1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايټاليا غواړي خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي»

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

د ايټاليا په دفاع وزارت کې سرچينو ويلي دي دغه هيواد تياری نيسي چې په راتلونکو دولسو مياشتو کې له افغانستانه خپل عسکر راوباسي. د ايټاليا عسکر په افغانستان کې د ناټو ماموريت څلورمه لويه برخه ده.

Italien NATO Übung Trident Juncture auf Sardinien
انځور: DW/M. Hofmann

د ايټاليا د ANSA خبري آژانس د دفاع وزارت د سرچينو له قوله ليکلي دي چې د دفاع وزيرې اليزابت ترينتا پوځي چارواکو ته دنده سپارلې ده چې په دولسو مياشتو کې له افغانستانه «د عسکرو د راويستو پلان  و ارزوي.»

ايټاليا له ۱۵ کالونو راهيسې په افغانستان کې حضور لري او اوسمهال یې هلته د عسکرو شمير ۹۰۰ ته رسيږي.

خو د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انزو ماويرو ميلانيسي چې  په ائتلافي حکومت کې د شريک ښی اړخه ليگ استازيتوب کوي، پر دې اعلان حيرانتيا څرگنده کړې ده.

ماويرو ميلانيسي چې د يوه سفر په ترڅ کې په بيت المقدس کې دی، وويل: «زه اوس د دې په هلکه اورم.» نوموړي د دفاع وزیرې ته په اشارې سره وويل: «هغې ما سره په دې هکله هيڅ خبرې نه دي کړي.»

د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې کابو ۱۷۰۰۰ بهرني عسکر په افغانستان کې ميشت دي چې په دوی کې۸۵۰۰ امريکايي، ۱۳۰۰ آلماني، ۱۱۰۰ برېتانوي او ۹۰۰ ايټالوي عسکر شامل دي.

د دفاع وزيره ترينتا په پنځه ستوري غورځنگ حکومتي گوند پورې تړاو لري. دغه گوند په بهر کې د ايټالوي عسکرو د فعاليتونو پر ضد دی.

د دغه گوند يوه مشر اليساندرو دي باتیسا د فيسبوک پر خپله پاڼه ليکلي: «د عسکرو را ايستل يو ډېر ښه خبر دی. ما ډيره موده د دې له مبارزه وکړه او ټول غورځنگ  له ما سره دا مبارزه پر مخ وړې ده.»

د ايټاليا د دفاع وزيري په داسې حال کې له افغانستانه د عسکرو د رايستلو په اړه سلا مشورې کوي چې امريکا متحدو ايالاتو هم د خپلو ځواکونو د اخراج پر خبره يووار بيا ټينگار کړی دی. د امريکا د حکومتي کړيو له خوا ويل شوي چې امريکا «يقيناً په افغانستان کې دايمي پوځي حضور نه غواړي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټینگار کړې چې هيڅ افغان هم دا نه غواړي چې بهرني عسکر یې تل په هيواد کې پاته شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب