د رويټرز خبري آژانس په حواله، آلمان او ايټاليا له څه مودې راهيسې په داسې يوه تړون باندې کار کوي چې له مخې به يې آلمان هغه مهاجر بيرته ايټاليا ته استوي چې آلمان ته تر تلو دمخه يې په ايټاليا کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي وي. خو دغه توافق تر اوسه لاسليک شوی نه دی.
د ايټاليا «لا ريپوبليکا» ورځپاڼې د شنبې په ورځ رپوت ورکړ چې د آلمان د مهاجرت ادارې ايټاليا ته «ډیر مکتبونه» استولي چې په کې ايټاليا ته د مهاجرو د بيرته استولو په اړه لارښوونې شوې دي. په دغو اسنادو کې ذکر شوي چې د امکان په صورت کې به دغه مهاجر په چارتر الوتکو کې ايټاليا ته وليږدول شي. دغې ورځپاڼې همدغه راز ويلي دي چې په پام کې ده چې ايټاليا ته د مهاجرو د ليږد لومړنی پرواز به د روانې مياشتې (اکتوبر) په ۹مه نيټه ترسره شي.
سالوينې: موږ به خپل هوايي ډګرونه وتړو څنګه مو چې خپل بندرونه وتړل.انځور: picture-alliance/dpaA. Medichini خو د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ساليوني په دې اړه په يوه بيان کې ويلي دي: « که کوم څوک په برلين او يا هم په بروکسل کې داسې فکر کوي چې ډله ډله مهاجر به په غير مجاز چارتر پروازونو کې ايټاليا ته وليږدوي، نو دوی بايد پوه شي چې دا څه نشي کيدای او د دا ډول پروازونو له پاره به هيڅ هوايي ډګر نه وي.»
سالوينې د خپلو خبرو په دوام وويل: «موږ به خپل هوايي ډګرونه وتړو څنګه مو چې خپل بندرونه وتړل.»
د آلمان د کورنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د مهاجرت اداره نه دي توانيدلي چې په سملاسي توګه د «لا ريپوبليکا» ورځپاڼې د رپوټ په اړه خپل نظر ورکړي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر تیره مياشت ويلي وو چې له ايټاليا سره يو توافق ته نژدې شوي او هيله يې څرګنده کړې وه چې ډير ژر به د دواړو لورو تر منځ تړون لاسليک شي. خو د هغه ايټالوي سيال سالويني يوه ورځ وروسته دغه ډول يو توافق رد کړ او په دې تړاو له آلمان څخه د ډيرو امتيازاتو غوښتونکی شو.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د سمندري لارو ايټاليا ته رسيدلي مهاجر ۲۰۱۶ ـ ۲۰۱۷
اوسمهال اروپا ته د تلو يوه غيرقانوني لار د مديترانې سمندرګي لاره ده. له دغې خطرناکې لارې د تير او روان کال په لمړيو دوو مياشتو کې د کومو هيوادونو په څه شمیر کې مهاجر ايټاليا ته رسيدلي دي؟ معلومات په انځوريز رپوټ کې: انځور: picture-alliance/dpa/G. Romero د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۷۶۳ او د ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۲۰۹۲ تنه مهاجر
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۱۶۱۸ او د ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۱۶۸۷ تنه مهاجر
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۷۳۸ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۱۶۴۵ تنه مهاجر
انځور: Reuters/Soe Zeya Tun ۲۰۱۶ کال کې صفر او ۲۰۱۷ کال کې ۱۳۰۳ تنه مهاجر
انځور: Reuters/D. Guzel د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۱۴۰۲ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۱۲۴۴ تنه مهاجر
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۴۹۴ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۹۷۷ تنه مهاجر
انځور: Reuters د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۷۹۳ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۶۴۵ تنه مهاجر
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۸۹۹ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۱۲۱۵ تنه مهاجر
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې صفر او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۲۷۵ تنه مهاجر
انځور: picture-alliance/NurPhoto/K. Ntantamis د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۶۱ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۲۷۲ تنه مهاجر
انځور: picture alliance/dpa/C. Hochholzer/Bundeswehr د ۲۰۱۶ کال په دوو لمړيو مياشتو کې ۲۳۳۷ او ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې ۲۰۸۵ تنه مهاجر
انځور: Reuters/Soe Zeya Tun ۹۵ سلنه مهاجر د لیبياي سواحلو څخه ليبيا ته راغلي دغه شميره په ۲۰۱۶ کال کې ۸۷۸۰ او ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۸۲۹ تنه ثبت شوې ده.
انځور: Reuters/Y. Behrakis د ۲۰۱۷ کال د دوو لمړيو مياشتو په منځ کې ۴۸۷ تنه مهاجر په سمندر کې ايټاليا ته د راتلو پر وخت ډوب او مړه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima دغه معلومات د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوالې ادارې په ويب پاڼه کې د خپاره شويو ارقامو په حواله دي. انځورونه د دويچه ويله آرشیف.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Romero