د ايران د ښووني او روزني شورا رئيس مهدي نويد ادهم د يکشنبې په ورځ د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې ايران په ابتدايي ښوونځيو کې که حکومتي وي او که شخصي د انگليسي ژبې تدريس په رسمي او غير رسمي ساعتونو کې منع کړی دی.
د ايران د دولتي تلويزيون «آی آر آې» سره په خبرو کې د پوهنې وزارت د عالي شورا مشر مهدي نويد ادهم زياته کړه چې انگلسي ژبه د لويديځ د «کلتوري يرغل» يوه برخه ده.
نوموړي رويترس خبري آژانس ته ويلي دي: «په حکومتي او غير حکومتي ابتدايي ښوونځيو کې د رسمي نصاب په ترڅ کې د انگلسي تدريس د قوانينو او اصولو خلاف کار دی.»
ده وويل: «دا ځکه چې داسې انگيرل کيږي چې په لومړيو ښوونځيو کې شاگردانو ته د خپلې ژبې او کلتور اساسات باید ور زده کړل شي.»
په ۲۰۱۶م کال کې د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه اي د ورته «کلتوري يرغل» پر ضد خپله غوسه ښکاره کړې وه کله چې دی خبر شوی وو چې په شخصي وړکتونو کې د انگلسي ژبې تدريس کيږي.
د «تابناک» نوم خبرپاڼې په حواله د ایران د پوهني وزارت يوه وياند هم په ښوونځيو کې د انگلسي ژبې پر تدريس د بندیز خبر تائید کړی، خو ويلي یې دي: «دا کومه نوې خبره نه ده. په ملي تعليمي نصاب کې هم د انگلسي ژبې تدريس تر اووم ټولگي پوري یعني د منځنۍ دورې تر لومړيو کلونو پوري په پام کې نه دی نيول شوی.»
خو دا نوي قواعد به پر شخصي ښوونځيو چې کم سنه شاگردانو ته د انگلسي ژبې تدريس کوي، اغيز وکړي.
د انگلسي ژبې پر تدريس د بندیز دغه اعلان د حکومت پر ضد تر هغو مظاهرو کابو يوه اوونۍ وورسته کيږي چې آیت الله خامنه اي یې پړه پر بهرنيو جاسوسانو اچوي.
Reuters,dpa(B.S/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
په ايران کي له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې
قهرېدلي ځوانان سړکانو ته راوتلي دي. د ايران په ځينو ښارونو کي مظاهرې وار په وار په تاوتريخوالي اوړي. د دې تاوتريخوالي انځورونه دلته کتلای سئ. انځور: Fars هغه ويډيوگاني او خبرونه چي له ايران څخه په ټولنيزو رسنيو کي خپاره سوي دي، ښيي چي په تهران، دماوند، شاهين شهر، اراک، قزوين، ساوه، همدان، کرج، تويسرکان، مراغه، ايذه، بهشهر، کرمانشاه، سنندج، خوی، اليگودرز او څو نورو ښارونو کي له امنيتي ځواکونو سره تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دئ.
انځور: Fars په ټولنيزو شبکو کي داسي خبرونه خپاره سوي چي وايي مظاهره چيان پر سړکانو باندي د «استقلال، آزادۍ، مرگ پر ديکتاتور» او داسي نور شعارونه ورکوي.
انځور: Fars د ايران جمهوررئيس پخپله دوهمه وينا کي د دوشنبې په ورځ وويل: «زموږ ملت يو اقليت او يوه کوچنی ډلې ته چي د قانون او د خلکو د غوښتنو خلاف شعار ورکړي او مقدساتو ته توهين وکړي، ډير ښه ځواب ووايي.»
انځور: Irane-ma د ايران د ځينو ښارونو سړکانو او کوڅو ته په زرونو ځوانان راوتلي دي. مظاهرې د پنجشنبې په ورځ لومړی په مشهد ښار کي د بې کارۍ او بيه د لوړوالي پرضد پيل او وروسته ډير ژر نورو ښارونو ته وغځېدلې.
انځور: Kurdistan24 د وروستيو راپورونو له مخي په دغو مظاهرو کي تر اوسه پوري تر ۲۰ زيات انسانان وژل سوي دي.
انځور: Fars د ايران د مجلس ځينو استازو هم د تويتر له لارې له خلکو غوښتي دي چي د بېگانه وو په خبرو پسې سر و نه گرځوي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
انځور: Fars په دې تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري ځينو ځايونو ته اورونه هم اچول سوي دي.
انځور: Mashreghnews په ايران کي په تيرو مظاهرو کي لکه په ۹۶هجري لمریزکال کي هم د مظاهرو پرمهال پر سړکانو ولاړو موټر او دوکانونو ته اور اچول سوی وو. انځور د پخوانيو مظاهرو دئ.
انځور: twitter_arteshbood په ټولنيزو رسنيو کي خلکو عامه شتمنیو ته د زيان رسولو پرضد سخت غبرگونونه ښوولي دي.
انځور: twitter_farzad_az په ايران کي رسنيو د مظاهرو په پنځمه ورځ ويلي چي، وروسته له هغه چي په ځينو ځايونو کي مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي تر اوسه پوري تر ۲۰ زیات کسان وژل سوي دي.
انځور: twitter_sartipi د وروستيو راپورونو له مخي تر اوسه پوري تر ۱۰۰ زیات مظاهره کوونکي نيول سوي دي.
انځور: Fars که څه هم چي دغه مظاهرې د بيو د لوړوالي پرضد په مشهد کي پيل سوې، خو وروسته ډير ژر ځينو نورو ښارونو ته هم وغځېدلې او شعارونو يې بدلون وموند. په دې مظاهرو کي اوس د حکومت ضد شعارونه ورکول کيږي.
انځور: picture-alliance/AA/Stringer