د بخښني نړيوال سازمان په حواله روهنگيا ياغيانو په هماغه ورځ چې د ميانمار د پوليسو پر پوستو یې بريدونه کړي ول، تر۵۰ زيات هندوان هم وژلي ول. پر پوليسو دا بريدونو د حکومت له خوا د روهنگيا پر ضد د خونړيو عملياتو سبب شول.
دغه ميرمن روشيد جان نوميږي. دا د روهنګيا مسلمان اقليت غړې ده چې اوس بنګله ديش ته تښتيدلې ده. کله چې ميانماري ځواکونو د روشيد جان دوی کلی وسوځاوه، هغه اړه شوه چې له خپلو پنځو ماشومانو سره مهاجره شي. هغه اوس د بنګله ديش په کوکس بازار کې د کونډو او يتيمانو په يوه کمپ کې اوسيږي.
انځور: Reuters/D. Sagolj
ميړه ېې ورک دی
روشيد جان نه پوهيږي چې ميړه يې چيرته دی. هغه د ميانمار د راخين ایالت په پانسي کلي کې د يوې مذهبې ډلې مشر وو. د ميانمار پوځ ۱۱ مياشتې مخکې هغه د يو جنګي سازمان د غړي په تور ونيوه. تر هغې وروسته روشيد جان خپل خاوند نه دی ليدلی.
انځور: Reuters/D. Sagolj
له يو بل سره مرستې
دا د بنګله ديش سرحدي ښار کوکس بازار ته نژدې د بلوخالي کمپ دی. روهنګيايانو دغه کمپ د هغو ښځو او ماشومانو له پاره جوړ شوی دی چې له ميانمار څخه تښتيدلي. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ او نورو مرستندوي سازمانونو دغه کمپ له پاره خيمې ورکړي دي. په دغه ځای کې حاضردمه ۲۳۰ تنه ښځې او ماشومان ژوند کوي. روهنګيايانو دا ځای د «کونډو کمپ» په نوم نومولی دی.
انځور: Reuters/D. Sagolj
ټولنيز ژوند
په کمپ کې ميشتې ښځې کولای شي په پخلنځي کې په ګډه کار وکړي. هغوی د کار پر مهال یو بل دې ته تشويقوي تر څو هغه رواني فشارونه هير کړي چې د تاوتريخوالو له امله ورباندې تحميل شوي دي. دوی ته اوبه او خواړه هم د مرستندويه سازمانونو له خوا برابريږي.
انځور: Reuters/D. Sagolj
د خوښيو شيبې
ماشومانو سره پخلی کول. که څه هم دا يو موقتي ځای دی او مهاجر د خپلې راتلونکې په اړه نه پوهيږي. خو له دغو ټولو سره سره، په ظاهره کې داسې ښکاري چې دغه مور او ماشوم له دغې شيبې پرته له دې چې کومه ويره او انديښنه ورسره وي، خوند اخلي.
انځور: Reuters/D. Sagolj
جنسي سو استفادې
د روهنګيا ټولې ښځې پر دې ندي بريالۍ شوي چې دغه يو څه ناڅه امن هستوګنځي ته ځانونه ورسوي. د دويچه ويله خبريال عرفت السلام له کوکس بازار څخه رپوټ ورکوي چې يو شمير ښځې او نجونې د جنسي سو استقادې په موخه، د برده په توګه پلورل شوي دي. هغه دغه ځای کې له قربانيانو او مرستندوي سازمانونو سره ليدلي دي.
انځور: DW/Arafatul Islam
د خپلو کورنو د لټون په حال کې
که څه هم بنګله ديش او ميانمار د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدو پر موضوع هوکړې ته رسيدلي دي خو لا معلومه نده چې د بيرته ستنيدا بهير به کله او څه ډول پیليږي. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو کمشنر موګريني د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه اتحاديه غواړی ميانمار ته د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستيدو له بهير څخه ملاتړ او د عودت شرايط يې برابر کړي.