ايران کې اعتراضونه؛ د رضا پهلوي په پلوي شعارونه
۱۴۰۴ دی ۱۰, چهارشنبه
په ایران کې اوسني اعتراضونه د تهران په بازار کې د ډالر بیې له لوړېدو سره پیل شول چې تېره شپه ېې هم د درېمې پر له پسې شپې له پاره په څو ښارونو کې ادامه درلوده.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنيتي ځواکونه په تیت او پرک اعتراض کونکو ډزې کوي او یو شمېر ېې نیسي.
که څه هم دغه اعتراضونه د معیشت یا د ژوندانه د لومړنیو اړتیاو پر بنسټ پیل شول خو ډېر ژر ېې سیاسي رنګ واخیست چې په کې د حکومت او د هغه د رهبر
علي خامنهای ضد شعارونو پورې ورکړل شوي دي.
«مرګ پر ديکتاتور» شعارونه
له تهران څخه رسېدلي خبرونه وايي چې په مختلفو ښارونو کې د تېرې شپې اعتراضو ښارونو کې د «مرګ پر خامنهای» او «مرګ پر ديکتاتور» شعارونه هم ورکول کېدل.
نور ولولۍ: په ایران کې د خوړو بحران؛ د قحطۍ او "لوږې د پاڅون" خطر
تر دې د مخکنیو ورځو په اعتراضونو کې بیا د شهزاده رضا پهلوي په پلوي شعارونه اورېدل شوي ول.
پهلوي په خپل وروستي پیغام کې د ایران له ټولو خلکو غوښتي چې «له عمومي اعتراضونو او اعتصابونو» سره یو ځای شي. هغه زیاته کړه: «دولتي مامورین، د انرژي او ترانسپورت کارګران، لارۍ چلونکې، ډاکټران، ښوونکي او محصلين، صنعت کاران او کارفرمایان، متقاعدین او هغه افراد چې مالونه ېې له لاسه ورکړي، ټول دې یو موټي او له دغه ملي خوځښت سره یو ځای شي.»
«ایران بېرته نیسو» کمپیان
رضا پهلوي همدارنګه له بهر مېشتو ایرانیانو غوښتي چې د «ایران بېرته نیسو» په کمپیان کې خپل فعالیتونه پیل کړي تر څو له دې لارې «رسنیو، نړېوالو بنسټونو، بهرنیو دولتونو او پارلمانونو ته د ایران د خلکو غږ» دوه برابره ورسول شي.
نور ولولۍ: ایران یو کس اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
په ایران کې روان اعتراضونه د تهران له بازار او مرکزي سیمو څخه پیل شول چې بېګا ېې د دریمې شپې له پاره ادامه درلوده.
زیاته شوې چې امنيتي ځواکونه د اعتراض کونکو د مخنیوي له پاره اقدامات کوي. د «خبرنامه امیر کبیر» په نوم خبرې سرچینې په ورستیو رپوټونو کې د سه شنبې ورځې په اعتراضونو کې د یو شمېر محصلینو د نیول کېدو او د یو شمېر نورو د بېرته خوشې کېدو په هکله ويل شوي دي.
ټرمپ: «د ایران خلک ناراضه دي»
سرچينې ويلي چې د همدان ښار د تېرې ورځې او شپې په اعتراضونو کې هم یو شمېر زده کونکي تر نیول کېدو وروسته د «همدان د اماکنو ادارې ته وړل شوي او اوس په یو نامعلوم ځای کې ساتل کیږي.»
نور ولولۍ: ترمپ: که ایران خپل اټومي پروګرام بیا ورغوي حمله پرې کوو
وړمه ورځ دترمپ: که ایران خپل اټومي پروګرام بیا ورغوي حمله پرې کوو امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم په ایران کې د اعتراضونو ټکولو ته اشاره کړې وه. هغه وویل هر کله چې په ایران کې خلکو د حکومت پر ضد غږ پورته کړی د امنيتي ځواکونو له خوا پرې ډزې پیل شوي دي.
ترمپ خبریالانو وویل: «د ایران خلک ناراضه دي او هلته اقتصادي وضعیت خراب دی. خلکو چې هر وخت کوم مقاومت او اعتراض کړی د ایران رژیم له خوا پرې ډزې پیل شوي دي.»
خو ترمپ په دې هکله چې آیا د ایران رژیم له نسکورولو به ملاتړ وکړي او که نه، له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو دا ېې ویل چې «تاسو پوهیږې، هغوی خلک وژني.»