ايتاليا د پنا غوښتونکو دوهمه کښتۍ ژغوري
۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه د ایټاليا سمندري ځواک د پنجشنې په ورځ ناوخته وویل چې د «ایزدین» کښتۍ د ژغورني له پاره یې څرخۍ الوتکه استولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د« بلو سکای ِام» په نوم یوه بله کښتۍ هم په سمندر کې ژغورل شوې وه.
د ایتاليا د ساحلي گارد ویاند فیلیپ ماریني، وویل چې په دغه کښتۍ کې سپرو پناه غوښتونکو د مرستي غوښتنه وکړه. د ماریني په خبره په کښتۍ کې سپرو پناه غوښتونکو دوی ته اطلاع ورکړه چې کښتۍ یې د ایتاليا په نیت روانه شوې ده، خو خدمه او کپتان نه لري او دوی کولای نه شي هغه رهبري کړي.
ایتالوي چارواکو د کښتۍ د ژغورني له پاره روغتیایې او مرستندوی کارکوونکي ور لېږلي دي. د ایتالیا سمندري ځواک په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خرابې هوا له امله دغي کښتۍ ته لاس رسی یوازي د هوا له لارې ممکن دی.
دغه کښتۍ دمخه تر دې چې خپل کنترول له لاسه ورکړي، د اووه مایلو په سرعت په سمندر کې حرکت درلود او د شپي تر تياري لږ دمخه د ایتالیا د ساحلي گار د یوې الوتکي له خوا کشف شوه.
ایتالوي چارواکو د کښتۍ د سپاليانو د ژغورني له پاره له هغي آیسلنډۍ کښتۍ څخه د مرستي غوښتنه وکړه چې په سمندر کې د گزمې په حال کې وه. دغي کښۍ د «فرانټکس» په نامه اروپایې اتحادیې د سرحدي نمایندگي له خوا په سیمه (د اروپایې اتحادیې په سمندري سرحدونو) کې خپل ماموریت کوي.
دوې ورځي دمخه یوه بله کښتۍ له۷۰۰ تنو کډوالو سره چې د مالدیف بیرغ ورباندي رپېدی وژغورل شوه. په دغي کښتۍ کې د سپرو کسانو اکثریت سوریايي پناه غوښتونکي ول.