ايران: کابل دي امنيتي تړون نه لاسليکوي
۱۳۹۲ آذر ۱۲, سهشنبهپه کابل کي رابلل سوي مشورتي لويي جرگې حامد کرزي ته مشوره ورکړې وه چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري دغه تړون لاسليک کړي. د دغه تړون له مخي امريکا غواړي د لسو کالو له پاره په افغانستان کي ۹ پوځي اډې ترلاسه کړي. خو افغان ولسمشر کرزی وايي تر کوم وخت پوري چي يې شرطونه پوره نه سي تړون به لاسليک نه کړي.
حامد کرزي دا هم ويلي دي چي دغه تړون بايد د افغانستان نوی ټاکل سوی حکومت امضا کړي. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د راتلونکي مېلادي کال په اپريل مياشت کي ټاکني پلان سوي دي.
له بله اړخه امريکا او ناټو افغانستان تر فشار لاندي راوستلی دی چي که تړون د روان مېلادي کال تر پايه پوري لاسليک نه کړي نو د۲۰۱۴ م کال تر پايه پوري به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. په دې تړاو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د ديسمبر ۳) د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پر افغانستان ږغ وکړ چي دغه تړون لاسليک کړي.
له بل اړخه د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندي مرزيه افخم د سه شنبې ( ۲۰۱۳م کال د ديسمبر ۳) په ورځ وويل: «د ايران اسلامي جمهوريت داسي فکر نه کوي چي د دغه تړون لاسليک کېدنه به په اوږدمهاله توگه د افغانستان له پاره گټوره وي.» وياندي زياته کړه: «موږ په دې نظر يو چي د دغه تړون لاسليک او عملي کېدل به پر سيمه ييزو موضوعاتو منفي اغېزې ولري.»
ايران له اول څخه د کابل او واشنگټن تر منځ د امنيتي تړون مخالفت کړی دی. دا په داسي حال کي چي ايران او افغانستان ۹۴۵ کيلومتره اوږده گډه پوله لري او ايران په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شتون د ځان له پاره گواښ گڼي.
د کابل او واشنگټن تر منځ د امنيتي تړون پر اساس به د ناټو نور هيوادونه هم وکړای سي چي په افغانستان کي د افغان امنيتي کسانو د روزنې له پاره خپل عسکر وساتي. امريکا او ناټو گواښ کوي چي که کرزی تړون لاسليک نه کړي نو به له افغانستان سره خپلي مرستي ودروي. خو کرزی وايي تر اوسه د تړون لاسليک کولو ته چمتو نه دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندي دا خبره تاييد کړې ده چي ولسمشر حامد کرزی به راتلونکې اوونۍ تهران ته سفر وکړي. خو کابل تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.