ایټالیا کې پناه غوښتونکو د پولیسو د دې اقدام پر ضد لاریون کړی دی چې په کمپونو کې اوسیدونکي مهاجر په جبري توګه انتقالیږي. مظاهره کونکو له ځانه سره داسې پلاکاټونه ليږدول چې ورباندې «مهاجر تروريستان نه دي» او دې ته ورته نور شعارونه ليکل شوي ول.
ايټالوي پوليسو د تيرې پنجشنبې (اګست ۲۴مه) په ورځ نژدې سل تنه مهاجر چې د روم ښار په يوه مهمه څلورلاره کې سره راټول شوي ول، د تيزو اوبو په پاشلو سره له دغه ځايه لیرې کړل. پوليسو دا نه دي ويلي چې دغه مهاجر يې په څه دليل له دغه ځايه لیرې کړل. د دغو مهاجرو په اړه ويل شوي چې د افريقايي هيوادونو اريتريريا او ايتوپيا څخه دي.
د ايټاليا پوليسو تيره اوونۍ هم نژدې ۸۰۰ مهاجر له يوې دولتي ودانۍ څخه په جبري توګه وایستل او يو بل ځای ته يې انتقال کړل. ياد مهاجر يوې څلور لارې ته نژدې دغې لويې ودانۍ ته په ۲۰۱۳ کال کې ننوتي وو او هم هلته اوسيدل.
د مهاجرت نړيوالې ادارې او په روم کې د بشر د حقونو سازمانونو هم د روم پر حکومت اعتراض کړی دی چې د ودانۍ د خالي کولو اقدام يې په ناڅاپي توګه او پرته له دې چې مهاجرو ته د مخه خبر ورکړي، ترسره کړی دی.
د ايټاليا د پلازمينې روم ښار واټونو پر غاړه هم د شپي له خوا مهاجر پراته وي، ځکه د روم حکومت تر اوسه پورې دغو مهاجرو ته هستوګنځايونه نه دي برابر کړي. اوسمهال ايټاليا کې ډیر شمير مهاجر شته او اروپايي اتحاديه هم د مهاجرت په چارو کې د روم حکومت سره خپلې ځانګړې مرستې جاري ساتلي دي.
مهاجر ايټاليا ته، د ليبيا له ساحلونو څخه په کښتيو کې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکې لارې ورځي. اوس د دغو مهاجرتونو د مخنيوي په موخه د ايټاليا د سمندري ځواکونو کښتۍ د ليبيا ساحلونو ته نژدې په سمندر کې ځای پر ځای کوي.
نور مطالب:
په ايتاليا کي د مهاجرو اجتجاجونو سرخوږی جوړ کړی
په داسې حال کې چې په ايټاليا کي پناه غوښتونکو سوداګریز مرکزونه نیولي دي، څو په لمپیدوزا کې د پناه غوښتونکو د ساتنو پر ضد احتجاج وکړي سیمه ییز اوسیدونکي د دغه جنجال د خلاصیدو غوښتنه کوي، څو د سیاحت ته زیان و نه رسیږي.
انځور: D. Cupoloپه دې سیمه کې جنجالونه هغه وخت خپل اوج ته ورسیدل چې پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساتل کیدو پر ضد اعتراض کې د ښار لوی پلورنځایونه ونیول. د سومالیا ۱۷ کلن محمد جمعه، وایي چې له دې کبله په احتجاجونو کې ګډون کوي چې د مهاجرو د راجستر د مرکزونو چارواکي هغو ته پرته له دې چې خپلې ګوتې ثبت کړي د تلو اجازه نه ورکوي.
انځور: DW/D. Cupoloله ډیر وخت راهیسې لمپیدوزا ته د شمالي افریقا هیوادونو مهاجر راځي خو د «تودوځایونو» یا هغو سیمو چې مهاجر پکښې لومړی ځای پر ځای کیږي، نوي جنجالونه جوړ کړي دي. دغه تاپو یوازې ۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري او د سیمه ییزو اوسیدونکو په حواله د ډېرو مهاجرو ظرفیت نه لري. هغو اندیښمن دي چې د کډوالو حضور به د سیلانیانو د راتلو بهیر ته زیان ورسوي.
