ايران د سنيانودولتي توپيرياتبعيض
۱۳۸۶ شهریور ۲۴, شنبهد ايران په هيڅ يوه حکومتي دفترياوزارت کې يوسني مذهبه ايرانی کار نه کوي. د ايران په پلازمېنې تهران کې څه باندې څلوېښت کليساگانې او د يهودانو يوولس عبادت ځايونه شته، خو د سنيانو لپاره يومسجد هم نشته.
اساسي قانون د توپير بنسټ
د 1385 هجري، لمريزکال له اسلامي امقلاب راهيسې د ايران رسمي، دولتي دين شعيه مذهبه اسلام دی. د سني مذهبه تبعيد شوي ايراني او د بشر د حقوقو د مدافع نصر » بولدای « په عقيده، په دې توگه د ديني توپير ياتبعيض بنسټ ايښوول شوی دی:» ستونزه دلته ده چې سنيانوته د ايران په اساسي قانون کې د دوهمې درجې انسانانوپه سترگه کتل کېږي. په دې معنی چې: مساوات نشته، که څه هم چې د ايران په ولس کې د سنيانوکچه لوړه او د پاملرنې وړ ده. «
د ملگروملتونو د عقيدې او ديني آزادۍ د برخې ځانگړې راپورورکونکې اسما » جهانگير « وايي، چې د ايران له ديني اومذهبي لږه کيويااقليتونوسره په سيستماتيک ډول توپيرياتبعيض کېږي. په لومړي گام کې بيا بهايان، سنيان، يهودان او پروټسټانټ عيسويان له توپيرياتبعيض سره مخامخ دي.