1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د افغانستان شلو سوداګرو ته تابعیت ورکړی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

ایراني رسنيو د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال له قوله خبر ورکړی دی چې ایران د افغانستان شلو سوداګرو ته چې د تابعیت قانوني مراحل ېې تیر کړي، تابعیت ورکړی دی.

Flagge des Iran
انځور: Carsten Reisinger/imageBROKER/picture alliance

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي او پارلماني چارو مرستیال، علیرضا بیکدلي، افغان پانګوالو ته د تابعیت ورکولو په مراسمو کې ويلي دي چې ديني، کلتوري او تاريخي مشترکاتو ته په کتو د تابعیت ورکړه به د پانګوالو د ظرفیتونو او استعدادونو په شناخت کې مرسته وکړي.

هغه ويلي دي چې دغو پانګه والو ته ېې په ایران کې د هغوی د کامیابه اقتصادي فعالیتونو په نظر کې نیولو سره تابعیت ورکړی دی. بیکدلي زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت له خوا د بهرنیو اتباعو شناخت او سازمان ورکول د ترسره کیدو په حال کې دی او د دغې طرحې په چوکات کې به د نخبګانو پيژندنه او د هغوی د وړتیا او استعدادونو څخه استفاده هم بهبود پیدا کړي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي ټینګار کړی چې په ایران کې به د کامیابه پانګوالو او کارفرمایانو د فعالیتونو ټينګ ملاتړ کیږي.

ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تابعیت د ورکړې له پاره تر ټولو سخت شرایط لري او په دغه هیواد کې میشت افغان مهاجر شکایت کوي چې حتی هغه چې په ایران کې هم زیږيدلي دي نشي کولای تابعیت په لاس راوړي او له ډيرو اساسي خدماتو څخه محروم دي.

ایران داسې وخت افغان پانګوالو ته د تابعیت له ورکړې څخه خبر ورکوی، چې د دغه هیواد اقتصاد د متحده ایالاتو د کلونو بندیزونو په نتیجه کې تر سخت فشار لاندې دی.

ایراني چارواکو د سوداګرۍ او پانګونې د جوازونو صادرول، د اقامت مجوز سهولتونه، د تابعیت ورکړه او له پانګوالو او کارفرمایانو څخه هر اړخیز ملاتړ، د بهرنيو پانګه والو له پاره د نوو سهولتونو په توګه یاد کړی دي.

دغه خبري آژانس د دغو شلو افغان سوداګرو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو زیاته کړې ېې ده چې دغو افغان سوداګرو د تابعیت اخيستلو په مراسم کې د اقتصادي فعالیتونو، کارموندنې، د پانګونې فرصتونه او د مالونو د صادراتو څرنګوالی تشریح کړ.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنیدو راهيسي په زرونو افغانان ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه ایران ته مهاجر شوي دي.

ایران په داسې وخت کې افغان سوداګرو ته تابعیت ورکوي، چې له بلې خوا په ورځ کې په سلونو افغان مهاجر له دغه هیواد څخه په اجباري توګه اخراجیږي او د افغان مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي رپوټونه هم خپاره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت وايي چې تیره ورځ له ایران څخه ۱۰۳۶ افغان مهاجر بیرته هیواد ته ستانه شوي، چې اکثریت ېې په اجباري توګه اخراج شوي دي.