انځور: DW/D. Cupoloعلي ادو د سومالیا له هیواد څخه دی او لمپودوزا ته تر رسیدو مخکې نه ورځې په اوبو کې بند وو. هغه وایي چې دی له نهو میاشتو راهیسې د مهاجرو د ثبتولو په دغه مرکز کې پروت دی. هغه وایي: «موږ له جګړې راتښتو. الشباب زما هیواد ویجا کړ. زه نه پوهیږم چې هغوی ولې موږ د مهاجرو په توګه نه مني لکه په آلمان کې چې سوریایان منل کیږي.
انځور: DW/D. Cupoloد سه شنبې په سهار سیمه ییز اوسیدونکي له مهاجرو سره مخامخ شول. په دغه پلازا کې چې مهاجر اوسېږي يو لوی پلورنځي ته نزدې د یوې آریشګاه خاوندې ماریا ماګیوري، وویل: «بوی زما مشتریان په عذابوي. دغه خلک زما دکان ته نزدې رفع حاجت کوي او زما مشتریان ویره لري چې په ناروغیو به اخته شي.»
انځور: DW/D. Cupoloګیاکومو متینا وایي چې ۳۰ کال یې له مهاجرو سره مرسته کړې ده او آن په ۲۰۱۱م کال کې یې د یوه تونسې ماشوم سرپرستي هم پر غاړه واخیسته خو هغه وایي چې نور له دې وضعیته ستړی شوی دی: «هغوی هیڅ د قوانین درناوی نه کوي. زه مي ښځي ته وایم چې باید خپل کور وپلورو او له دې ځایه ولاړ شو ځکه زه نور په لمپیدوزا کې ژوند نه شم کولای.»
انځور: DW/D. Cupoloګیاکومو سفرلازو وایي: «دا د نادارو کسانو تر منځ جګړه ده او د هغو سیاستونو پایله ده چې د اروپايي ټولنې له خوا رامنځ ته شوي او موږ پرې هیڅ کنترول نه لرو.» هغه زیاتوي: «که ایټالیا په یوه کال کې د خپلو وسلو صادرات درې برابره کي او په لیبیا کې جګړه رامنځ ت کړي نو موږ د څه تمه کولای شو.»
انځور: DW/D. Cupoloاګلا ماراوینتانو، د شمالي لیګ محافظه کاره ګوند غړې د مهاجرو د حضور پر وړاندې د اعتراض په توګه سړک بندوي. هغه هم غواړې چې له دې سیمې څخه د کډوالو د ثبت مرکز و ایستل شي.
انځور: DW/D. Cupoloهغه وایي چې کډوال دې سیمې ته د سرحدي ساتونکو له خوا راوړل کیږي.
انځور: DW/D. Cupolo۱۷ کلن تونسې دیها همامي وایي چې هغه د سیمه ییزو اوسیدونکو په ستونزو پوهیږي خو دا موضوع په لمپیدوزا کې د مهاجرو د ثبتولو مرکز تر شتون لویه ده. هغه وایي: «زه هیڅ هم نه غواړم، یوازې غواړم په سوله کې ژوند وکړم. په تونس کې موږ بیر نه شو څښلای او د موسیقې اوریدو اجازه نه لرو. موږ هلته له سختو ستونزو سره مخامخ یو، خو نه غواړو چې ایتالیاویان هم له ورته ستونزو سره مخامخ شي.»
انځور: DW/D. Cupoloد سه شنبې په ورځ اعتراض کوونکي معترضین له پلازا څخه ووتل او یو بل ځای ته ولاړل. یمني کډوال وایل مارش وایي: «موږ نه غواړو چې دلته ووسو ځکه د دې ځای خلک موږ نه غواړي نو تر هغه وخته پورې به اعتراضونه وکړو چې موږ له دې ځایه وباسي.»
انځور: DW/D. Cupolo