د فرانسې خبري آژانس د ايتاليا د صدراعظم پائولو جينتيلوني په حواله خبر ورکوي چې د روم حکومت د مهاجرت کړکيچ په تړاو د ګاونډيو هيوادونو «ګواښونه» رد کړي دي. ګڼو اروپايي هيوادونو ويلي دي چې د دغې لويې وچې د ژغورنې لپاره بايد ايټاليا ته د راتلونکو مهاجرو مخنيوی وشي.
د ايتاليا صدراعظم پائولو جينتيلوني په خپل يوه تازه بيان کې ويلي دي چې ايتاليا دمهاجرت کړکيچ سره په تړاو خپل مسئوليتونه ادا کوي او له نورو ګاونډيو هيوادونو څخه يې هم وغوښتل چې په دې برخه کې خپله موثره ونډه واخلي.
تر دې مخکې ګاونډيو هيوادونو پر ايتاليا فشارونه وارد کړي تر څو له افريقا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې د ايتاليا ټاپوګانو ته د راتلونکو مهاجرو پر وړاندې خپل بندرونه او پولې وتړي.
د اتريش حکومت تيره اوونۍ ايتاليا ته خبرداری ورکړ که چيرې د مهاجرو پر مخ خپلې سمندري لارې نه بندوي په هغه صورت کې به د ويانا پوځ په سيمه کې ځای پرځای شي.
روم د دغې خبرې په غبرګون کې د اتريش سفير احضار کړ او د موضوع په تړاو يې احتجاج هم وکړ.
هنګري، اتريش، پولند، سلواکيا، د چيک جمهوريت او منځنې اروپا ځينې هيوادونه وايي چې دغه مهاجر چې يو ځل د شينګن سيمې يو هيواد ته داخل شي بيا کولای شي د دغې سيمې ټولو هيوادونو ته ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د روان کال له پيله تر جولای مياشتې پورې د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې، لږ تر لږه ۱۰۰ زره افريقايي مهاجر ايتالوي ټاپوګانو ته رسيدلي دي. په دې موده کې نژدې ۲۳۰۰ مهاجر اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په روان کال کې اروپا ته د رسيدلو مهاجرو له ډلې څخه ۸۵ سلنه يې په ايتاليا کې ميشت دي، چې اکثره يې د جګړه ځپلي هيواد سوريې اوسيدونکي دي.
ايتاليا له نورو اروپايي هيوادونه څخه هم غواړي چې دغو مهاجرو ته د رسيدګۍ په برخه کې ونډه واخلي. ايتاليا په دې برخه کې په ځانګړې توګه پر هنګري، پولند او چیک جمهوريت غږ کوي کوم چې په ښکاره توګه مهاجرو ته د پناه له ورکړې ډډه کوي.
ياد هيوادونه، د مسلمان مهاجرو څخه د خپل« اروپايي دود او کلچر» په برخه کې د خطر احساس کوي. د هنګري صدراعظم وکتور اوربان په خپل يوه تازه بيان کې ويلي دي چې هغه « نوې ګډه اسلامي» اروپا نه غواړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):
هغه لويه کښتۍ چې د کډوالو په سرپناه بدله شوې
د یونان په یو تفریحي ټاپو(کووس)کې له یوې کشتۍ څخه د کډوالو د استوگنځای په توگه استفاده کیږي. د یونان حکومت غواړي په دی توگه د مختلفو هیوادونو د کډوالو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو څخه مخنیوې وکړي. انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki د"الفتوریوس ونیزیلوس" له لوې کشتۍ څخه د کډوالو د اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیږي. دغه بیړۍ چې د یونان حکومت په کرایه نیولې په یو وخت کې د ۲۵۰۰ تنو کنجایش لري. همدارنگه له دې بیړۍ څخه د کډوالو د نوم ثبتولو د مرکز په توگه استفاده کیږي. د سفر جاري ساتلو له پاره دغه کډوال باید خپل نومونه ثبت کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/Odysseus د تیرې دویشنبې په ورځ له دغې کشتۍ څخه د کډوالو د موقتي یا اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیدل پيل شول. کډوال کولې څو ورځې په دې کشتې کې پاتې شي او د نوم تر ثبتولو وروسته د نورو کشتیو په وسیله پلازمېنې اتن ته انتقالیږي.
