ايبک: د څښاک پاکي اوبه نه لرو
۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبهد ځايي اوسيدونکي په خبره هر کال د سمنګان ولايت په لسګونه اوسيدونکي ددغو اوبو او ددې په څير د نورو نا پاکو اوبو د استفادې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سمنګان اوسيدونکي، چي د تيرو کلونو په لړکي يې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله زغم پای ته رسيدلی د ښار څخه کډه کولو ته اړ سوي.
د ايبک ښار يو اوسيدونکی غلامحي الدين وايي:« په سمنګان کي د څښاک پاکي اوبه نسته، ډيری خلک دې ته اړ سوي چي له همدي کبله له ښار څخه کليو او بانډوته مخه کړي.»
ددغه ښار ډيری خلک د څښاک د پاکو اوبو د نه شتون سره مخامخ دي، په داسي حال کي چي د شمال په ټولو ښارونو کي ژور څانان ايستل سوي.
خو د سمنګان والي خيرالله انوش وايي، چي اوس ددغه ولايت د مرکز تر نمايي ډير خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.
« که چيري موږ د ايبک ښار محاسبه کړو له ۶۰ څخه تر۷۰ پوري خلک پاکو اوبو ته لاس رسی لري او په ولسواليو کي هماغه د طبعي چينو اوبه دي چي خلک ګټه ترې اخلي. او موږ په دې تلاښ کي يو تر ځو د ايبک د ښار ټولو اوسيدنکو ته د څښاک پاکي اوبه برابري کړو »
خو د سمنګان د روغتيا مسولين بيا د والي ادعا وي رد وي. ددغه ولايت دولايتي روغتون مشر ډاکتر محمد يو سف پايز وايي، چي اوس مهال يوازي ددغه ولايت دمرکز ۲ سلنه اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري او ۹۸ سلنه نور ناولي اوبه کاروي.
« له بده مرغه ددغه ولايت اړوند چارواکي د اوبو په قصه کي ندي، معدني اوبه ديري سوي ، دوی په خپله له هغي استفاده کوي ټول خلک خو ددې توان نه لري، چي هغه اوبه واخلي»
د سمنګان د ولايتي روغتون مشر زياتوي هره ورځ له ۲۰ نه تر۳۰ پوري ناروغان د څښاک د ناولو اوبو د استفادې له امله دغه روغتون ته مراجعه کوي، او هر کال د تودوخي په موسم کي د ايبک د ښار ډيری خلک له همدې کبله په راز راز نارو غيو اخته او حتي خپل ژوند هم له لاس ورکوي.
د پاکو اوبو د نشتوالي دغه ستونزه نه يوازي، په سمنګان، بلکي د شمال په نورو ولايتونو کي هم خلک ورسره لاس او ګريوان او له دولت څخه په دې برخه کي د جدي پاملرني غوښتونکي دي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل