1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا ـ د اوبو د کمښت له کبله خلک سپما ته اړ سوي

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

په ايټاليا کي له تيرو ۷۰ کالو راهيسي داسي وچکالي نه وه راغلې. د وېرونا او پيزا په شان يو شمير ښارونه اوس اضطراري پلان جوړولو ته اړ سوي دي.

Italien Linarlo | Ausgetrockneter Fluss Po
انځور: Luca Bruno/AP/picture alliance

د ايټاليا وېرونا ښار د اوبو د کمښت له کبله د چښاک د اوبو پر استعمال محدودیتونه رامنځته کولو ته اړ سوی دی. د دغو اصولو له مخي د اگست مياشتي تر يولسمي پوري یوازې د چښاک، خوراک، بدن مينڅلو او کورنيو اړتياؤ لپاره د چښاک د اوبو د کارولو اجازه سته. په دې ترڅ کي د سهار له شپږو بجو څخه بیا د ماښام تر  نهو بجو پوري اجازه نه سته چي څوک باغچې يا د سپورټ لوبغالو ته اوبه ورکړي، موټر پرېولي او يا د لمبا حوضونه له اوبو ډک کړي.

د محدوديتونو په تړاو پرېکړي د وېرونا ښاروال داميانو توماسي، اعلان کړې. که څوک له دغو اصولو څخه سرغړونه وکړي نو ورباندي تر ۵۰۰ يورو پوري جرمانه لگول کيدای سي.

په پيزا ښار کي هم ورته محدوديتونه اعلان سوي دي. د دغه ښار ښاروال ميشېله کونتي، د وېرونا ښار محدوديتونو ته د ورته محدوديتونو اعلان کړی دی.

د ښارونو فوارې بندي کړل سوي ديانځور: Wieslaw Jarek/PantherMedia/IMAGO

له ۷۰ کالو راهيسي د  اوبو تر ټولو ټيټه سطحه

د ايټاليا هيواد له څو کلونو راهيسي له وچکالۍ سره لاس او گرېوان دی. په دې ترڅ کي د مثال په توگه د «پو» په نوم سيند د اوبو سطحه دومره ټيټه سوې ده چي په تيرو ۷۰ کلونو کی يې ساری نه ؤ ليدل سوی. له دې کبله په زياته د هيواد په شمال کي ډیر انسانان د اوبو سپما ته اړ دي. په دې ترڅ کي په یو شمير سيمو کي د اوبو د ټانکرونو په مرسته د اوبو زيرمي ډکیږي.

د مايلاند په شان ښارونو د ښار په منځ کي فوارې او څاگانې بندي کړي دي. یو شمېر ښارونو په روم کي له حکومت څخه هيله کړې ده چي اضطراري حالت اعلان کړي چي په ترڅ کي يې دغه ښارونه د مرستو پيسو ته لاسرسی پيدا کړي او د ملکي ساتني لپاره پلانونه عملي کړي.

د اوبو د سطحي د زياتي کمېدني له کبله دغه کښتۍ بنده سوېدهانځور: Guglielmo Mangiapane/REUTERS

لږ اوبه، لږه برېښنا

په ايټاليا کي د اوبو د کمښت يوه پايله دا ده چي په دغه هيواد کي برېښنا هم کمه سوې ده. دا له دې کبله چي برېښنا توليدوونکي هغه توربينونه چي په اوبو چلېدل، د اوبو د کمښت له کبله يې توليد کم سوی دی. د ايټاليا په شمال کي په غرنيو سيمو کي زیاتې داسي دستگاوي سته چي د اوبو په قوه برېښنا توليدوي. دغه دستگاوي د ايټاليا د اړتيا تقريبا پنځمه برخه برېښنا توليدوي.

د ايټاليا لومړي وزير ماريو دراگي اعلان کړی دی چي له راتلونکي اونۍ څخه به په دغه هيواد کي د اوبو د کمښت له کبله نوي اقدامات اعلان سي. د هغه په وينا دغه اقدامات له وچکالۍ سره د مبارزې او د ورسره مل ستونزو د هوارۍ لپاره مهم دي.

awa/ms (dpa, afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب