ايساف: د طالبانو يو مهم قوماندان په لوګر کی را تسليم سو
۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبهخبرپاڼه ليکي چي نوموړی په لوګر، ميدان وردګ او کابل کي د ځان وژونکي او پر بهرنيو ځواکونو باندي د بريدونو اصلي پلان جوړونکی و.
آيساف په دغه خبر پاڼه کي د دغه قوماندان د تسليميدو لامل نده په ګوته کړي خو ليکلي دي چي د طالبانو دغه قوماندان د سيمي د مشرانو او سپين ږيرو په ملاتړ سره خپل پلوي له طالبانو پري او آيساف ته تسليم سوی دی.
په دې اړه تر اوسه طالبانو څه ندي ويلي، او همدارنګه د لوګردوالي وياند دين محمد درويش په دي اړه خپل بې خبري ښه يي، درويش زياتوي ددې امکان سته چي آيساف ندي غوښتي چي دغه موضوع د افغان چارواکو سره شريکه کړي .
بله خوا د لوګرولايت يو شمير اوسيدونکي وايي چي د دغه ولايت امنيت ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دی، دغه اوسيدونکي د خلکو بې کاري او د هغوی د پوهاوي د کچي ټيټوالی او همدارنګه د يو شمير هيوادونه لاس وهنه د نا امنيو لاملونه بولي .
د هغوی په خبره يو لامل يې دا دی چي خلک له سواد نه بهرمند ندي او اکثرا د دښمنانو تر تبليغاتو لاندي ورځي او بل لامل يي د خلکو بيکاري ده.
لوګر د ولايت له مرکز پرته، شپږ ولسوالۍ لري، چي د خلکو په خبره يوازي د مرکز پل علم ، محمد اغي او خوشي په ولسواليو کي يو څه امنيت سته او په نورو ولسواليو لکه ازري ، خروار ، برکي برک ، او څرخ کي امنيتي حالت د انديښني وړ دی .
دا په داسي حال کي ده چي کابو درې زره بهرني ځواکونه او دغه راز يو نيم زر افغان امنيتي ځواکونه همداوس په لوګر ولايت کي ميشت دي.
احمد فرهاد/ لوگر
کتونکی: نجيب الله زيارمل