د رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د (اگست مياشتې ۲۱ نيټه) په يوه رپوټ کې له ايران څخه عراق او نورو گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د نويو صادراتو د پيل خبر ورکړ.
د رپوټ په حواله د بريښنا دا صادرات لس ورځې تر مخه پېل شوي دي. همدې خبري آژانس ويلي چې ایران گاونډيو هيوادونو ته د بریښنا د خپلو صادراتو د زياتولو تصميم لري.
د رويترز خبري آژانس د ايران د بريښنا د توليد، توزيع او انتقال د «توانیر» په نوم شرکت د وياند محمد رضا حقيفام، له قوله ويلي چې ايران په اوسنيو شرایطو کې هره ورځ عراق، پاکستان او افغانستان ته د ۲۰۰ تر ۲۵۰ مېگاواتو تر منځ بريښنا صادروي.
د بريښنا د صادرولو سياسي گټې
تسنيم خبري آژانس د توانیر د شرکت د وياند په حواله گاونډيو هيوادونو ته د برېښنا د صادراتو له گټو څخه خبره کړې ده.
له ايران څخه عراق، افغانستان او پاکستان ته د برق صادرات په داخلي شبکو کې د برېښنا د کمښت له کبله او د بريښنا د پرله پسې سپما له کبله بند شوي ول. د توانیر وياند اوس په داخل کې د بريښنا رسولو د ستونزې له حلیدو څخه خبره وکړه.
حقيفام وويل چې گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا ورکړه پر اقتصادي گټو سربيره د ايران د اسلامي جمهوريت له پاره سياسي منافع هم له ځان سره لري. خو نوموړي گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د ورکړې د سياسي گټو په اړه خبريالانو ته توضيحات ور نه کړل.
خو نوموړی په داسې حال کې همسايه هيوادونو ته د بريښنا د صادراتو د زياتولو خبره کوي چې د هیواد په شمالي سيمو کې لا د بريښنا وارداتو ته اړتيا ده. حقيفام وويل چې ایران به په اوسنیوو شرائطو کې د برېښنا واردات قطع نه کړي.
DW(B.S/S.M)
زموږ له آرشيف څخه:
د ایران په خرمشهر کې د اوبو رسوني نا لیدلي انځورونه
د ایران په خرمشهر کې د څښاک اوبو د رسونې ستونزه په دې وروستیو کې د دې لامل شوه چې خلک پر سړکونو په تاوتریخوالي لاس پورې کړي. په دې انځورونو کې وینئ چې خلک څرنګه د څښاک اوبه پیدا کوي. انځور: DW د ایران په خرمشهر کې خلک د ورځني ژوند له پاره اړ دي چې له مختلفو لارو ځانونو ته د څښاک اوبه پیدا کړي.
انځور: DW له ډیرې مودې راهیسې د ایران د خوزستان ولایت په خرمشهر او آبادان ښارونو کې د نل اوبه د څښاک وړ نه دي. په دې وروستیو میاشتو کې بیا وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی. د ایران په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې د نل په اوبو کې د خړو اوبو راتګ لیدل کیږي.
انځور: DW ویل کیږي چې په کورنو کې نصب شوې د اوبو د پاکولو ماشینونه هم له فعالیته لویدلي. سربیره پر دې د نل په اوبو باندې د بدن په مینځولو سره جلد وچیږي او د سترګو د سوځیدو سبب ګرځي. په دې وروستیو کې د بهمنشیر په نامه د ایران د رود اوبه تر داسې یوې اندازې مالګیني شوي دي چې اصلاً د استفادې وړ نه دي. په همدې او د اوبو سطحې د ټیټوالي له کبله د اوبو مزه خرابه او په اوبو کې خاورې لیدل کیږي.
انځور: DW د جون میاشتې په ۳۰ نیټه د ایران په خرمشهر کې د اوبو د کیفیت د خرابوالي له امله پر سړکونو لاریون په زورزیاتي اوښتی او خلک له امنیتي ځواکونه سره په شخړو کې ښکیل شوي. د ایران په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورنو په اساس ایراني امنیتي ځواکونو له اوښکې بهوونکي ګاز او ډزو څخه هم کار اخیستی دی.
انځور: DW پر دې ټولو سربیره د ایران په ولسي جرګه کې د خرمشهر استازي عبدالله سامري په دې ښار کې د اوبو د هر راز ستونزې خبره درواغ ګڼلې او دویچه ویله فارسې ته یې په دې هکله وویل چې د خرمشهر اوسیدونکي په دې برخه کې هیڅ راز ستونزه نه لري.
انځور: DW سامري د اوبو د لاسته راوړلو له پاره د خلکو د اوږدو کتارونو په هکله وویل: «په خرمشهر کې خلک د اوبو په برخه کې ستونزه نه لري.»
انځور: Irna د ایران په پارلمان کې د خرمشهر پر انکار سربیره د «مهر» په نامه د ایران یوې رسنۍ بیا د ابادان او خرمشهر په ښارونو کې د اوبو د حل کولو خبر ورکړی دی.
انځور: DW د «مهر» په نامه دغې ایرانۍ رسنۍ په آبادان او خرمشهر ښارونو کې د اقلیم بدلون او په دې ورستیو کلونو کې د «کارون» په نامه له رود څخه د اوبو د راتګ کمښت د دې ستونزې اصلي عوامل په ګوته کړي دي.
انځور: DW وړیا اوبه: د مهر په نامه دغې رسنې همدار راز لیکلي دي چې د خوزستان د والي غلام رضا شریعتي په امر د آبادان او خرمشهر ښارونو له ښاریانو څخه به د اوبو د دوو میاشتو پیسې وانه خیستل شي.
انځور: DW د خپرو شوو رپوټونو په حواله، په اوبو کې مالګې نه یوازې ښاریانو ته ستونزې پیدا کړي، بلکي د دوی په سیمو کې یې ونې هم وچې کړې دي.
انځور: DW دا په داسې حال کې ده چې دا یوازې د آبادان او خرمشهر ښارونه نه دي چې خلک يې د اوبو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. د ایران د زده کوونکو رسنۍ د یکشنبې په ورځ داسې شمیرې او معلومات خپاره کړي دي چې پکښې په ټول ایران کې د اوبو د کمښت خبره شوې ده.
انځور: DW د ایران د «ایسنا» په نامه رسنۍ د رسمي سرچنیو په حواله ځینې شمیرې خپرې کړي دي. په دې شمیرو کې د ایران له ټولو ۱۱۵۷ ښارونو څخه ۳۳۴ ښارونه داسې دي چې د اوبو له سخت کړکیچ سره لاس او ګریوان دي. د هغو ښارونو د اوسیدونکو شمیر چې د اوبو له ستوزي سره مخ دي په مجموعي ډول شاوخوا ۱۷ میلیونو انسانانو ته رسیږي.
انځور: DW