1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران بيا يوه بهرنۍ کښتۍ درولې ده

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

د ايراني دولتي رسنيو په حواله ايران يو ځل بيا يوه «بهرنۍ تېل لېږدونکې بېړۍ» د فارس په خليج کې درولې ده. د جولای په نيمايي کې د «ستېنا ايمپرو» په نوم کښتۍ هم متوقفه شوې وه.

Iran - Öltanker Stena Impero in der Straße von Hormus
انځور: picture alliance/dpa/ISNA/M. Akhoundi

د ايران انقلابي ګارډ ځواکونو د رسنيو د يوه راپور په حواله يو ځل بيا يوه بهرنۍ تېل لېږدونکې کښتۍ د فارس په خليج کې درولې ده. د ايران دولتي تلويزيون ويلي دي چې دغې کښتۍ ګويا هڅه کړې وه چې ځينو عربي هېوادونو ته تېل قاچاق کړي. د انقلابي ګارډ د ماموريت ځای د فارسي په نوم ټاپو او د بوشهر بندري ښار ته څېرمه د فارس خليج وو. د ايران د رسمي خبري اژانس، ايرنا، په حواله ياده کښتۍ بوشهر ته وړل شوې ده.
داسې ويل کيږي چې دې کښتۍ ۷۰۰ زره ليټره تېل لېږدول. سربېره پر دې اووه تنه ماڼوګان هم له مختلفو هېوادونو څخه ورباندې د بريد کوونکي انقلابي ګارډ له خوا نيول شوي دي. داسې هم ويل شوي دي چې د کښتۍ د درولو او نيولو پېښه د جولای په ۳۱مه حتی رامنځ ته شوې وه. داسې ويل کيږي چې دا به د يوې مياشتې په ترڅ کې دريمه دا ډول پېښه وي.  

د هرمز ستراتيژيک تنګی چې د نړۍ دريمه برخه تېل او نفت ورڅخه تېريږيانځور: picture alliance/dpa/NASA/The Visible Earth

sth/as (dpa, rtr, ape, afp)/ن ص/ا و ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب