته د غاښونو سپينول دي. يادي دواړي لاري غاښونو ته زيان اړولای سي.
تر پالش يې روغتیا مهمه ده
د غاښ سپينونکي کريم په رشتيا غاښونه په دوامداره توګه نه سپينوي. د غاښونو روغتيا د هغوی تر پالش کولو او سپين والي زياته مهمه ده. د غاښونو او د اورۍ د روغ ساتلو يوه ښه لاره د غوږو شيانو د خوړلو وروسته د خولې مينځل، د ډوډۍ وروسته په ګوته یا مسواک يا بل پوست بورس د غاښونو او اوريو مساج کول او له سګريټو صرف نظر کول دي.
د غاښونو ډاکټر ته تلل
که د غاښونو تکليف درته پيدا سي نو د غاښونو مسلکي ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ځان په دې ډاډه کړئ چي ډاکټر په رشتيا د غاښونو طبي او لوړي زدکړي کړي دي. که په لومړي سر کي د غاښونو د تکليف مخه ونيول سي نو ښايي انسان له زياتو دردونو او د غاښو د ستونزو څخه په امان پاته سي. د خاښونو پاک ساتل نه يوازي د غاښونو د روغتيا بلکه د زړه او په مجموع کي د ټول بدن د روغتيا له پاره مهم دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.05.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.05.2015):
د خوږې بورې په اړه ترخه حقایق
په نړۍ کي د بورې خوارک ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی. دا موضوع د انسانانو پر روغتیا باندي ناوړه اغیزه لري. په دې انڅوریز ربوټ کې هغه لس ناروغۍ چې د بورې له کبله رامنڅ ته کیدای شي په ګوته شوي دي.
بوره انسان چاقوي!
بوره د نورو نشایستو په پرتله په بدن کې له دوو څخه تر پنڅو ځلو ژر په وازګي بدلیږي. له بلې خوا بوره د ینې ناروغي پيدا کوي. د بورې بل زیان د بدن د شکر لوړیدل چې بیا یې له کبله په همدې نوم ناروغي هم رامنځ ته کیدای شي.
بوره ستاسو پر مجاز باندې اغیزه ږدي!
بوره په بدن کې د داسې یوه هورمون د ډېرښت لامل کیږي چې د انسان د مجاز پر بدلون باندې ډیره اغېزه لري. خو که سړی ډیره بوره وکاروي نو امکان لري چې هغه د خپګان یا دیپریشن په ناروغۍ اخته شي.
بوره سړی زړوي!
بوره د انسان پر پوست هم اغېزه لري. د بورې د ډیرې کارونې له کبله د انسان پوست خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي او په پوست کې ګنجي پیدا کوي.
بوره کلمو ته زیان رسوي!
د ډیري بورې کارول په کولمو کې د زیان رسوونکو باکتریاوو له رامنڅ ته کیدو سره مرسته کوي. په اصل کې د بورې کارول، به بدن کې د هغو باکتریاوو او مکروبونو له ډېرښت سره مرسته کوي چې د بورې له کارولو سره ډیر ښه تغذیه کیدای شي.
بوره سړی معتادولای شي!
د هغو کسانو ماغزه چې ډیر وزن لري، د بورې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي لکه معتاد کسان چې یې د الکولو او یا هم نورو معتادوونکو پر وړاندي ښيي. که یو څوک د لسو ورځو له پاره بوره و نه خوري، او په دې موده کې یې سر په درد شي، خپله حوصله له لاسه ورکړي، نو هغه د بورې په اعتیاد اخته دی.
بوره د سړی خلق بدولی شي!
هغه کسان چې ډیره بوره کاروي کیدای شي نو نورو په پرتله ډیره بد خلقي وکړي. هغه ماشومان چې پر زده کړو ډیر تمرکز نه شي کولای هم باید د ښوونڅي د ساعتونو پر مهال ډیره بوره و نه کاروي.
بوره د انسان دفاعي سیستم کمزوری کوي!
د ډیري بورې کارول د دې سبب کیږي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو پر وړاندي خبل مقاومت له لاسه ورکړي. کله چې یو انسان بوره کاروي نو د هغه د بدن دفاعی سیستم د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ضعیفه کیږي او نه شي کولای چې مکروبونه له منځه یوسي.
بوره کیدای شي د الزایمر ناروغي پيدا کړي!
څیړنو ښوولې ده چې د ډیري بورې کارول د الزایمر ناروغۍ له پيدا کیدو سره مرسته کوي. دغه ناروغۍ چې د عمر په ډیریدو سره قوی کیږي، د دې سبب ګرځي چې د انسان مغز و نه شي کولای هر څه په یاد وساتي.
بوره د سرطان ناروغیو ګواښ ډیروي!
د انسان د بدن سرطانی حجرې په بوري سره ډیره وده کوي. په هارورد پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې د بورې کارول کیدای شي سرطاني حجرې په تومورونو باندې بدلې کړي.
بوره سړی بې عقله کوي!
