ايران: د افغانستان په لوېديځ کي د بادي بريښنا ستر ظرفیت سته
۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبهد ایران د انرژۍ وزارت مرستیال او د دې هیواد د تجدیدي انرژۍ د سازمان مشر ډاکټر ساتکین، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نیټه) خبریالانو ته وویل چې ایران د انرژۍ د تولید په برخه کې د بې ساري ظرفیت په درلودو سره د دې وړتیا لري چې په راتلونکې کې د انرژۍ د تولید په یوه مهم مرکز بدل شي.
دغه ایراني چارواکي وویل چې د ایران په شرقي برخو کې او همدا راز د افغانستان په غربي برخو کې له باد څخه د بریښنا د تولید ستر ظرفیت موجود دی. ډاکټر ساتکین د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ترسره شویو دقیقو مطالعاتو پر بنسټ د ایران په شرقي برخه کې د بادي بریښنا درې کانالونه موجود دي.» د نوموړي په خبره د ایران د زابل په لوتک سیمه او همدا راز د نادر میل په سیمه کې تر۲۰۰۰ میګاواټه بادي بریښنا ډیر ظرفیت موجود دی.
د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال او د دې هیواد د تجدیدي انرژۍ د سازمان مشر ډاکټر ساتکین، همدا راز په خپلو خبرو کې ویلي چې «په راتلونکې کې په پام کې لرو چې په سرحدي سیمو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د فني پوهې د انتقال په برخه کې ګډې پروژې پیل کړو.»
دا په داسې حال کې چې افغانستان هم د نړۍ په کچه د بادي او لمریزې بریښنا د تولید په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري. د افغانستان حکومت په وروستیو څو کلونو کې د لمریزې بریښنا یو شمیر سترې پروژې عملي کړي دي چې له دې ډلې څخه یوه ستره پروژه په کندهار کې موقعیت لري.
د افغانستان حکومت همدا راز په دې وروستیو وختونو کې د اوبو پر بندونو هم خپل تمرکز او پانګونه ډیره کړې ده او له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا او په ځانګړې توګه پاکستان ته هم د بریښنا د انتقال یو شمیر سترې پروژې تر کار لاندې دي.