ايغور مسلمانان څوک دي؟
۱۳۹۵ دی ۱۸, شنبهايغور مسلمانان څوک دي؟
ايغور د چین په خپلواکمنه سيمه شينجيانګ کي اکثريت اوسېدونکې مليتي ډله ده. دغه کسان د زياتو اټکلونو برخلاف د پخواني ايغوري قبيلو سره تړاو نه لري. دا چي دوی څوک دي په هکله يې انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
د چين په شينجيانګ خپلواکمنه سيمه کي اوسېدونکي اکثريت ايغوريان دي. د هغوی ژبه ترکي ريښې لري.
د ايغوريانو اکثريت سني مذهبه مسلمانان دي.
د «ايغور» لغت د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل سو.
پخوا ايغوريانو ځان ته د ترکي نژادو خطاب نه کاوه. خو اوس اکثريت ځان ترک نژاده بولي.
زيات ايغوريان په دې باور دي چي د هغوی قبيله د بودا په وخت کي هم موجوده وه. تاريخپوهان په دې نظر دي چي ايغور د دوو بيلو ډلو يعني له ايراني طخاريانو او مغلو څخه جوړه سوې ډله ده.
د ايغورو له لسو څخه ۹ يې په چين کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي.
د سني مسلمانانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرقيزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي.
په ترکيه کي هم يو شمېر ايغوريان ژوند کوي. لکه په ترکي ښار قيصري کي د ايغوري مهاجرو دغه د اوسېدو ځايونو چي ورباندي د ايغورو او ترکيې بيرغونه رپيږي.
کله چي د چين په کورنۍ جګړه کي کمونستان برلاسي سول، نو يې په ۱۹۴۹ کال د شينجيانګ سيمه هغه وخت د شوروي په رضا د چين برخه وګرځوله.
د «ختيځ ترکستان د مسلمانانو حرکت» په نوم له چين څخه بېلتون غوښتونکې ډله د چين د دولت له خوا په «د ترهګرو ډلو» په ليست کي شامله ده. د ايغورو په سيمه کي چين د بېلتون غوښتونکو پر ضد د «ترهګرۍ ضد عمليات» له څو کالونو راهيسي پېل کړي دي.
ايغور تور لګوي چي چين په قصد سره دغې سيمي ته هان چينايان رالېږلي تر څو هلته يې نفوس زيات او د ايغورو نفوس کم سي.
په شينجيانګ کي په ۲۰۰۹ کال سخت قومي تاوتریخوالی رامنځ ته سو.
د ۲۰۰۹ کال د جولای مياشتې ايتنيکي تاوتریخوالی په چين کي د لسيزو تر ټولو لوی تاوتریخوالی ؤ.
د چين په شمال لوېديځه شينجيانګ سيمه کي پوليس او ملېشې په ۲۰۱۰ د ګزمې پر وخت. په دغه سيمه کي د لسيزو د تر ټولو سختو مليتي ناقراريو د کال پوره کېدو په ترڅ کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي ول.
د چين دولت د ۲۰۱۴ کال د می په مياشت کي د «ترهګرۍ» په تور ۵۵ ايغوريان د ډليزه علنۍ محکمې وروسته په اعدام محکوم کړل.
په شينجيانګ کي اوس هم امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):
انځورونه: د چين پوځ څومره غښتلی دی؟
چين د نړۍ تر ټولو لوی پوځ لري. د ګلوبل فاير پاور په نووم سازمان د چين د پوځ په تړاو مهم معلومات او شمېرې خپرې کړي دي. دغه معلومات په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
۲،۳ مليونه مسلح عسکر
د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲،۳ مليون احتياطي عسکر
۲۹۴۲ الوتکي
۱۲۳۰ جنګي الوتکي
۸۰۱ څرخي الوتکې
۲۰۰ جنګي څرخي الوتکې
۹۱۵۰ ټانکونه
۱۵ مهمي بندرګاوې
۶۸ اوبتلونه
۷۱۴ لوی جنګي بېړۍ
۱ الوتکه وړونکې بېړۍ
د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]