انځور: Reuters/A. Konstantinidis یوازې سوریایان کولې شي دغې بیړۍ ته ننوزي . د یونان ادارو د امنیتي دلایلو پر بنسټ پریکړه وکړه چې یوازې د سوریې کډوال دغې کشتۍ ته ورننوزي.د دغې پریکړې هدف د مختلفو هیوادونو د کډوالو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو څخه مخنیوې ښودل شوې دی.
انځور: Reuters/A. Konstantinidis د جگړه ځپلو او نا امنه هیوادونو کډوال د مختلفو هیوادونو کډوال د کووس ټاپو ته ورزي چې سم نیمایې سوریایې کډوال دي. پاتې نور یې د پاکستان، افغانستان، عراق او ایران له هیوادونو څخه راتلونکي کډوال دي. همدارنگه د افریقایې هیوادونو مالي،اریتیریا او سومالیې کډوال هم دغې جزیرې ته رازي.
انځور: picture-alliance/dpa/Odysseus د ترکیې له ساحل څخه تیریدل د یونان د کووس ټاپو د ترکیې له ساحل څخه یوازې ۴ کیلومتره فاصله لري. ډیري کډوال له سوریې او نورو هیوادونو څخه په پيل کې ترکیې ته رازي او بیا د ترکیې له ساحل څخه په نورو کشتیو کې د دې ټاپو په نیت روانیږي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic لکه څرنگه چې په انځور کې لیدل کیږي یو ایراني له خپلې میرمنې او ماشوم سره ټاپو ته رسیدلې دی. د کورنۍ پلار له خوشحالۍ ژاړي، ځکه په اوبو کې له ډبیدو بچ شوې دي. هغه تر اوسه پورې نه پوهیږي چې هغه نور ډیر تکلیفونه هم په مخ کې لري.
انځور: Reuters/Y. Behrakis د ساحلي څارونکو په خبره د وزې له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې کډوال د کووس ټاپو ته ورزي. تیره اونۍ ۷۰۰۰ کډوال دې کوچني ټاپو ته چې ټول نفوس یې ۳۰زره دی ورسیدل. دلته د کډوالو د منلو مرکز نه دی موجود او د ساحل غاړه د کډوالو پر کمپ اوختې دی. یو شمیر کډوالو د ونو په منځ کې خیمې وهلي دي او یو شمیر نور بیا د شین اسمان لاندی شپې سبا کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Odysseus د کډوالو بهیر همداسې روان دی مخکې تر دې اکثره کډوال د سوریې ځوان قشر وو، خو اوس د امیدواره ښځو او ماشومانو په گډون اکثره له خپلو کورنیو سره دې ټاپو ځان رسوي. دوی نسبت ځوانانو ته دلته له ډیرو ستونزو مخامخ کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki بې له نوم ثبتولو څخه یو کډوال نشي کولې له دې ټاپو څخه ووزي په دې ټاپو کې ټول کډوال باید خپل نومونه ثبت کړي او د یو مکتوب په ترلاسه کولو سره کولې شي له دغې جزیرې څخه ووزي. خو په دې ټاپو کې اړنده ادارې د کډوالو د گوتې نښان اخیستلو له پاره ډیر لږ امکانان په اختیار کې لري. یو شمیر کډوال د خپل نوم ثبتولو له پاره حتې دری اونۍ انتظار باسي.
انځور: picture-alliance/AA/E. Atalay ډیر شمیر کډوال د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره ځان تر دې ټاپو پورې رسوي. هغه ربړي یا پلاستیکي کشتۍ چې د دغو کډوالو د لیږد له پاره د قاچاقبرانو له خوا کارول کیږي، له خطر څخه خالي نه دي. سربیره پر دې له اندازې ډیر کډوال په دغو کشتیو کې کښینول کیږي. اکثره دغو کډوالو لامبو نه ده زده.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki