1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

ايتاليا کډوال په البانيا کې د ثبت مرکزونو ته استوي

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

ايتاليا په پام کې لري چې له سمندر څخه د ژغورل شويو کډوالو له پاره په البانيا کې دوه مرکزونه جوړ کړي. دا د اروپايي اتحادیې د يوه غړي هېواد له يوه داسې هېواد سره لومړی تړون دی چې په دغه اتحاديه کې شامل نه دی.

د ايتاليا لومړۍ وزيره جارجيا میلوني او د البانيا صدراعظم ديدي راما
د ايتاليا لومړۍ وزيره جارجيا میلوني او د البانيا صدراعظم ديدي راماانځور: Filippo Attil/Chigi Press Office/Zumapress/picture alliance

د ايتالیا لومړۍ وزيرې جارجيا ميلوني، د دوشنبې په ورځ وويل چې ايتاليا له مديترانې څخه د ژغورل شويو په لسو زرو کډوالو د کوربتوب له پاره په البانيا کې مرکزونه جوړوي. په داسې حال کې چې کډوال په مرکزونو کې ميشت وي، چارواکي به یې د پناه غوښتنليکونه ارزوي.

په روم کې د البانيا له لومړي وزير ايدي راما، سره تر ليدنې کتنې وروسته صدراعظمې میلوني دا نوښت په ډاګه کړ. 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې تړون له مخې به ايتاليا د البانيا په شمال ختيځ کې د شينګجن بندر او ګاډر په سیمه کې د پناه غوښتونکو له پاره د استوګنې د دوو مرکزونو د جوړولو لګښت پر غاړه واخلي.

د ايتالیا لومړۍ وزيرې جارجيا ميلوني وويل کله چې دا مرکزونه په ۲۰۲۴م کال کې بشپړ او پرانيستل شي نو شا او خوا د ۳۰۰۰ کسانو له پاره به ځای ولري.

هغې زياته کړه چې د ايتاليا حکومت هیله لري چې په کال کې د ۳۶۰۰۰ کډوالو دوسيو ته د رسيدګې خپله وړتيا به نوره هم زياته کړي.

د ايتالیا لومړۍ وزیرې له رسنیو سره په خبرو کې وويل چې کم سنه کډوال او ميندوارې ښځې به دغو مرکزونه ته نه استول کيږي. همدا راز زياته شوې چې البانيا به هغه کډوال بيرته خپلو اصلي هېوادونو ته اخراجوي چې د ايتاليا د حکومت له خوا رد شوي وي.

ميليوني په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دا مراکز به د ايتاليا تر صلاحيت او اختيار لاندې وي او البانيا به د دې مرکزونو د امنيت په خونديتوب کې مرسته کوي.

د مديترانې له لارې روم ته د غير قانوني کډوالو د مخنيوي ژمنه

جارجيا میليوني دمديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته د غير قانوني پناه غوښتونکو د رسېدو د مخې نيولو ژمنه د انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې کړې وه او له همدې هوډ سره یې د تېر کال ټاکنې ګټلې وې.

د نوموړې ډېر ښی اړخې د «ايتاليا د ورونو» ګوند له اوږدې مودې راهېسې د ايتالیې د باندې د داسې مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوله او دا یې هم ویل چې دا ډول مرکزونه دې په کوم افريقایي هېواد کې هم جوړ شي. خو يوه افريقايي هېواد هم له دې سره موافقه ښکاره نه کړه.

په روم کې د البانيا له لومړي وزير ايدي راما، سره په شريکه د راڅرګنديدو پر وخت میليوني وويل: «زه دا واقعاً يوه اروپايي هوکړه ګڼم او زه غواړم ووایم چې له دې دا هم څرګنديږي چې د پناه غوښتونکو د لړۍ منظمولو له پاره په ګډه کار کول امکان لري.»

خو په ايتاليا کې دننه د حکومت پر دې پريکړه نيوکې هم شوي دي. د ايتاليا د اپوزيسيون د پارلمان او زرغون ګوند مشر اينجليو بونيلي، د دوشنبې په ورځ وويل چې دا تړون «له کنوانسيونونو او نړيوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

د فرانسې خبري آژانس د نوموړي په حواله ويلي دي چې حکومت «خپل مسئوليت له دې خطر سره پر نورو ور اچوي چې د توقيف په دې مرکزونه کې به د انساني کرامت په پام کې نيولو او په درناوي سره هغوی ته د ښه راغلاست مناسب معيارونه پرځای نه کړل شي.»

په روان میلادي کال کې تر اوسه تقريباً ۱۴۵ زره کډوال د انساني قاچاق کوونکو په داسې کښتيو کې د سمندر له لارې ايتاليا ته رسېدلي دي چې په اصل کې د خراب وضعيت له کبله سمندر ته د کښته کیدو جوګه نه دي. تېر کال د همدې مودې په ترڅ کې تر ۸۸ زرو ډېر کډوال د ايتاليا تر ساحلونو رسېدلي ول.

ب. ص/ خ. ح (AFP, AP, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب