د رستورانت د خرڅلاو د مېز يوه برخه يو کال پخوا لا قسماً راسپړل شوې وه چې کارپوهانو يې شاوخوا د خوراکونو او د انسانانو او حيواناتو د هډوکو پاتې شوني تر خاورو لاندې موندلي او راويستلي دي. په پومپئي کې مېشت کسان تقريبا دوه زره کاله پخوا د يوه اورغورځونکي غره د اورونو قربانيان ګرځېدلي ول. د رستورانت په شاوخوا کې موندل شوي هډوکي د لومړنيو معلوماتو له مخې د يوه تقريبا ۵۰ کلن سړي دي چې ښايي د ناورين پر مهال په يوه کټ باندې پروت وو. د نورو پاتې شونو څېړنه لا دوام لري.
خوراکي مواد په ډبرينو مېزونو کې ساتل کېدل
په زيړ رنګ او انځورونو ښايسته کړل شوی مېز د حيواناتو، د اوبو د يوې ښاپېرۍ او يوه سمندري آس په انځورونو سينګار شوی دی. ورباندې رسم شوې هيلۍ او يو چرګ ښايي هغه حيوانات وي چې غوښې يې ښايي دلته پلورل کېدلې. په دغه ډبرين مېز کې داسې سوري هم کيندل شوي دي چې د څېړونکو په اند ښايي خوراکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول. داسې هم ښکاري چې يوه ټوکي يا مسخره چي دغه مېز ته لاس ورغځولی وو. د يوه انځور تر څنګ په لاتيني ژبه ټکي په ټکي ليکل شوي دي: «نيکياس، بې شرمه غولنه.» نيکياس ښايي د دغه دوکان د څښتن نوم وي.
د پومپئي ښار د اورونو تر فوارو لاندې ښخ شو
د پومپئي ښار د وېسوف نومي غره تر اورغوځونې وروسته په اورونو، ايرو او لاوا يعنې د ويلي شويو تيږو په فوارو کې غرق او تباه شو. دغه ښار په ۱۸مه پېړۍ کې بېرته کشف شو چې د هغه وخت راهيسې وار به وار نوي معلومات په لاس راځي. دغه لرغونې سيمه په ايټاليا کې د سيلانيانو يوه تر ټولو محبوبه منطقه ده.
nob/fab/ن ص/ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو مطلب (30.08.2020):
د بيت المقدس ښار لاندي لرغونې خزانې پټي دي
بيت المقدس/يروشلم د لرغونپوهانو له پاره ځکه په زړه پوري يو ښار دی، ولي چي له داسي لرغونو خزانو ډک دی چي د موندل کېدو په انتظار دي. خو د هغوی لټون آسانه نه دی. نور جزيات په دغه انځورير راپور کي:
انځور: picture-alliance/newscom/D. Hill
کلی د ښار په منځ کي
بيت المقدس ښايي د نړۍ تر ټولو شخړيز ښار وي. دغه شخړيزوالی يې نوی نه دی، بلکه زښت زيات اوږد تاريخ لري. دلته په لږ فاصله کي کنيسې، کليساوي او مساجد جوړ سوي دي. همدغه بېلابېلوالی د بيت المقدس ښار لاندي پرتو د لرغونپوهانو له پاره په زړه پوري لرغونو آثارو کي هم څرګند دی. په ۲۰۲۰ کال دغه تقريبا ۱۸۰۰ کاله پخوانی لرغونی کلی تر مځکي لاندي وموندل سو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widak
له نژدې تاريخ څخه يوه پاتې شونې
لرغونپوهانو په دغه نژدې وخت کي د «ديوال ندبه» يا د «وير ديوال» لاندي د تر مځکي لاندي اوبو ذخيره کي دغه مرمۍ وموندلې. اټکل کيږي چي دغه مرمۍ به د ۱۹۶۷ ميلادي کال وي کله چي د اسرائيل او عربي ګاونډي هيوادونو تر منځ يې شپږ ورځنۍ جګړه ترسره سوه. هغه وخت لا يروشلم د اُردن هيواد برخه وه. په جګړه کي له بريا وروسته اسرائيل يروشلم د خپلي خاوري برخه وګرځاوه.
انځور: picture-alliance/zumapress.com
۸ متره تر مځکي لاندي
د اسرائيل له خوا د ختيځ يروشلم نيولو لرغونپوهانو ته هم زياته ګټه وکړه. په دې ترڅ کی د «وير ديوال» ته څېرمه د ښار يوه ناحيه ونړول سوه او په دې توګه پکښي کيندنې ممکنه سوې. دغه کيدنې تر نن پوري ادامه لري. په ۲۰۱۷ کال د تياتر يوه برخه او په همدې شان د «وير ديوال» يوه جزوي برخه وموندله سوه چي تر مځکي اته متره لاندي پراته ول. لرغونپوه تېهيلا ليبرمن په وينا ښايي دغه د ديوال تر ټولو بهتريني ډبري وي.
انځور: picture-alliance/newscom/D. Hill
کاشي کاري د قيصر له پاره
دغه کاشي کاري ۱۵۰۰ کاله پخوانۍ ده. دغه د ښار په شمال کي په ۲۰۱۷ کال د دمشقي ځيرمه تونونو سره څېرمه د تعميراتي کارګرو له خوا وموندل سوه. پر دغه باندي د بيزانس د قيصر جستيني لومړي نوم ليکل سوی دی. اټکل کيږي چي دغه به د يو زيارت برخه وي. د مسؤل لرغونپوه دېويد ګېلمن په وينا دا معجزې ته نژدې موندنه ده ځکه چي «هر لرغونپوه په زياته د دا ډول ښه ساتل سوي ليک موندلو ارمان لري.»
انځور: Getty Images/AFP/A. Gharabli
تړل سوي قبرونه
د ښار په ختيځه او عربي برخه شرافت کي په ۲۰۱۹ کال د کيندنو پر وخت تر ۲۰۰۰ کالو زيات زوړ کلی، د شرابو د جام ټوټې، له زيتونو غوړي ايستونکی ميچن او يو شمېر خاورين لوښي وموندل سول. لرغونپوهان په زياته هغه يو غار ته زيات ارزښت ورکوي چي په ديوالونو کي يې مړي ښخ سوي دي. خو دغه د اورتودوکس يهوديانو په غوښتنه بېرته وتړل سو.
انځور: picture-alliance/zumapress.com
«د شهيد کليسا»
پلټونکو په ۲۰۱۹ کال په خپلو کيندنو کي له يروشلم څخه ۳۰ کلومتره په لوېديځ کي د شپږمي ميلادي پيړۍ يوه کليسا وموندله. د پروژې مسؤل لرغونپوه بنيامين ستورکان وايي چي په يروشلم کي په سونو زړي کليساوي موندل سوي دي. د هغه په وينا البته دغه کليسا ځکه استثنايي ده، ځکه چي «په ډېر ښه حالت کي پاته ده.» دغه کليسا کوم لوی شهيد ته وقف سوې چي نوم يې لا نه دی څرګند.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/N. Alon
الکهولي مشروب «بير» له لرغوني خميرې څخه
په يروشلم کي د غزې و سرحد ته نژدې د نورو آثارو تر څنګ يو ۵۰۰۰ کاله پخوانی قصر وموندل سو. په دغه کي موندل سوو خاورينو لوښو څخه نه يوازي دا څرګنده سوه چي هغه وخت څنګه لوښي او له کومو خاورو جوړېدل، بلکه په دغو لوښو کي د هغې لرغونې خميرې پاتي شوني هم وموندل سوې چي ورڅخه د الکهولي مشروب بيرو په جوړولو کي کار اخيستل کيدی. کارپوهانو له دغې خميرې څخه په ۲۰۱۹ کال تازه بير جوړ کړل.
انځور: picture-alliance/zumapress.com
له سمندر څخه يوه خزانه
اماتور لرغونپوهانو په ۲۰۱۵ کال له يروشلم څخه په شمال کي ۱۲۰ کلومتره ليري د مديترانې د سيزاريا په بندر کي يوه طلايي خزانه وموندله. دا هغه وخت د اسرائيل د تاريخ تر ټولو لويه خزانه وه. موندونکو لومړی فکر وکړ چي دغه ۲۰۰۰ سيکې د لوبو دي. خو وروسته پوه سول چي دغه د لسمي پيړۍ څخه دي او له اصلي طلا يا سرو زرو جوړي دي. اټکل کيږي چي دغه به د يوې داسي کښتۍ دننه وې چي د ماليې پيسې يې مصر ته انتقالولې.
انځور: picture-alliance/dpa/Kobi Sharvit/Courtesy of the Israel Antiquities Authority
د ښار د ديوال په تلاښ
لرغونپوه ديتر ويوېګر او د هغه پلټونکي ډلي پنځه کاله پرله پسې د يروشلم د لرغوني ښاري ديوال لټون وکړ. اوس معلومه سوې چي د تورات په زمانه کي دغه ديوال له سره هلته نه ؤ تېر سوی، چيري چي يې اټکل کيدی. دا د ساينسپوهانو له پاره يوه د هايجانۍ وړ موندنه وه. د ويوېګر له پاره دا دا معنی لري چي هغه به خپل لټون ته ادامه ورکوي.