د بوري ډیر کارول د انسان حافظه کمزورې کوي.د بريتانيا په یوه پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي چې د هغو کسانو چې د ویني شکر يې لوړ وي د ماغزو هغه برخه ډیره وړه ده چې د حافظو د ساتلو دنده لري.
انځورونه: کوم خوراک ژوند اوږدوي؟
سابه بايد د خوراک عمده برخه وي، خو د پخېدو پرمهال ئې بايد ويټامينونه و نه سوځول سي. سابه بايد په غوړو کي ډېر سره نه سي. سابه بايد د سلاتې په شان وخوړل سي.
سابه (سبزيجات) بايد د خوراک عمده برخه وي
د خوراک او غذا کارپوهان وايي چي سبزيجات بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو له سبزيجاتو د پخولو په ترڅ کي بايد دې ته پام وسي چي پکښي مهم ويټامينونه او غذايي اجزا يې د زياتي تودوښې او په غوړو کي د سره کولو له کبله ضايع نه سي. کارپوهان وايي چي تر امکان تر حده بايد سبزيجات د بېلګي په توګه د سلاتې په شکل د هر وخت د ډوډۍ سره مله وي.
د مديترانې د طرز خوراک
د مديترانې د طرز خوراک د نوو څېړنو له مخي د انسان ژوند تر پنځو کالو پوري اوږدولای سي. د دغه طرز د خوراک څخه مقصد د سبزيجاتو، کب يا ماهي، د زيتون د تيلو او بيلو وچو ميوو لکه پلۍ، جوز او بادامو دوامداره خورک دی. بيلو څېړنو ښودلې چي د مديترانې د طرز غذا خوړونکي په اوږمهاله توګه ښه دماغي کار کولای سي او تر يوې اندازې يې د دماغ حجم تر نورو زيات وي.
زيتون او د زيتونو غوړي
زيتون او د زيتونو تيل يا غوړي د اېټاليې په يو شمېر ليري پرتو کليوالو سيمو کي زيات استعمال لري. څېړنو ښودلې چي په دغو سيمو کي د انسانانو عمرونه زيات او روغتيايي وضعه يې د نورو همزولانو په پرتله ډېره بهتره وي. ساينسپوهان وايي چي زيتون حتی د دې لامل کيږي چي د انسان د دماغ خړي حجرې تر زيات وخت پوري خوندي وساتي چي دا په زړښت کي د دماغي ناروغيو مخنيوی کوي او د دماغ وړتيا زیاتوي.
د روغتيا له پاره د کبانو غوړزګي
کبان بعضي داسي غذايي اجزا او په ځان کي داسي غوړزګي لري، چي د انساني روغتيا له پاره زښت مهم دي. دغه اجزا او غوړزګي بېله کبانو په بل شي کي نه موندل کيږي چي له همدې کبله د غذا کارپوهان وايي چي هر انسان بايد د سابه او خوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپلي غذا په پلان کي دوامداره شامل ولري.
پلۍ، بادام، جوز او ملګري يې
د کارپوهانو په آند پلۍ، بادام، جوز او ورته وچه مېوه د انسان د روغتيا او دماغي صحت له پاره ډېر مهم توکي دي. په دې ترڅ کي د بادامو په هکله ويل کيږي چي هم انسان مړوي او هم ډېر مهم غذايي اجزا په ځان کي لري. د غذا کارپوهان وړانديز کوي چي ياد ډول وچه مېوه بايد د هر انسان د خوراک يوه مهمه برخه وي.
داليات
کارپوهان وايي چي د غوښو خوړل د روغتیا له پاره مهم دي خو هومره زيات نه لکه اکثره انسانان چي يې خوري. له همدې کبله کارپوهان وايي چي زيات وختونه بايد انسانان د خوښو پرځای کب او يا داليات وخوري. کارپوهان وايي چي داليات هم پروټين لري او هم بيل او مهم نور غذايي اجزا چي د انسان بدن ورته اړتيا لري.
مضر شيان: زياته بوره، مالګه، غوړي، وازده، خواږه مشروبات، سره کړي شيان
د زياتي بورې، مالګي او غوړو په تړاو اکثريت کارپوهان همنظره دي چي د روغتيا له پاره زيانمن دي. په فابريکو کي توليد سوي د چښاک بوره لرونکي مشروبات، په غوړو کي سره سوي څيزونه لکه چپس پټاټې او په همدې ډول د حيوانانو لم او وازده د زياتو کارپوهانو په آند روغتيا ته زيان رسوي. دا په هغه صورت کي چي تر اندازې زیات وخوړل سي. د انسان بدن په ډېره لږه اندازه ورته اړتيا لري.
زيات حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن
د ښه صحت او اوږد ژوند له پاره د متوازنې غذا تر څنګ زيات حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کيږي. کوم څوک چي په ورځني ژوند کي کم حرکت کوي، سپورټ نه کوي او يو جانبه غوړ، مالګين او زيات خوږ خوراک کوي، هغه د فشار، شکري، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کيږي. که څوک د کوم سپورټ امکان نه لري نو بايد په پښو زيات تګ وکړي او يا د کور يا بازار زيات جسماني کارونه وکړي چي بدن يې خوله سي.