1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران د اټوم بم جوړولو ته څومره نزدې دی؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د اتومي انرژي نړيوال سازمان په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی وو چې ایران به په کافي اندازه غني شوي يورانيم ولري او وبه کولای شي چې د څو اوونيو په ترڅ کې اټوم بم جوړ کړي. خو دا هغه څه نه دي چې ايران یې په رښتيا غواړي.

Iran Streben nach Atomwaffen
انځور: irdiplomacy

آیا دا کيدای شي چې د ايران اتومي پروګرام په اصل کې پوځي موخه ولري؟ دا هغه شکونه دي چې د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس تېره اونۍ په وړاندې کړل شوي رپوټ کې راپورته کړي دي.

د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس ويلي دي چې ايران تر هغه اندازې د ډېرو يورانيمو غني کولو ته دوام ورکړی دی چې د ۲۰۱۵م کال په اتومي تړون کې ټاکل شوې وه. ايران پر دغه تړون له امريکا، فرانسې، روسیې، بريتانيا، آلمان او همدا راز له اروپايي اتحاديې سره هوکړه کړې وه.

خو د رپوټ په حواله په تېر اګست مياشت کې د ايران د غني شويو يورانيمو ذخيره ۳،۹۴۰ کيلوګرامه اټکل شوې وه چې دا په تړون کې تر ټاکل شوي حد څخه ۱۹ چنده ډېر دي.

د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس ويلي دی چې «د داسې تضمين د ورکولو په دريځ کې قرار نه لري چې وويلی شو د ايران اتومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی.»

زياته شوې چې له ایران څخه په نا اعلان شويو ساحو کې د اتومي موادو په اړه پوښتنه شوې ده او د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس مشر رافايل ګروسي «په دې اړه ډېرې انديښنې لري چې ايران له دغه کميټې سره د رپوټ د چمتو کولو په دې موده کې د خونديتوب د نه ځواب شويو مسئلو په اړه نه دی غږيدلی او په دې ترتيب  د هغو د حل کولو په برخه کې هم هیڅ پرمختګ نه دی شوی.»

«ایران د یورانیمو ۶۰ سلنه غني کول پيل کړي دي»

د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس پر ايران فشار اچوي چې د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون ته ژمن پاته شي. په يوه بل مخکني رپوټ کې ياد آژانس دا هم ويلي ول چې د ايران له خوا د څار د ۲۷ کامرو د لېرې کولو پر پريکړه خواشينی دی. دې ګام د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس د دې تضمين د ورکولو وړتيا لږه کړې ده چې د ايران اتومي پروګرام اتومي موخې نه لري.

د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس په حواله ايران د غني شويو يورانيمو زيرمه کولو ته دوام ورکړی دی په داسې حال چې د دغي کمېټې د څارونکو لاس رسی یې محدود کړی دی. په ويانا کې اوس ديپلوماتانو ويلي دي چې دا به د دريو او يا څلورو اوونيو ترمنځ وخت ونيسي څو ايران دومره اندازه غني شوي يورانيم ولري چې د يوه اتومي بم د جوړولو له پاره کافي وي.

يو اتومي بم هيڅ معنا نه لري

خو د ديپلوماتو دغه څرګندونې په دې معنا نه دي چې ايران به هرو مرو داسې وغواړي. په هامبورګ کې د منځني ختیځ د مطالعاتو «GIGA» انستيتويت يو څيړونکی محمد باقر فاروقي وويل دا رښتيا ده چې ايران به د يوه اتومي بم جوړولو له پاره کافي يورانيم ولري. هغه زياته کړه: «خو دا به د يوازې يوه اتومي بم د جوړولو له پاره بسنه وکړي، نه د بمونو د يوې لړۍ له پاره.»

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې زياته کړه: «په پوځي توګه د يوه بم جوړول هيڅ معنا نه لري. د نړۍ اتومي قدرتونه پر يوازې يوه بم تکيه نه کوي. هيڅ ډول جګړه په دې توګه پرمخ نه شي تللای.»

ايران ډيری وسلې خپله جوړوي لکه ټانکونه او نور پوځي تجهیزاتانځور: khabaronline

د فاروقي په حواله نور وجوهات هم شته چې ولې ايران د يوه اتومي بم له درلودو لېرې دی. هغه زياتوي چې دغه هيواد د يوه اتومي بم د جوړولو ټول اجزا نه لري – په دې کې پر نورو سربیره ديتوناتور يا اورلګوونکی کې شامل دی.

نوموړي وويل: «د اتومي قدرتونو تاريخ ښوولې دا چې په حقيقت کې د اتومي وسلو د درجې د موادو څخه د يوه بم جوړول کلونه وخت نيسي.» هغه زياته کړې: «د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس خو د اوسني وضعيت جديتوب ښه تشريح کړی دی خو له دې څخه سړی داسې نه شي انګیرلې چې ايران په رښتيا هم د يوه اتومي بم جوړولو په درشل کې دی.»

د هامبورګ په پوهنتون کې د سولې او امنيتي تګلارې د انستيتويت څيړونکی اوليور ماير هم موافق دی چې دا مطمناً د اندېښنې وړ ده چې ايران اوس د ۲۰۱۵ م کال د تړون تر اندازې ډېر يورانيم غني کړي. خو د هغه په خبره په يوه پړاو کې دغه هيواد د درنو اوبو اتومي دستګاه هم لرله چې د پلوتونيمو د جوړولو وړتيا یې لرله. پلوتونيم هم د اتومي بم په جوړولو کې کاريږي.

ماير زياتوي: «خو دمګړۍ دغه لاره هم تړل شوې ده.» ماير هم تائيد کړې چې ايرانيان د يوه اتومي بم د جوړولو په موخه لا ډېرو هلو ځلو ته اړتيا لري. هغه وويل: «ایران ظاهراً د توغنديو له پاره د سرګلولو په اړه هم څېړنه پېل کړې وه، خو د ۲۰۰۹ م کال راهيسې په دې اړه هم کومې نخښې نښانې نه ښکاري چې دغه کار دې دوام لرلی وي او يا دې له سر پېل شوی وي.»

سياسي فشار

چې داسې ده نو بيا ولې ايران په دومره چټکۍ يورانيم غني کوي؟ د فاروقي په حواله دلته د تهران له پاره سیاسي فشار مطرح دی. د ايراني مشرتابه له ليدلوري د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون چې د ګډو جامع اقداماتو پروګرام نوم ورته ورکړل شوی وو، شرايط هغه وخت بې اعتباره شوي ول چې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ادارې په ۲۰۱۸م کال کې دغه تړون په يو اړخیزه توګه لغوه کړ.

اروپايي اتحادیه: د ایران پر اټومي تړون به ژر موافقه رامنځته شي

د جو بايدن له ولسمشرۍ راهيسې امريکا متحده ايالات هڅه کوي چې د دغه تړون د يوې بڼې د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې ترسره کړي. 

فاروقي وايي: «په دې ترتيب د يورانيمو غني کول دا موخه لري چې امريکا او نور نقش لرونکي د هغه تړون امضاء کولو ته اماده شي چې لا تر مخه پرې په ويانا کې بشپړ مذاکرات ترسره شوي دي.»

دا سياسي فشار داسې مهال نور هم ډېر دی چې په امريکا کې د منځنۍ دورې انتخابات رانزدې دي. په دې انتخاباتو کې د کانګرس او ځيني د سنا مجلس غړي ټاکل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (Kersten Knipp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل